د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

 

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م کال د لیندۍ ۱۵ مه

د ګوند دارالانشأ په زیاته خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانانو ، په تیره بیا د ننګرهار د خلکو یو مهم دوست ډاکټر ناکامورا ، چې د ژوند ډيره برخه یې د خلکو د ژوند د ښه والي ، په سمسورو باغونو او پټيو د سپيرو دښتو د اړولو ، د افغانانو د روغتیا او خوړو د بسیایني او یو لړ نورو ټولګټو هلو ځلو کولو ته وقف کړي وه ، د افغانستان د ابادۍ ، سمسورتیا او د انسانیت دوښمنانو له خوا په ډيره ناځوانۍ او بې رحمۍ دندي ته د تګ پر مهال د جلال اباد ښار کې د خپلو ساتونکو سره یو ځاي د ترهګریز برید په ترځ کې ووژل شو .

د ډاکټر ناکامورا روح دې ښاد وي !

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د ډاکټر ناکامورا وژنه ډير ستر بشري ضد جنایت بولي او هغه په سختو ټکو غندي . ځکه هغه د جګړه ایزو فعالیتونو پر ځاي افغانانو ته نه هیریدونکي اقتصادي ، ټولنیز ، روغتیایې او نور انساني خدمتونه کول چې په یادولو یې هر افغان او بشرپال نړیوال ویاړ کوي . د افغانستان په تیره بیا د ننګرهار د ابادۍ او پر ځان د بسیا کېدو له پاره د ناکامورا پيل کړي او پر سر رسیدلي پروژو زیات افغانان د جګړي له لیکو را جلا کړل څو په خپل مټ حلاله مړۍ ډوډۍ د خپلو کورنیو له پاره پيدا کړي .

ترهګر او د هغوي سیمه ایز او نړیوال ملاتړي چې یوازې انسان وژنه او مدنیت ورانونه پيژنې نه شي کولی د ناکامورا او د هغه د ملګرو په وژنه افغان او نړیوال بشرپال له خپلي سپيڅلې انساني لاري را وګرځوي .

زموږ ګوند چې شوی بشري جنایت په غټو ټکو غندي ، ناکامورا ته د درناوي په نیت د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې

د اوبو لګولو هغه پروژه چې ناکامورا په ننګرهار کې پيل کړي وه او ډيره برخه یې سرته رسیدلي ده د هغه په نامه ونومول شي .د هغه جنازه په ځانګړو مراسمو د یوه جګ پوړي پلاوي په ملتیا ، د یوه غوره پيغام سره ابایي خاوري ته ولیږدول شي .له نړیوالو بشري او ډیپلوماټيکو ټولنو سره د سلا مشورو کولو له لاري د ناکامورا د قاتلینو او د هغوي د ملاتړو د موندلو او په سخته سزا د هغوي د رسولو هلي ځلي پيل او چټکې کړي .د هغو بشرپالو بهرنې کارپوهانو د امنیت خوندي ساتلو له پاره چې ، افغانانو ته د هېواد دننه د انساني مرستو د رسولو چوپړ کوي ، کلک امنیتې تدبیرونه ونیول شي .

د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د ناکامورا مړینه د افغانستان او نړۍ له پاره ستره ضایعه بولي ، په پيښ شوي غم کې له هېوادوالو او د جاپان د دوست هېواد له خلکو سره ځان شریک بولي او د ترسره شوي جنایت مرتکبینو ته د سختې سزا د ورکولو غوښتنه کوي .

ډاکټر ناکامورا د افغانانو دوست ؤ .

افغانان به تل د ناکامورا انساني خدمتونه په یاد ولري

عبدالحی مالک

 د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.