د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م کال د زمري ۱ړۍ

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د ورستیو څرګندونو په هکله :

د ګوند دارالانشأ خبرتیا تر لاسه کړي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل پاکستاني سیال عمران خان سره د کتنې په وخت ، ویلي چې : که امریکا وغواړي چې د افغانستان جګړه وګټې ، په یوه اونۍ کې شونې ده ، خو زه نه غواړم چې لس میلیونه خلک ووژل شي ، زه د افغانستان له پاره پلانونه لرم ، که وغواړم دا جګړه وګټم افغانستان به د ځمکې له مخې پاک او محوه شي ، خو زه نه غواړم چې دا کار وکړم او په دې لاره لاړ شم .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د نړۍ د یوي سترې دموکراسۍ د مشر دا ډول څرګندونې له مسؤلیت پرته ځانګړی دریځ نیول بولې چې غواړي له هغو تعهداتو څخه چې امریکا زموږ د خلکو په وړاندي کړي او په هغې کې پاتې راغلې ، د نړیوالو پاملرنه بلې خوا ته وګرځوي . ولسمشر ترمپ باید په یاد ولري چې په افغانستان کې نښلول شوي جګړه د افغانانو غوښتنه نه وه . دوه نړیوالو سیاسي شیستمونو چې یو اړخ یې امریکا او د هغې غربې متحدین او سیمه ایز انډيوالان وه دا جګړه پيل کړه او د خپلو ګټو په پار یې هغې ته بیلا بیل ابعاد ورکړل او د مجاهد ، طالب ، داعش ، القاعدي او نورو مذهبې پروژو په را وړاندي کولو سره یې دا بې نومه جګړه تر دې دمه غزولي ده . د افغانانو پر مټ امریکا او د هغې غربې انډيوالانو او پاکستان له ډيرو ځواکمنو سیاسي نړیوال او سیمه ایز سیالانو څخه ځانونه خلاص کړل . له دې کبله امریکا او د هغې متحدین او انډيوالان د افغانانو پوروړي پاتې شوي دي . د بدمرغۍ ځاي دادی ، د دې پر ځاي چې د افغانانو د توي شوي او بهېدونکې وینې په بدل کې افغانانو ته سوله ارزانې شي ، د افغانستان په وړاندي د نا اعلان شوي جګړي عمال په سزا ورسول شي ، د بل د ډارولو په موخه د ځمکې له مخ د افغانستان د ورک کولو سپيره خبره د ترمپ له خولې اوریدل کیږي . اوس هغه شک چې ولي د دومره امکاناتو برسیره جګړه نه ودریږي ، ولي افغانستان ته ریښتونې سوله نه راستنول کیږي او د سولي په روان بهیر کې د حکومت په شمول هغه خلک ولي څنډي ته کیږي چې په روانه کرغیړنه جګړه کې یې خورا ډير زیانونه لېدلي دي ، په یقین بدلیږي .

له یوه ناڅرګند ادرس د طالبانو را ایستل ، د مسکو او قطر په څير غونډو کې هغوي ته کاذب شخصیت ورکول ، د هغوي په وجود کې د پاکستان ، روسیې او ایران ګټو خوندي کولو ته زمینه برابرول ، په یوه بهانه د پاکستاني پلاوي د خوشالولو له پاره د افغانانو غمجن مخ ته څپيړه ورکول هغه موارد دي چې زموږ خلک په تیره بیا روڼ اندی قشر یې نه شي هیرولی .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د سولي د روان بهیر څخه چې زموږ ګوند ورڅخه ملاتړ اعلان کړی او د رسنیو له لارې یې د ریښتونې سولي د حصول په موخه د سولي د پيشنهادونو یوه ټولګه وړاندي کړي ، اندیښنه څرګندوي چې : د سولي بهیر د پيل کېدو سره جوخت – د تړلو دروازو تر شا خبري چې د ډموکراتیکو وطنپالونکو نهادونو استازې په کې حضور نه لري – د هېواد د سولي له بهیر څخه د نړۍ او سیمې د ځينو هېوادونو د ګټې پورته کوونې ناوړه سیالې پيلېدل – د حکومت د اپوزیشن هغو ډلو او ځانګړو اشخاصو ته د سولي په روانو منډو ترړو کې له استحقاق زیات رول ورکول کوم چې د جګړي په غزولو کې یو ډول لاس لري – د سولي په بهیر کې حکومت او د جګړي اصلي قربانیان او زیانمن کنج ته ټيله کول – په پاي کې د ترمپ هغه خبري چې افغانستان په یوه اونۍ کې محوه کولی او په زرهاؤ افغانان مړه کولی شي – او نور هغه موارد دي چې وخت نا وخت د رسنیو له لاري بحث ته وړاندي کیږي او زموږ د هېوادوالو د لا سربدالۍ او اندیښنې لامل جوړیږي .

د ګوند دارالانشأ د امریکا له متحده ایالاتو او د هغې له غربې او سیمه ایزي ټلوالي ، له نړیوالي ټولني ، ملګرو ملتونو او خیر خواه بشریت څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د روان ناورین پاي ته رسولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او د هغو څرګندونو څخه ډډه وشي چې زموږ  د لرغونې هېواد له تاریخ او واقعیتونو سره اړخ نه لګوي . د هېواد له ټولو ترقې غوښتونکو ، دموکراتیکو او وطنپالونکو نهادونو ، ډلو او ځانګړو اشخاصو څخه په درناوي غوښتل کیږي چې لمړی په خپلو کې یو ځاي شي او دهغې سره جوخت د ټولو هېوادوالو په یو موټې کولو کې عملا ګام واخلې او د نورو د احسان اچوونکو مرستو پر ځاي په خپلو امکاناتو تکیه زیاته کړي . د هېواد له نامه ، تاریخ او ملي مفاخرو کلکه دفاع وکړي . خپله سیاسي اقتصادي خپلواکې پياوړي کاندي او د خاوري بشپړتیا او ملي واکمنې وساتې .

د تل پاتې افغانستان په لور

عبدالحی مالک

 د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.