کابل – د جدي ۱۱ مه ۱۳۹۷ م کال
د ګوند د دارالانشا غړو په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړي چې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د مرکزي شورا غړي ملګري حکیم روان ورور د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فانې نړې سترګې پټې کړي دي .
د حاجې عبدالورق مړینه څومره چې د روان صاحب غمزپلې کورنۍ ته دردونکې ده ، هومره یې د ګوند دارالانشا او ټول ګوندي غړي ویرجن کړي دي . مرحوم حاجې صاحب چې د ښو او لوړو صفاتو خاوند مشر او سپين ګیری ؤ ، په وطن او له هغې د باندې افغان اروپایي ټولنه کې یې زیات خواخوږي او مینه وال لرل . د هغه تشه اوس کلي کور او د هغه د اوسیدو ټولنه کې زیاته محسوسه ده .
د ګوند دارالانشا په عین حال کې چې د قدرمن حکیم روان سره د غم په ټغر یو ځاي ناسته ده ، هغه ته ډاډګیرنه ورکوي او لوي خداي ج ته د دوعا لاس پورته کوي ، چې مرحوم حاجې صاحب ته مغفرت وکړي او جنتونه یې نصیب کړي ، له پاک پروردګار غواړي د اروا ښاد فضیلتونه د هغه د غمزپلې کورنۍ په غړو کیږدي .
انا لله و انا الیه راجعون
عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس