د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

کابل- د ۱۳۹۷ م د زمري ۲۴ مه

د افغانستان د پرمختګ ملي ګوند دارالانشا په غزنې ولایت او د هغې مرکز باندي چې یو وخت د هېواد ویاړلي پلازمینه او د اسلامي تمدن یو سمسور مرکز وو او په دې وروستیو کې د طالبانو تر پردي لاندي ، د پنجابیانو ، چچنیانو ، عربانو د ترهګرو ملیشو او د پاکستان او ایران د کورناستو پوځي افسرانو د هماهنګ شوي بریدونو لاندي راغلو ، دولتې اداري ، سپيڅلي اماکن ، د خلکو کورونه او د کاروبار مرکزونه د اور د لمبو خوراک شو ، په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له حکومت او نړیوالي ټولني غواړي چې د دغو بریدونو او جنایتونو عاملین د جګړي د جرمونو د محکمې میز ته راکش کړي .

په غزنیچیانو چې کوم ناتار تیر شو ، کوم تلفات چې د غزنې خلکو او د افغانستان امنیتې ځواکونو ته پيښ شول ، ‌‌‌‌‌‌ډير درانه او د جدي پوښتنې وړ دي .

د غزنې دبریدونو سره سم په زابل ، بغلان ، میمنې ، کندهار او د هېواد نورو ولایتونو کې هم ورته پلان شوي یرغلونه شوي چې بهرنیو ملیشو ورکې برخه اخستې او مسولیت یي ساده ګان طالبان په غاړه اخلي ، د پاکستان او ایران د استخباراتو هغه ستره توطيه ده چې غواړي د افغانستان د خلکو هغه هڅې شن‌‌‌‌‌‌ډي کړي چې ، د سرترسري سولي او اوربند په موخه پيل شوي .

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا په هېواد کې د جګړي دمخنیوي او سولي ته درسیدو له پاره هڅې چې له هري پتې وي او د افغانانو وینه تویدنه ودروي ، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا اصل په کې خوندي شوی وي منې او هغې ته په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د کار کولو تیاري اعلانوي .

دارالانشا په خواشینۍ دې ریښتیا ته ګوته نیسې چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه دواړه نه دې توانیدلې چې د غزنې په شان د لویو بریدونو د تر سره کېدو مخکې ، د کشفې او امنیتې ارګانونو او ځواکونو د همغږۍ کچه لوړه بوزي او د هغه زیان مخه ونیسې چې د غزنې بې دفاع خلک ، دولتې اداري او د کاروبار مرکزونه ورسره مخامخ شول .

د افغانستان د پرمختګ ملي ګوند دارالانشا د هېواد له وطنپالونکو سیاسي ګوندونو سازمانونو ، مدنې ټولنو او خپلواکو ملي شخصیتونو او په ټوله کې له خلکو غواړي چې په خپلو کې یو موټی شي ، له حکومت او نړیوالي ټولني په کلکه وغواړي چې د پاکستان او ایران په ملاتړ د طالب په پته له افغانستان څخه د ټولو ترهګرو بهرنیو ملیشو د ایستلو او یا محوه کولو عملي لاري چاري ومومې . د غزنې او د افغانستان نورو جګړو زپلو سیمو ته عاجلې مرستې ورسوي او هغوي په سزا ورسوي چې د وظيفوي ناغیړۍ له امله یې غزنیچیان او نور هېوادوال زیانمن شول .

په درناوي

عبدالحی دافگانستان د ملي پرمختگ گوند مشر

محمداقا کوچی شېرزاد
Mohammad Agha

Comments are closed.