ګوندونو مشترکه اعلامیه
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۷م کال د. سلواغې ۱۸ مه
په مسکو کې د طالبانو ، د افغانستان د یو شمیر ګوندونو ، تنظيمونو ، مدني نهادونو د استازو او خپلواکو شخصیتونو د اشتراک په هکله :
موږ د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو ، په مسکو کې د بین الافغاني دیالوګ په نامه د طالبانو او د افغانستان د ځينو ګوندي ، سیاسي ، مدني استازو ، خپلواکو شخصیتونو راټولېدل په ډير ځير وڅارل .
د مسکو د ناستې د رابلونکو موقعیت ، په ناسته کې د طالب استازو او د افغان لوري د ګوندي ، تنظيمي ، مدني ټولنو نمایندګانو او یو شمیر خپلواکو شخصیتونو ترکیب ، په ناسته کې د بیلابیلو څرګندونو او پر هغې د رسنیو د تبصرو څرنګوالی ، په ګوته کوي چې د مسکو راټوله شوي افغاني ټولګه که څه هم د افغانستان دننه او له هغې څخه بهر د افغان هغو مخالفینو یوه ناسته بلل کیږي چې یو شمیر یې د حکومت په وجود کې د حکومت مخالفین او بله برخه یې د حکومت په وړاندي د وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) استازي ګڼل کیږي ، چې په پوره مهارت د افغانستان د مشروع حکومت کنج ته کولو یوه هڅه کوي .
په ناسته کې را ټول شوي کسان یو تعداد شریکې موخې لري :
- ډيری له دغو کسانو غواړي د افغانستان حکومت پرته له طالبانو سره د خپلو ګټو او راتلونکې موقعیت د خوندي کولو په موخه د سولي دیالوګ مخته بوزي .
- ډيری له دوي ښکاري چې د افغانستان د ملي ګټو پر ځاي د ګوندي ، تنظيمي او انفرادي ګټو د تامین په لټه کې سوله سپر کړي .
- د راټولي شوي مجموعي اکثریت نه غواړي د افغانستان اوسنی حکومت له طالبانو سره په خبرو کې د ټولو افغانانو په پته استازیتوب وکړي .
- طالبان او په ناسته کې یو شمیر بلل شوي په مهارت د افغانستان په اساسي قانون له سره داسې غور کول غواړي چې په هغې کې د دموکراتیکو ارزښتونو ځاي هغه تعبېرونه ونیسې چې د اسلام تر پردې لاندي ، خپلو موخو ته د رسېدو روایت ومومي .
- د یوشمیر استازو له خولي خو بیا د منځمهالي حکومت د جوړیدو بوي راځې او په دې تمه دغې ناستې ته تللي که د يو داسې حکومت د جوړیدو له پاره ملاتړ ومومې او خپله د هغې احتمالې برخه وګرځې .
پورتنیو او داسې نورو ټکو ته په کتو ، د دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو د مشرتابه استازي څرګندوي چې د مسکو ناستې افغانستان ته د سولي د راوستلو بشپړه او هر اړخیزه اجندا نه لرله یوازې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو استازو او د حکومت د اپوزیسیون یو شمیر غړو ، خپلې هغه څرګندونې لږې نرمې کړلې چې په تیر کې د افغانستان د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوي وي . مخالفو وسله والو د افغانستان د ملي شورا ، وسله والو ځواکونو او د دولتي اداري د ځينو برخو د بدلون یا بیخې له منځه وړلو دړکې کړي وي . همدارنګه اپوزیسیون د غیر متمرکز نظام رامنځته کولو او د افغانستان د اساسي قانون د تعدیلولو هڅې توندي کړي وي .
د مسکو په ناسته کې مخالفو وسله والو د اساسي قانون د تعدیل تونده لهجه خپله کړه او د اپوزیسیون د یو شمیر غړو له خوا د موقت حکومت وړاندیز هم وشو .
د افغانستان د یو شمیر دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازو ، په څرګند ډول او لفافه کې د مسکو د ناستې د برخه والو وړاندي کړي نظریي په ځير څارلې او تر هر اړخیزي شننې وروسته لاندي مواد اعلاموي :
- موږ د افغانستان د حکومت ، وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) تر منځ د سولي د پيل شوي بهیر هرکلی کوو او د سولي د تامین په موخه د سولي هر حرکت ستایو او په کې اشتراک کوو . خو سوله باید ابرومندانه وي چې د افغانستان استقلال ، ځمکنۍ بشپړتیا ملي حاکمیت او د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راغلي دموکراتیک او افغاني ارزښتونه وساتې .
- سوله باید د افغانستان د حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ وشي چې جګړه بنده شي . موږ ټولې هغه هلي ځلي چې د جګړي هره خوا نظر انداز کیږي او له رول لوبونې څخه اچول کیږي په کلکه ردوو ځکه چې دا ډول چلند د سولي غاړي سره لیري کوي او سوله نه پلې کیږي .
- موږ د امریکا د متحده ایالاتو ، ناټو ، سیمې او نړۍ د اغیزلرنکو هېوادونو څخه په کلکه غواړو چې په خپلو کې د سیالۍ کولو له وجې د افغانستان د سولي بهیر په بیلابیلو کوڅو او دروازو ونه ویشي ، چې دا ډول سوله افغانستان ، سیمې او نړۍ ته له خطر پرته نوره هیڅ ډول ګټه نه شي رسولی .
- په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د خپل نفوذ څخه په استفادي د افغانستان د هغه همسایه ګانو کلک مخنیوی وکړي چې د دې هېواد په جګړو کې مستقیم او غیر مستقیم ښکیل دي او خپلي ګټې پالې ، د خپلې خوښي سوله په افغانانو تپې او د سولي په نامه د جګړي ذهنیت په بیلابیلو بڼو هېواد ته راننه باسې . دا ډول کړنې په سوله باور لږوي .
- یو ځلي بیا د افغانستان حکومت ته یادونه کوو چې د سولي په بهیر کې د خلکو ریښتونې استازي ور شریک کړي ، د سولي په کار کې ځوانان او ښخې شاملي کړي ، د سولي اړوند د هغوي وړاندیزونو ته پاملرنه واړول شي ، تر څو د سولي کار د سیاسي سوداګرو له لاسه وایستل شي .
- د افغانستان د ډموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازي اړتیا ویني چې په سمه لاره د سولي د پيل شوي بهیر له پاره په خپلو کې د یو لړ تشکیلاتي تبلیغاتي همکاریو د زیاتیدو او همغږه کولو له پاره په خپلو کې د هماهنګۍ په یوه میکانیزم سره سلا شي .
د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو له خوا
- د افغانستان د ملي یووالي ګوند
- د افغانستان د ملي ترقۍ ګون
Sent from my iPhone