د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د دارالانشاء اعلاميه

د ۲۰۱۹کال د فبروری ۴ نيته

کابل – افغانستان

د پاکستان اوياکلن مليتاريستی استبداد د خپلو بې شمېره جنايتونو په لړ کې پرون د آزادۍ او انسانی حقوقود لارې يو بل اتل مبارز د پښتون ژغورنې د غورځنګ نامداره او وتلی غړی ابراهیم آرمان لوڼي د خپلو نا ځوانمردانه بريدونو بلهاري کړ .

د اتل آرمان لوڼي شهادت لر او بر افغان ملت د ترور او دهشتګردۍ د پاکستانی مناديانو پرضد را پارولی دی . په خيبر پښتونخوا او د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د اتل شهيد آرمان لوڼي د شهادت او د پاکستان د تروريستی او جنايتکار دولت پرضد اعتراضی غورځنګونه را اوچت شوی دی . د ترور او وحشت پاکستانی سوداګر ناوړه سوچونه کوي چې د دوی تر ستم لاندې ولسونه به د تل د پاره د وژنو ، جنايتونو او بشری ضد کړنو په لړ کې مرئيتوب ته تابع کړي . پاکستانی نظاميګرانو د خپلو دوزخي استخباراتی شبکو او سلګونو تروريستی ډلو په مرسته د پښتون قوم پر ضد په بی ساری بې رحمۍ سره خونړۍ قومی تصفيه ( جنوسايد ) پيل کړی دی .

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند په داسې حال کې چې د پاکستان د وژونکو او وينې چښونکو جنايتکارانو له خوا د اتل شهيد آرمان لوڼي بی رحمانه وژنه په سختو ټکو غندي او يو ځل بيا د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه خپل بی دريغه ملاتړ اعلانوي ، د سيمی او نړي پر حقوقي اوقضايي ارګانونو غږ کوي چې د پښتون قوم له سره د پاکستانی نظاميګرانو ناولي او په وينو لړلی لاسونه ايسته کړي او پاکستانی خونخواره واکمن د بشر د حقوقو څخه د سرغړاوي د نړيوالې محکمې ميز ته راکش کړي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستانی واکمنو د انسانی ضد کردار اصولی او قانونمند غبرګون دی ، د آی-اس-آی د دوزخی سازمان د شيطانی تبليغاتو او ناروا تورونو سره سره ،  د يوه کال په بهير کې د لکونو ځوانانو او پيغلو زړونه او عقلونه تسخير کړل .

 تاريخ د پښتون ولس په  منځ کې د زرګونو څراغ په لاس ځوانانو ، پيغلو ، پوهانو او روڼ آندو د بيداروونکو هڅو او هاند شاهد دی . پښتون ولس د خپل بلال ، د پښتون ژغورنی د غورځنګ د ځوان او زړه وړونکی ( کاريزماتيک ) خو متواضع ، زيرک او زړه ور مشر منظور پښتین غږ ته چمتو او تيار په ليکه ولاړ دی . پاکستانی نظاميګران غواړي د پښتون ولس د آزادی ، استقلال او نېکمرغۍ

لمر د وژنو ، ترور ، ويرې اچونې ، دروغو ، تورونو ، مکر او چل ول په وريځو وپوښي ، خو هغه ورځ ليرې نه ده چې د آرمان لوڼي ، طاهر داوړ ، نقيب مسيد او د آزادی او خپلواکۍ د لارې د نورو اتلانو د سپيڅلو آرمانونو غوټۍ به وغوړيږي . سرلوړی او وياړ به د حماسه جوړوونکو او قربانۍ د لارې د لارويانو او تاريخی بدنامی او رسوايي  به د پاکستاني سړيخورو په ټنډو حک شي .

تل او ځلانده دې وي د اتل آرمان لوڼي د شهادت خاطره!

بريالی دې وي د پښتون ژغورنې غورځنګ !

عبدالحی مالک     د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

Comments are closed.