د افغانستان ملي ترقۍ ګوند د دارالانشا د مبارکۍ پيغام

received_1915333445166354

کابل _ افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۴ مه

د يو شمير همفکره دموکراتيکو وطنپالونکو ګوندونو او سازمانونو د يووالي هوکړي اړوند!

د ډيرې خوشالۍ ځاي دى چې د افغانستان يو شمير سياسي دموکراتيک وطنپالونکې ګوندونه او سازمانونه د يو لړ پرله پسې اړيکو نيولو او خبرو اترو کولو په پايله کې د ګوندي يووالي کولو په هوکړه موافق شول او د واحد ملي دموکرات ګوند جوړولو په لور د يو مقدار لنډمهالو کاري اسنادو په لاسليك کولو بريالي شول. د کورونا وبا د خپريدو او مرګ مير په شرايطو کې دا لاسته راوړنه د يووالي کوونکو خواؤ د استازو زړورتيا، وطنپالنه او د هېواد په کړکيچنو شرايطو کې د احساس لوړه کچه ښيي.

د افغانستان ملي ترقۍ ګوند دارالانشا د اخيستل شوي بريالي ګام له امله د ګوند ټولو غړو او د ګوندي يووالي د هوکړه کوونکو ټولو خواؤ او د هغوئ غړو او د افغانستان خلکو ته د زړه له کومې تودي مبارکۍ وړاندي کوي. هيله څرګندوي چې اوچت شوى ګام د برياليتوب تر وروستۍ پولي تعقيب او کلک شي.

د افغانستان ملي ترقۍ ګوند د جوړيدو له ورځې تر اوسه د ګوندي يووالي او جبهي جوړولو څو بريالۍ تجربې ازمايلي، برياوي يي تر لاسه کړي او د شاته تګ ترخه تجربه يي هم کړي ده. زموږ په نظر د هېواد په پيچلو سياسي پوځي اقتصادي اوسنيو شرايطو کې چې زورواکي، فساد خوښوونکې، مافيا او بهرني لاسوهونکې په يوه ليکه کې د افغانستان د لوړو ګټو په وړاندي ودريدلي، د هېواد خپلواکې، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا ته يي خطرونه راولاړ کړي، د دموکراتيکو وطنپالونکو ګوندونو، سازمانونو، ګروپونو او شخصيتونو تر مينځ يووالى کول زيات اهميت پيداکوي.

زموږ ګوند همدغې اړتېا ته د ځواب وېلو په موخه د يو شمير همفکره هغو ګوندونو، سازمانونو چې د ګوندي يووالي د هوکړي فعالي خواوي دي، په راټوليدو او غونډو کې هدفمنده برخه اخېستې ده. له دې کبله په دې اړوند له خپل کار او په بهېر کې د شاملو ټولو خواؤ کار ته د ارزښت په سترګه ګورو او له هغې رضايت څرګندوو. د دې له پاره چې لاس ته راغلى برى له يوي خوا خوندي شي او له بلې خوا په سالم لوري وده وکړي، د خواؤ د فکري ګډي اډانې لا نور پوخوالي او په تشکيلاتي تبليغاتي ډګرونو کې د ناسالمو سياليو بشپړ مخنيوي ته ا ړتيا لېدل کيږي.

د افغانستان ملي ترقۍ ګوند دارالانشا باور لري، لکه څنګه چې د يووالي هوکړه ممکنه شوه، همدا ډول به د ګوندي يووالي پاته بهير د شاملو خواؤ د برابرو هڅو په برکت بشپړيږي او خلک به له موږ ټولو د يو واحد سراسري ګوند د جوړيدو او تکميل بختور خبر اوري.

موږ تر پايه په کلک تعهد مخته ځو، هر ډول زيار او تيريدنې ته چمتو يو.

د ګوندي يووالي د بريا او واحد ګوند د جوړيدو په هيله!

عبدالحى مالک

 د افغانستان ملي ترقۍ ګوند ريس

 

Comments are closed.