د الحرمین الشریفین خادمین او نرم سیاست

23.10.2018Goldad khan
دوهمه برخه
د سعودي عربستان شتمنۍ:
سعودي عربستان د تېلو غټې او غني زېرمې لري. عربستان د غازو شتون له درکه هم په نړۍ کې پنځمه درجه هېواد ګڼل کیږي. سعودي عربستان یوازې د تېلو صادراتو له درکه، د کال په ملیارډونو ډالر ترلاسه کوي.
سعودي عربستان پر تېلو او غازو برسېره، د مسو، سرو زرو او اوسپنې کانونه هم لري.
د سعودي عربستان دولت که د تېلو، غازو او حجیانو له درکونو څخه لاس ته ورغلي او لاس ورتلونکي پیسې د خپلو خلکو د زده کړو پرچارو، د هغوی د روغتیا او نورو ټولنیزو ښېګڼو پرچارو باندې او د هېواد صنعتي کولو په چارو باندې لګولی وای، اوس به سعودي عربستان د نړۍ لومړی درجه آباد او صنعتي هېواد وای او خلکو به یې لا ډېر خوښ او خوشحاله ژوند درلودلو. سعودي واکمنو په دغو د کال سوونو ملیارډونو ډالرو باندې نه یوازې خپل هېواد د صنعتي دولتونو په لومړي قطار کې درولی شولو، بلکې دوی د نورو اسلامي هېوادونو او د نړۍ د غریبو مسلمانانو لاس نیوی هم کولی شولو. دوی په نورو اسلامي هېوادونو او اسلامي ټولنو کې ښوونځي او پوهنتونه جوړولی شول. دوی د مسلمانانو په سیمو کې د خیر او ښېګڼو مؤسسې جوړولی او چلولی شولې. د دې پرځای چې سعودي دولت، د امریکا په بانکونو کې خپلې پیسې بې ګټې ساتي او د امریکا بانکداران د دوی هغه مفتې پیسې په ګټو اچوي، بهتره به دا وای چې د سعودي دولت هغه پیسې اسلامي دولتونو ته په وړ شرایطو باندې، په قرضونو ورکولی او اسلامي دولتونو به په هغو پیسو باندې، د خپلو هېوادونو د پرمختګ پروژې مخته وړلی. د دغسو چارو سرته کولو په پیلو کې به له یوې څخه، د سعودي عربستان هېواد لا بډای کیدلی او له بلې خوا څخه به، اسلامي دولتونو هم پرمختګونه کولی. له دغو ډولونو چارو څخه به د سعودیانو بله ستره ګټه دا وه چې دوی به د اسلامي دولتونو او د نړۍ د ټولو مسلمانانو زړونه خپل کړي وای. د الحرمین الشریفین خادمینو له خوا څخه، د اسلامي نړۍ خلکو زړونو خپلو سره، د سعودي دولت لا ډېر پیاوړی، غښتلی او قوتمند کیدلو او د نړۍ هېڅ قوت ګوتڅنډنې نشولې ورته کولی.
که د سعودی دولت نرم سیاست چلولی وای او د سوونو میلیاردونو ډالرو وسلو اخیستلو پرځای باندې یې، د نړۍ له غریبو خلکو او په تېره د اسلامي نړۍ له غریبو خلکو سره مرستې کړي وای، دغه دولت د کوم په خاورې کې چې د مسلمانې نړۍ، تر ټولو مقدس ځایونه پراته دي، له نن څخه په لسګونو ځله زیات پیاوړی او غښتلی وای. که د سعودي عربستان دولت په سم او بشپړ ډول د مظلومو فلسظینیانو لاس نوی کړی وای، د ترامپ دولت به یوروسلیم د اسرائیلو نه وای بللی او هلته به یې خپل سفارت نه وای وروړی. سعودي دولت کولی شول، هغه کومې مرستې چې پرفلسطینیانو باندې امریکایانو باندې بندې کړلی، ځای یې دوی ډک کړی وای او دوی فلسطینیانو ته پرخپلو پخوانیو مرستو باندې، هغومرې پیسې څومرې چې امریکایانو کمې کړلې، ورزیاتې کړي وای.
د سعودي عربستان ګاونډ یمن هېواد په اقتصادي لحاظ غریب دی. که د سعودي دولت د خپل دغې ګاونډي هېواد سره، د دې پرځای چې په رکټونو باندې یې وولي او درنه بمونه پرې وغورځوي، د یمنیانو ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان ووژني او هغوی له ډول ډول رنځونو او لوږو سره مخ کړي، له هغوی سره اقتصادي مرستې کولی، د یمن خلک به د دوی د احسان لاندې وای او د دوی هرې غوښتنې ته به یې غاړې اېښودلی. یمنیانو به لکه همدا د اوسني وخت خپلمنځي ستونزو او جنجالونو پرمهال باندې، د سعودي دولت ته رجوع کولی، د دوی منځګړیتوب ته به یې غاړې کېښودلی او د دوی پرېکړې او فیصلې به یې منلی او عملي کولی. د سعودی دولت دنده دا وه چې د یمنیانو ستونزو په حل کې یې منځګړیتوب کړی وای او مخالفې ډلې یې روغې او جوړې ته سره رسولی وای، نه دا چې د یوې ډلې په ملاتړ، بله ډله د بمبارویو لاندې راولي.
که د سعودي عربستان دولت د دې پرځای چې د یمن ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان ووژني او د یمن خلک له ډول ډول رنځونو او لوږو سره مخ کړي، هغوی ته مالي مرستې ورکړي وای، دوی به نه یوازې د یمن خلکو زړونوته، بلکې د ټولې نړۍ مسلمانانو زړونو ته لا سترې لارې پرانیستلي وای.
د یو داسې دولت له واکمن سره، چې هغه د الحرمین الشریفین خادم او ساتونکی واوسي، پر کومو چا باندې د زور لاس پورته کول او د درنو او حتا سپکو وسلو کارول نه ښائي.

که څه هم چې د سعودي عربستان او واتیکان دولتونه یو شانتې دولتونه نه دي. خو په ځینو برخو او په خاصه توګه، د دیني خدماتي برخو کې نیږدېوالی سره لري. ځکه د سعودي عربستان واکمن ځانونه د الحرمین الشریفین خادمین بولي او د واتیکان دولت مشران هم ځانونه د خپلو هم مذهبو عیسويانو لارښودان او د همعقیده خلکو خذمتګاران ګڼي. نو له دې کبله چې دغه دواړه دولتونه یو څه نا څه سره پرتلې کړل شي، لوستونکوته لاندې د واتیکان دولت هم لنډ غوندې ورپېژنم.

Comments are closed.