د اوربند او تاؤتريخوالی د کمښت په هکله

 

جيلک اندازان

حکيم روان

له خړ ليست نه تور ليست ته د پاکستان د شامليدو احتمال ، د پاکستان د داخلی کړکېچ ورځنۍ ودې او پيچلتيا ، پر پنجابی واکمنانو رنګارنګ داخلی او خارجی فشارونو د طالبانو تانګی سست کړل او د سختدريځيو يخونه يې ور مات کړل . اوس طالبانو د افغان حکومت د ړنګيدو خيالونه پرايښې دي ، د وسله وال ځواک د تس نس کيدو خامی هيلې يې هيرې کړی دي ، د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو له ردولو ډډه کوي ، په ډاګه د اسلامی امارت بيا را منځته کيدل محال بولی ، حتی د امريکايي ځواکونو د محدود حضور په اړه خبرې آترې کوي . د مجاهدينو په شان طالبان هم په خپلو منځو کې د مليونونو امريکايي ډالرو د وېش په درشل کې دي او هر څه د بدلون په حال کې ښکاري .

ځينې بې ضميره او بې شرمه ځان غوښتونکی، افغان ولسمشر تومتی کوي چې د آی-اس-آی او طالبانو له خوا د تاؤتريخوالی د کميدو د شيطانی طرحې پر وړاندې د اوربند متبادله طرحه وړاندې کوي او د ډاکتر غنی د اوربند طرحه د سولې په وړاندې پلمه بولي . دوی دا اصل هېروي چې د هر کار د پاره ټاکلی چاپيريال اړين دی . د سولې د مذاکراتو د پاره اوربند يو منل شوی اصل دی . تر هغو چې توپک غږ کوي ، د توپک او جنګ ضد ، د سولې او امن غږونه نه اوريدل کيږي د دې د پاره چې د سولې غږ واريدل شی ، بايد د توپک خوله بنده شي . دا د ډاکتر غنی خبره ده ، بی له شکه انسانی خبره ده او د ولس د زړه خبره ده . داسې فکر وکړئ چې طالبانو ځانمرګی بريد وکړ او په يوه جومات يا شفاخانه کې يې د وينو حمام جوړ کړ ، آيا دا خبر به د سولې د مذاکراتو پر ميز د سولې خبرې جنجالی نه کړي ؟ يا حکومتی ځواکونو د طالبانو په کوم مرکز چاپه ووهله او زيات شمېر طالبانو ته يې مرګ او ژوبله واړوله ، آيا دا به د سولې ميز ته پر ناستو طالبانو آغيز ونه کړي ؟ اوربند د متقابل باور د زياتيدو او سولې ته د مساعد چاپيريال سره مرسته کوي .

د ولسمشر په شرمو شرميدلی مخالفين ، دا د واک او د خلکو د بدمرغۍ په بيه د مليونی پانګو خاوندان او مصنوعی « رهبران » د دې پر ځای چې پر طالبانو غږ وکړي چې تاسو د جنګ د ادامې د پاره د تاؤتريخوالی کمښت يوه پلمه جوړوئ او د سولې د رښتينی نيت او عزم د پاره بايد لومړی اوربند وکړئ ، راځي د خپلو عقدو د تسکين او طالبانو د خوشالولو د پاره پر ولسمشر غنی ناځوانمردانه بريدونه کوي . د ولسمشر دښمنان نه يواځې د سولې له پاره انديښنې نه لري ، بلکې پخپله د جنګ عاملين هم دي .

څوک وو چې هر پښتون ، هر لونګی والا او ږيرې لرونکی ته به يې د طالبانو خطاب کاوه او د خارجيانو له نابلدتيا او باور څخه يې په سوء استفادې سره پر بی ګناه خلکو بريدونه کول ، د خلکو کورونه او ځمکې يې غصبولې او په زرګونو کورنۍ يې په شمال کې له خپلو کورونو جبرا مهاجرتونو ته اړې کړې او خلک مجبور شول ، څو د ځان د دفاع د پاره د طالبانو سره يو ځای شی ؟

چا په هېواد کې د نورمال او عادی ژوند د پاره د طالب مشرانو په  وارو وارو مراجعې رد کړې او چا غوښتل چې د ماجراجو جورج بوش په شان د طالبانو غاړو ته د بندګۍ زنځيرونه ور واچوي ؟ او چا طالبان د آی-اس-آی بندګی ته اړ کړل ؟

نن څنګه دا ښاغلی د چور او چپاول اتلان غواړي ، ځانونه د سولې اتلان کړي؟ د دشت ليلي د بوږنوونکو جنايتونو عاملين نن د سولې او امن د راوستو تيږې په سينو ماتوي . العجب ! دوی فکر کوي چې خلک دوی نه پيژني ، خو خطا وزي . خلک د دوی د ټولو پټو غلاؤو خبر دی ، بربنډ جنايات خو يې خود نه پټيږي .

دې بې شرمو ته په کار ده چې د سولې مسألې پرېږدی ، دوی بايد هغه محاکمې ته ځواب ووايي چې د اتلس کلن جنګ د قربانيانو يتيمان ، کونډې او بورې ميندې يې دايرول غواړي .

–  دوکتور غنی سولې ته د رسيدو د پاره لومړنۍ اوربند اعلان کړ، چې عملی شو ، په خواشينۍ سره چې د دوکتور غنی د اوربند د غزيدو وړانديز د جنګ غوښتونکو طالبانو له خوا ونه منل شو .

–  دوکتور غنی په افغانستان ، اندونيزيا او جده کې د اسلامی علماؤ کنفرانسونه د افغان جګړې په هکله د دې د پاره داير کړل چې د طالبانو د سپيڅلی جهاد دروغجنه او اسلام دښمنه ادعا د اسلامی نړئ او اسلام له نظره وننګوي .

–  دوکتور غنی د سولې د پاره د کابل پروسه جاری کړه او د نړيوالې اجماع د تشکيل په خاطر يې په دې پروسه کې د نړئ د ډيرو هيوادونو استازی راوبلل . هغه وخت ځينو د ټولو اخلاقی نورمونو خلاف د کابل پروسې ته جيلک واچول .

ـ  د سولې په موخه يې د مصالحې کميسيون ايجاد کړ ……… په لسګونو ورته هلو ځلو ته جيلک اندازانو جيلک واچول . خو بيا هم دوکتور غنی د سولې ضد او جيلک اندازان ځانونه د سولې ټيکه داران بولي . دې ته وايي لنډغری انصاف !

–  دوکتور غنی او افغان ولس ښه پوهيږي چې جهادی غوبل افغان ولس يووالی او واحد غږ ته نه پرېږدي ، ځکه يې د ټول افغانستان څخه د سولې په اړه يوې پراخې مشورتی لويې جرګې ته د خلکو انتخابی استازی راوغوښتل ، څو د سولې د سترې چارې له پاره يوه ملی اجماع تشکيل او افغان حکومت ته د سولی په موخه د لارې نقشه په لاس ورکړي . د افغان ولس او د سولې مشورتی لويې جرګې له خوا افغان حکومت ته ورکړل شوي نقشه د ملی اجماع ښکارندوی او يوه ارزښتناکه ملی وثيقه بلل کيږي . د سولې له پاره د مشورتی لويې جرګې په کار کې د ځان غوښتونکو تش په نوم «رهبرانو» نه ګډون د سولې په اړه د هغوی بی پروايي د لمر په شان په ډاګه کړه . غله مليونران زمونږ د خلکو د را پاڅيدو او اعتلاء هرې هڅې ته جيلک ور آچوي .

جهادی چورګرو افغانستان او مظلوم افغان ولس برمته ( ګروګان ) کړی دی . دوی افغان حکومت نه پريږدی ، څو په ساړو ماغزو ، عقل او تدبير سره د خلکو څلوېښت کلنې غميزې ته د پای ټکی کيږدي او د سولې په هکله د ولسونو سپيڅلی هيله د خلکو د رښتينی ، پرلپسې امن او د هيواد د ټول اړخيزې ودې په لور کې عملی کړي .

له نېکه مرغه نن حتی د طالبانو خواخوږي او د افغان حکومت دښمنان هم په دې امر اعتراف کوي چې د افغان حکومت نه غير د طالبانو سره د تيت او پرکو، او بی هويته ادرسونو اړيکي، چاپلوسۍ او ليدنې کتنې د سولې پر چاره هېڅ ډول آغيز نه شی لرلای . هره شيبه د افغان سولې د تأمين په لاره کې د افغان حکومت د رول او ځانګړي رسالت مبرميت په اثبات رسوي .

د افغان حکومت ملی دنده جوړيږي چې د سولې او جنګ په مسألو کې د افغان په وينو لړلی ملت استازيتوب وکړي . همدا رنګه حکومت بايد د سولې د مشورتی لويې جرګې د لارې نقشې مطابق او د دوکتور غنی د سولې د هر اړخيزې طرحې په رڼا کې د سولې د تأمين په لار کې بريمن ګامونه واخلی او د هر سپي غپا ته د سولې کاروان تم نه کړي .

 

Comments are closed.