د بالــفــور د اعلاميي 100 کاله او په منـځـني خـتـيځ کي د يـهـودو د دولت تأسـيـس :

ليکونکې امير محمد گران :
100 کاله مخکي د نوامبر د مياشتي په دويمه نيټه 1917 زيږديز کال د انګريزي ښکيلاک د خارجه چارو وزير جـيـمز ارتـور بالـفـور James Arthur Balfour د اسرائيلو د دولت د جوړيدو ، 8 جملي مکتوب وليکه او اعلاميه تصويب شوه چي له مخي ئي تر اوس مهاله په مـنـځـني ختيـځ کي جـګـړي ، سياسي بي ثباتي او قتل عام دوام لري .
د ډلـه ايزو رسنيو د رپوټونو په حواله ارتوربالفور په شدت سره د يــهـودو مخالف وو او هغه وخت چي په 1902 م کال
د انگلستان صدراعظم وو ، د خپل صلاحيت او اتوريتي په کارولو سره ئي د خارجيانو ضد قانون تصويب کړ چي له
مخي ئي هغه يهودان چي د شرقي اروپا په هيوادونو کي شکنجه ، ازار او اذيت کيږي انگلستان ته د داخـيـليدو اجازه نه لري ولي په 1903 کي د صدراعظم په حيث د بالفور وظيفوي صلاحيت وځنډول سو ، مګر د نړيوالي عمومي جګړي ( 1918-1914 ) په لسيزه کي يو ځل بيا د لـوئيد جيورج په جنګي کابينه 1919-1916 کي
د خارجه چارو د وزير په توګه وګمارل شو او د وظيفوي صلاحيت له مخي ئي په 02 د نوامبر 1917 زيږديز کال په
برتانيا کي د يـهـودو د ټولني يوه مشر او بانکوال لـيونل والـتر راتـشـيلد ( Lionel Walter Rathschild ) ته يو لنډ
اتــه جمله ئي مکتوب وليکه چي تــاريخ ئي د بالــفور د اعلاميي Balfour Declaration په نوم پيـژنـي ، اعلاميه په دغو الفاظو پيل کيږي ( د اعلحضرت حکومت له دي نظر سره موافقت لري چي په فلسـطين کي د يهودانو لپاره –
“ملي کــور”جوړ شي ، برتانيا به ددغه هـدف د حاصلولو او برياليتوب لپاره خپل ټول صلاحيت او امکانات په کار واچوي ) ، سږکال په لندن کي د بالفور د معاهدي د تجليل په مناسبت جشن نيول شوي وو ، د فلسطين د مـؤقتو تشکيلاتو رئيس محمود عباس د بالفور د اعلاميي د جشن په اړوند د انګلستان د گـاردين په اخبار کي وليکل چي :
( په داسي شرايطو کي چي په ميليونو فلسطينيان د نړۍ په ګوټ گوټ او اقصي کي اواره او په ډيرو ظالمانه شرايطو کي د اپارتايد نظام تر سيوري لاندي ژوند کوي ، د قدس ميشتو په ضد ظالمانه سياستونه عملي کيږي ترڅو هغوي په جبر او ظلم له ښار څخه شړلو ته مجبور کړي او هم د غـزي تراړه محاصره او د فلسطين خلکو ته ئي يو زندان جوړ کړي او ښار د بشـپـړي ويجاړۍ په حال کي ده ، په داسي غيرانساني مسلطو شرايطو کي ، بالفور اعلاميه هغه پيـښه يا برخليک نه ده چي هــيـره او جشن ئي ونيول سي ، محمودعباس زياتوي چي د يهودو لپاره د
ځانګړي هيواد د تشکيل طرح هغه پلان ده چي تطبيق ئي د نورو خلکو په تاوان او نابودۍ تمامه شوه ، زموږ خلکو خپل هيواد له لاسه ورکړ او له دايمي ظلم او وحشت سره مخامخ دي بايد وويل شي چي د دغو حوادثو او ځورونو ډير مسـؤليت انګريزي واکمنو کړيو ته مـتـوجه دي ، د بالـفور معاهده نوره له تاريخ سره تـړلي او په هغي کي تغير
نه شي راتلاي ولي دا امکان لري چي اصلاح سي او دا کار د زړه ورتيا تر څنګ په خپلو اشتباهاتو اعتراف او مـؤثر عملي ګامونه اخيستل په کار دي ، د ملګروملتو په سازمان کي 274 استاذو د فلسطين د دولت د رسميت پيږندلو لپاره رائي ورکړي دي او په زرهــاووکسانو ، غيردولتي سازمانونو او بنسټونو د لاريونونو ، مظاهرو اوعريضو په ترڅ کي د برتانيا له ذيدخله کړيو او حکومت څخه په کلکه غوښتي چي د بالفور د اعلاميي له امله دي عفو وغواړي او د فلسطين د خلکو له حقوقو څخه دي غوڅ ملاتړ اعلان کړي ، په تيره پيړۍ کي په فلسطينيانو غيرانساني ظلمونه وشول او خلک له مشکلاتو او دربدريو سره مخامخ سول ولي د جګړو او کړاوونو سره سره باثباته پاتي شول ، د دوو هيوادو د جوړيدو د طرحي موافقه چي د فلسطين خلکو ئي د 30 کلونو په موده کي ملاتړ کړي وو د عملي کولو چاري ئي ورو ورو ناشوني کيږي ، اسرائيل او دوستان ئي بايد درک کړي چي د دوو هيوادو د تشکيل د حل مکانيزم د نابودۍ په حال کي ده خو ددي مشکلاتو سره سره به د فلسطين خلک په همدغه حالت او مـؤقف پاتي سي ، موږ به د خپلي ازادۍ د ګټلو لپاره خپلو مبارزو ته ادامه ورکړو او د دوو هيوادو د تأسيس او د فلسطين په تاريخي خاوره کي هرچا ته د برابرو او مساوي حقوقو د بيا رغوني لپاره خپلو هـــڅــو ته دوام ورکړو ، په منځني ختيځ کي د فلسطينيانو د روا حقوقو د تامين او د بحران د عادلانه حل په لاره کي برتانيا ، امريکا او نور دولتونه بايد صادقانه مرسته وکړي ، همدارنګه د فلسطين په خاوره کي د نړيوال قانون او ميثاقونو د پريکړو خصوصآ د ملګروملتو د امنيت د شورا د 2334 قطعنامي پر بنسټ د اسرائيلو اشغال ته خاتمه ورکړه شي او د فلسطين هيواد د 1947 سرحــد له مخي په رسميت وپيژندل شي چي شرقي قدس ئي پلازميـنه وي ، دا په منځني ختيځ کي د فلسطينيانو ، يهودانو او نورو په ګټه يواځني د حل دوامـداره مکانيزم ده )
همدارنکه د انگلستان د ټــايم اخبار رپوټ ورکړي چي د صدراعظمي تيريزا مي ، لخوا د بالفور د سلمي کاليزي په مناسبت د جشن او ضيافت ترتيبات نيول شوي ول ، د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتانياهو د برتانيا د اپوزيسيون کارگر ګوند مشر جـرمي کوربين ته هم بلنه ورکړل شوي وه ، جـرمي کوربين چي د فلسطين د داعيي او د دوو دولتونو د تشکيل له ملاتړ کوونکو څخه شميرل کيږي په يوه اعلاميه کي د “بالفور ماښام” رد او ګډون ئي نه دي کړي چي د اسرائيلو د قهر او غصي سبب ګرځيدلي ، د يادولو وړ ده چي د نوامبر 1917 د بالفور د اعلاميي ، لارنقشي او عملي کولو له ميکانيزم څخه په هغه وخت کي د امريکا جمهور رئيس ويلسن او د فرانسي حکومت ملاتړ کړي وو .
اخـځـليکونه : د دي مقالي د ليکلو لپاره د ډان ، نيشن ، هندو اخبارونه او نوري ويب پاڼي کتل سوي .

Amir Grans foto.
GillaVisa fler reaktioner

Comments are closed.