د بـــلــوچــســتــان د ازادۍ او بــشـري حقونو د مبارزينو سره د پــيــوســـــــتون ســـيــمــيــنار او مظاهره :

د بـــلــوچــســتــان د ازادۍ او بــشـري حقونو د مبارزينو سره د پــيــوســـــــتون ســـيــمــيــنار او مظاهره :
لــيــکـنـه : اميرګران
نــيـــټـــه : ۲۵ او ۲۶ اګـسـت ، ۲۰۱۹ م
د جرمني د فرانکفورت په ښار کي په ۲۵ د اګست ، د بلوچ ريپبليکن پارټي لخوا د ۸۰ کلن سپين ږيري مشر نواب اکبربګتي د شهادت د ۱۳تلين په مناسبت سيمينار ترتيب شوي وو ، چي د ګڼ شمير بلوڅانو ، پښتنو ، سينديانو ترڅنګ ماته هم بلنه راکړه شوي وه ، په سيمينار کي د بلوچ مبارزينو او بشري حقونو د فعالينو د ويناوو په جريان کي د انترنيتي اړيکي په مرسته له هند ، پاکستان ، فرانسي او سويس له هيوادو څخه هم ځينو سياسي او حقوقي فعالينو په بلوچستان کي د پاکستان د پوځي او د دوي د ډيت سکواد مليشو او مختلفو ډلګيو په اړوند ګټوري ويناوي وکړي ، ماته هم د ويناکولو دعوت راکړه شو چي لاندي ورته اشاره کيږي ، ديادولو وړ ده چي خبري په انګريزي او اردو ژبه کيدلي :
عزيزانو بلوڅو وروڼو او محترمو ميلمنو ، خوښحاله يم چي زه هم د بلوڅو د دروند او سپين ږيري رهبر نواب اکبربګتي د شهادت د ۱۳تلين د سيمينار ګډون کوونکي او وينا وال يم ، اجازه راکړئ د بلوڅانو د ازادي بخښونکي مبارزو ، قربانيو او اتلوليو په اړوند خپله وينا په لاندي ډول واوروم ،
تــاريخي شاليد Historical Background :
بلوچستان د تاريخ په اوږدو کي هميشه د بهرني او کورني ښکيلاکګرو او استثماري ځواکونو د پاملرني وړ ګرځيدلي دغه سيمه د خپلو طبيعي زيرمو ، معدنياتو ، سمندري بندرونو له کبله د استعماري ځواکونو د مداخلو مرکز او د توجه وړ وه او اوس هم دي ، هغه مهال چي سکندراعظم په ايران باندي د واکمنۍ چلولو په نيت د مکراڼ په ساحلي سيمو لکه ګــوادر ، پــسـني او اورمــړه په بندرونو حمله وکړه د بــلــوچو قبيلي چي په دغو بندرونو کي ميښت ول ، خوله ماتوونکي ځواب ورکړ ، په ۱۶ ميلادي پيړۍ کي هم پرتگاليانو د بلوچستان د ساحلي او بندري سيمو د لاندي کولو خوبونه ليدل او پرله پسي جګړه ايز عمليات ئي کول چي په مقابل کي بلوچ قبايلو د ميرحمل خان بلوچ په مشرۍ هغوي ته سخته ماتي ورکړه او پرتگاليان په تيښته سيند ته وکوچيدل ،
په ۱۹م پيړۍ کي انګريزانو د Forward Policy فارورډ يا مخ ته تګ پاليسي په چوکاټ کي د بلوچستان په سمندري بندرونو او معدني زيرمو د تسلط په موخه په بلوچستان حمله وکړه او دا سيمي ئي ونيولي د انګريزي ښکيلاک او تسلط په ضد د خان اف قلات او ميرګهرام خان بلوچ په مشري د دغي سيمي ټول خلک په زړه ورتيا وجنګيدل او سرښندني ئي وکړي په پاي کي جګړه د بولان غرونو ته ورسيده ، ولي د انګريزي استعمار د دسيسو او سازشونو په نتيجه کي د بلوچستان يوه لويه سيمه ئي په ايران پوري وتړله ، د دويمي نړيوالي جګړي وروسته د انګريزانو د ډوبيدونکي امپراتورۍ لپاره دا ناشوني وه چي دوي دي خپلو استعماري پاليسيو ته په دغه سيمه کي دوام ورکړي او ياپه خپلو مستعمرو حکومت وکړي ، له ځکه د مجبوريت له مخي او د افغانانو او د هند د نيمي وچي د خلکو د ښکيلاک ضد مبارزو ، سرښندنو او اتلوليو په نتيجه کي ئي په ۱۱ د اګست ۱۹۴۷م لومړي بلوچستان ته ازادي ورکړه او وروسته ئي په ۱۴ د اګست ۱۹۴۷م کال د مذهبي ايديولوژۍ په اساس په مصنوعي توګه پاکستان جوړ کړ او هم په ۱۵د اګست ۱۹۴۷م هند هم ازادي ته ورسيد .
نورمحمد جمالي د بلوڅو يو هيوادپال ژورناليست د Readers Digest په مجله کي د ” آيا بلوچستان به يو بل مشرقي پاکستان شي ؟ ” ترعنوان لاندي ليکلي : څرنګه چي د هند د نيمي وچي له ويـــش څخه مخکي بلوچستان يو ځانګړي رياست وو له دي کبله برتانوي ښکيلاک د بلوچستان د خپلواکۍ اعلان د هند او پاکستان د ازادۍ له اعلان سره یوځاي نه کړ او بلوڅانو ته ئي دا واک او اختيار ورکړ چي يا ازاد او خودمختار ايالت پاتي شي او يا که وغواړي له پاکستان سره يو ځاي شي ، په بلوچستان کي ميراحمديارخان چي خان اف قلات وو د بلوچستان ايالت په ۲۷ د مارچ ۱۹۴۸م کال له پاکستان سره د يوي معاهدي له مخي ، چي په هغي کي دا ذکر ول چي بلوچستان به يوخپل اختياره ( خودمختاره ) رياست پاته کيږي ، ملحق کړ ، همدارنګه په معاهده کي دا هم تشريح شوي چي د پاکستان مرکزي حکومت به په بلوجستان کي يواځي په Revenue ياني په عايداتو به د مالياتو اداره کنټرول لري چي د نوموړي معاهدي څخه د پاکستان فدرالي حکومت تر دا نـــن پوري سرغړونه کوي ، د دغو بي عدالتيو او پوځي مداخلو په وړاندي د بلوچستان او پښتونخوا خلک مجبوريږي چي د پاکستان د مرکزي حکومت ، پوځ او استخباراتي شبکو په ضد راپورته شي او په وسله والو مبارزو لاس پوري او هم د خپلو طبيعي حقوقو د اعادي لپاره پاڅون وکړي
د پاکستان ديکتاتور پوځ د حالاتو او امنيتي وضعي د کنټرول په بهانه په ۱۹۴۸م کال په بلوچستان کي پوځي عمليات او مداخلت وکړ چي د بلوچستان امنيتي وضعيت ئي نور هم کړکيچن او پيچلي کړ ، د ولس کــرکه او نفرت ئي د پوځي او ملکي استبلشمنټ ( حاکمي طبقي ) په ضد راوپاراوو ، بيا په ۱۹۵۸م کال د ( په خپل سرفيلډمارشال
ايوب خان او بريدجنرال سکندرميرزا په واکمنۍ کي د دويم ځل لپاره په بلوچستان کي پوځي عمليات وشول او په بلوچو او پښتنو ئي سخت او غيرانساني ظلمونه وکړل ،
د يادولو وړ ده چي په بلوچستان کي د پوځ او استخباراتي ايجنسيو ، مليشو او د پوځ پراکسي ” ډيت سکواد ” لخوا تر دا مهال پنځه نظامي عمليات ياني په ( ۱۹۴۸ ، ۱۹۵۸ ، ۱۹۷۳ ، ۲۰۰۵ ) ميلادي کلونو کي په بي رحمانه توګه سر ته رسيدلي او پنځم نظامي عمليات تر دا مهاله دوام لري ، د پاکستان د پوځيانو ، استخباراتي شبکو ، مليشو لکه فرنټيرکانسټبلري  F.C ، سکاوټس او د د نظاميانو مذهبي ډلګۍ ( ډيت سکواد ) د عملياتو ، مداخلو ظلمونو او غيرانساني حالت په وړاندي د بلوچستان د خلکو مبارزي هم په زړه ورتوب او دوام داره توګه دوام لري ،
بايد زياته شي چي د ظلم ، ځورني او غيرانساني حالت په ضد حتي يو ۹۰کلن نواب ، بابو نوروزخان زرکزي زهري هم د مزاحمت لپاره راپورته شو او په قرآن ئي لاس کيښود او وئي ويل چي تر آخري سلګۍ به جنګيږي اوهم نظامي ديکتاتورانو ته ئي د کړکيچ د سوله ايز حل وړانديز د جرګي له لياري وکړ ولي پوځي او استخباراتي کړۍ په خپلو ژمنو ونه دريدل او په حيدراباد کي ئي لومړي د نواب نوروزخان د سترګو وړاندي د هغه ۷ زامن شکنجه او مړه کړل وروسته ئي پخپله نواب وواژه ، په اګست ، ۱۹۷۳م کال د ذوالفقارعلي بوټو د صدراعظمي په مهال د بلوچستان د روا او عادلانه مبارزو د ټـــکولو په پلمه ، بلوچان د خاين او غدار په نامه اعلان کړل او بيا ئي ډير ظالمانه نظامي عمليات وکړل چي په دغه عملياتو کي د لومړي ځل لپاره ايراني هيليکوپترونه ، جنګي طياري او ايراني پيلوټان استعمال سول چي د دغو ظالمانه عملياتو په نتيجه کي ډير خلک غرونو ته وختل او د بلوچستان امنيتي وضعه نوره هم لانجمنه او کړکيچنه شوه ،
همدارنګه په ۲۰۰۵م کال د ديرۂ بګتي د سوئي سدرن په سيمه کي د يوي ډاکتري چي شازيه نوميده او رسمي وظيفه ئي درلوده بي عزتي وشوه ، دغه غيراخلاقي عمل بلوچان په تيره بيا د بګتي قوم سخت په قهر او غصه کړل او د دولتي چارواکو ، مليشو ، او استخبارتي کړيو په ضد ئي قهراميزه او له غصي ډک غبرګون څرګند کړ ، د امنيتي ايجنسيو او لاريون کوونکو ترمنځ کړکيچ پراخ او د وسله والو نښتو تر پولي ورسيد ، امنيتي حالت دومره ترينګلي او وضعه کړکيچنه شوه چي نواب اکبربګتي د بلوڅانو ۸۰ کلن سپين ږيري چي ۶۰۰۰ خلک ورسره ول غرونو ته وختل ،
دغه ترينګلي وضعيت په اسلام اباد کي د پاکستان ديکتاتور جنرال پرويز مشرف او حاکم اشرافيت سخت وارخطا کړل او په بلوچستان کي ئي يو ځل بيا د پوځي عملياتو ( Military Action  ) لارښوونه وکړه ، په دغو عملياتو کي د پلي ، توپچي ، ځواکونو چي په ثقيله وسلو او وسايطو مجهز ول برخه واخيسته چي هوائي قواوو ئي هم ملاتړ کاوه
د عملياتو په پايله کي ګڼ شمير بي ګناه خلک د ۸۰ کلن نواب اکبر بګتي په ګډون چي په غرونو او غارونو کي ول مړه کړل چي وروسته په ۲۰۰۶م کي په ۲۶ د اګست د دوي مړي د دوي قوم ته وسپارل ،
د پاکستان د پوځيانو دا ډول ظالمانه او غيرانساني عمل بلوچ مبارزين او ولس نورهم په قهر او ولمسول او د ازادۍ
غوښتني احساسات او هوډ ئي لاپسي اوچت او پياوړي شو ،
د يادوني وړ ده چي وروسته له سيمينار څخه چي په ۲۵ د اګست ترتيب شوي وو ، په ۲۶ د اګست هم بلوچ مبارزينو او د بشري حقونو مدافعينو ، په داسي حال کي چي زما په ګډون ګڼ شمير پښتنو/ افغانانو ، د پ ټ ام غړو او سينديانو هم ورسره برخه اخيستي وه ، په فرانکفورت کي د پاکستان د قونسلګرۍ ترمخ لاريون وکړ او دپاکستان د نظامي واکمنو او استخباراتي شبکو په ضد ئي شعارونه ورکول ، قونسلګرۍ هم د حاکم اشرافيت په دستور يو تعداد ايجنټان د قونسلګرۍ په محوطه کي را ټول کړي ول او هغوي به د اخلال په منظور د بلوچ مبارزينو او د پښتون تحفظ موومنټ په ضد شعارونه ورکول

Comments are closed.