د تروريسم د سپيناوی لابيګران

حکيم روان

د حيرانتيا وړ خبره خو داده چې تروريسم خپل قربانيان نه يواځې قربانی کوي ، بلکې د خپلو جنايتونو د توجيه له پاره هغوی ملامتوي هم .

پاکستان د تروريسم مور ده ، تروريسم روزي ، تروريسم صادروي ، تروريسم د خپلو موخو له پاره کاروي .

آيا د پاکستان د خيبر پښتونخوا په بالاکوټ د هند بريد ، چيرې چې د جيش محمد د تروريستی ډلې د روزنې او بريدونو چارې تر سره کيدې ، کومه ناڅاپي پېښه وه ؟  ولې پاکستان د هند په کشمير کې د بريد پړه د کوم مسؤليت چې د جيش محمد ډلې په غاړه واخيست نه منله ؟  دوی په پاکستان کې د جيش محمد د ډلې له موجوديت نه داسی انکار وکړ لکه په کالونو ، کالونو يې چې په پاکستان کې د آی-اس-آی تر حمايت لاندې د اسامه بن لادن له موجوديت انکار کاوه . خو د هند د بريد او پرلپسې ګواښونو وروسته يې په پاکستان کې د جيش محمد ډلی د مشر مسعود اظهر ، زوی او ورور ونيول ؟ او په دې توګه پاکستان خپل درواغ په خپله رسوا کړل .

پاکستان ته د عربستان د شهزاده محمد بن سلمان د سفر په موکه آی-اس-آی د سعودی شهزاده د پاملرنې په خاطر د هغه د زړه تحفه برابره کړه ، آی-اس-آی پر ايران د سعودي عربستان پر حريف تروريستی بريد تنظيم کړ او طالبان يې د امريکا د خوشالۍ له پاره د مذاکراتو ميز ته کښېنول . په بدل کې يې د سعودی شهزاده د ۲۱ ملياردو ډالرو مرسته تر لاسه کړه .

تروريسم د پاکستان د پاره يوه سرشاره او پې پايه عايداتي سرچينه ده . تر ننه پاکستان له امريکا او لويديزوالو په دې نوم مرستې تر لاسه کوي چې په پاکستان کې ګنې ترهګرې او بنسټ پالې ډلې شته ، که لويديزوال د پاکستان د حکومت سره مرسته ونه کړي د کمزوری حکومت له امله د پاکستان اتومی وسلې د ترهګرو لاس ته لويدلای شی .

ددې تر څنګ غواړي د خپلو ترهګرو ډلو په مټ افغانستان او هند تر پرلپسې ګواښ لاندې وساتي . همدارنګه پاکستان خپل ترهګريز بريدونه په افغانستان او هند کې د افغانستان او هند داخلی ستونزې بولي . پاکستان د شيطان بل نوم دی . پاکستان او تروريسم ، پاکستان او شرارت مترادف مفاهيم دی .

پاکستان تر اوسه دا نه منی چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې شته . د طالبانو د کوېټې شورا ، د طالبانو د پيښور شورا اود طالبانو د ګراچۍ  شورا پاکستانی بی شرمه واکمنان د ټولو نړيوالو د سترګو وړاندې په بډه وهی .

په دې ورستيو کې بيا دا ډنډوره آی-اس-آی ، د هغه طالبی نوکرانو او د تروريسم د سپيناوي لابيګرانو په ځانګړی ساز او اواز سره پیل کړيده چې ګوندې د طالبانو ړوند مشر ملا عمر په افغانستان کې ومړ . مانا دا چې طالبان او رهبران يې په افغانستان کې مرکزونه لري ، د طالبانو د کوېټې شورا ، د پېښور شورا ، د کراچی شورا ګواګې هسی تش په نوم نومونه دی او خارجی واقعيت نه لري . طالبان دا منی چې دوی د کوېټې ، پېښور او کراچی شوراګانی لري ، خو پاکستانی سپين سترګی دا نه مني . طالبان که څه هم طالبان دی ، بيا هم له پاکستانی بی شرمو او بی حيا سپين سترګو ډېر توپير لری .

که دا ومنو چې ړوند ملا عمر په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې وو ، حافظ سعيد چيرې دی ؟ عامر منصور چيرې دی ؟ مسعود اظهر ، کامران ګجړ ،  انصارالعلماء مشر فضل الرحمن خليل ، د لبيک يارسول الله مشر خادم حسين رضوی ، د جماعت الاحرار مشر احسان الله احسان ، د سپاه صحابه اوسنی جماعت السنه مشران محمد احمد لودهيانی ، معاويه اعظم طارق او علی شير حيدری د لشکر جنګهوي مشران  مسرور نوازاو مالک اسحاق، د لشکر اسلام مشر منګل باغ او په لسګونو تروريستي ډلې او د تروريستی ډلو دا پاکستانی مشران چيرې دی ؟

يو وخت کرزی د خپلی ولسمشری په موکه وويل چې زه طالبانو ته ورځم ، خو د طالبانو ادرس پاکستان پټوي . د امريکا په متحده ايالاتو کې د پاکستان د وخت سفير حسين حقانی وويل چې : « کرزی دې خپلې غوښتنې وليکی ، مونږ به يې د ملاعمر پر ميز ورته کيږدو » .

مانا دا چې پاکستانی واکمن پوهيدل چې ملا عمر او ميز يې چيرې ځای پر ځای کړی دی .

وروستی خبره داده چې نه يواځې پاکستان د تروريسم په اړه درواغ وايې ، بلکې نړيوال هم د تروريسم په اړه عمدا اغماض کوي

تر مونږ او تر پاکستانيانو هم امريکائيان ښه پوهيږۍ چې په پاکستان کې لږ تر لږه ۳۲ د تروريستی زده کړو مرکزونه فعال دي . خو په ډاګه پر هغو سترګې پټوي . ۸۵ د تروريستی ډلو مشران چې ډيرکی يې د ملګرو ملتو په تور نوملړ کې دی ، د آی-اس-آی تر مستقيمې لارښوونې لاندې په پاکستان کې آزاد فعاليت کوي .

 امريکا د کمونيزم سره د مقابلې په نوم د شنه کمربند د جوړولو په نيت ايران فاشيستو مذهبی آخوندانو ته په لاس ورکړ، پاکستان يې د تروريسم د روزلو په ځاله بدل کړ . امريکا او لويديزوالو افغانستان د جهادی او طالبی تروريستانو په منګولو کې هېر کړ ،  نور کمونيزم نه شته ، آيا اوس هم اسلامی بنسټ پالنه او تروريسم د امريکا د ګټو له پاره ستراتژيکه وسيله ده ؟  وختونه ، شرايط او ګټې بدلون مومی ، ددې سره متناسب سياستونه ، اجنداوې ، موخې او موخو ته د رسيدو وسائل او لارې چارې هم بدليږي .

مونږ افغانانو ته په يوه خبره پوهيدل په کار دی : که افغانان د چا د لاس آله نه شی او په خپلو کې يو موټۍ او متحد شي او د خپل منځي دښمنيو پر ځای خپله انرژی د هيواد د آبادي او شيرازۍ له پاره وکاروي ، تحمل او يو بل ته درناوی ولري ، افغان ملت به ډير ژر د نړۍ د ملتونو د نوملړ په سر کې ځای ونيسي .

پای

Comments are closed.