د جنرال دوستم کار نامې

m agha (2) :

جنرال دوستم يو مخکني د شبرغان د نفتو او گازو د پروژی کار گر د روسانو د راتگ نه وروسته د مليشو قومندان اود وخت په تيريدو سره لوړه نظامي ردبی خاوند شو  ،جنرال عبدالرشيد دوستم  په ۱۹۹۲ز کال د شمال کابل ته دداخلي توطيه گرانو سره يو چای د خپلو مليشي ځواک  سره راداخل شو ددی د مليشو بدی کار نامې د هر کابلي په ياد دي له ده نه نور د جهاد په نوم مشرانو اوددوی  مليشو او تنظيمو هم د کابل د خلکو په وژنه او چور تالان ، ورانې کې کم نه وه .

جنرال دوستم په هر وخت زمان کې د مختلفو واکمنو سره ملتېا کړی اول د روسانو ملگرتوب اود هغه وخت واکمن مرحوم ببرک کار مل، بيا د مرحوم داکتر نجيب الله  اود هغه د واکمنې سرنگونې کې پوره ونډه درلوده. د مجاهيدينو د واک پر زمانه کي د حضرت مجددي لخوا ورته د  خالد بن وليد لقب اود لوی مجاهد لقب ور کول شو  اود جنرالي په ردبه ونازول شو ،د مرحوم رباني او مرحوم احمد شاه  مسعود سره کله جوړ کله ناجوړ وو، د محترم  حکمتېار سره هم مرسته او ملگرتوب سرته رسولی  د امريکايانو ښه ملگرتوب اود طالب بنديانو بی شميره وژنه د محترم حامد کرزي ښه مرستندويه اود ښو پيسو خاوند شو  د مليشو پنځونه او نور دداکتر محمد اشرف غني ملگرتوب اود لومړې مرستېالي څوکې ورکول .د وخت په تيريدو  د مزار د زورمند والي عطا محمد نور  او محقيق سره يوه جبهه پرانستل د ترکې په هيواد کې د ايشچي سره د ناوړه چلند له امله يو کال پاته شو  او لا ملونه  خورا زيات دي؟

په همدې نژدی اونيو  کې ضيا مسعود په يوه معتبره تلويزون کې داسی وويل چی په  د فاراياب ولايت کې د جميعت او جنبش گوندونو وسلوال داوږدی مودی را ديخوا په جنگ اخته دي د ضېا مسعود وينا په هکله  سياسون او چار واکې پر دی انديښمن شول چی دقانون له مخې سياسي گوندونه بايد وسله او غېری قانوني وسلوال ونه لري د خلکو د وړانديزونو له مخې د جنرال دوستم وحشي صفته قومندان  قيصاري چی ولسونو دده له کړنو نور په تنگ وو او هم د جنبش او جميعت جنگونو زور اخستی وو حکومت مجبور شو  دا سړی ونيولو ولی په تاسف چی خاموش ملت اود قوم گيرايي په روحيه د يو شمېر خلکو مظاهری کول دولتي چاری په ټپه ودرول شوی د ترکي هيواد چارواکو په مينځگړيتوب دوستم بيا هيواد ته راستنيږي؟

 که دوستم دخلکو او ولس د مشر توب دعوا کوي بيا دی ددی هيواد ټولو وگړو سره سم چلند وکړي غېری قانوني ولسوال بايد وسله حکومت ته ور کړي سم سياسيت ته دی ملا وتړي د لومړي مرستېال په توگه چی د ټول هېواد مشري لري کار وکړي قوم گرايي اود توکم پالنه ددی ملت سره جفاده که هر څوک دا کار کوي ددی ولس په قهر به اخته شي د ټول ملت له پاره د سوکالی هوډ ولري خپل  وجداني مسوليت ادا کړي   انساني سياست موخه همداده او بس

م کوچی

Comments are closed.