د خواخوږئ پيغام

د وطن د ترقی ملی ګوند
د اروپايي شورا د خواخوږئ پيغام
په ډېره خواشينئ سره مو د وتلی سياسی شخصيت ، شاعر او ليکوال خيال محمد کټوازی  د ناببره او بې وخته مړينې خبر تر لاسه کړ . انا لله و انا اليه راجعون .
خيال محمد کټوازی خپله چټه ځوانی د هېواد د پرمختګ او هېوادوالو د نېکمرغئ سترې چارې ته وقف کړه او په دې لاره کې يې د هر ډول سرښندونو او ځان نه تېريدنو ذمه واری ووهله  . کټوازی  د اوږدو کالونو له پاره  ربړونه او زندانونه وګالل او خپل تور ويښتان  يې په هېواد کې د تلپاتې سولې ، دموکراسئ او ټولنيز عدالت د تأمين په لاره کې سپين کړل .
کټوازی په توره او قلم د افغان ملت د ننګې لپاره ملا وتړله او د ژوند تر وروستيو شيبو دسپيڅلو آرمانو د عزم او بزم په ډګر کې پاتې شو .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا په داسې حال کې چې د محترم کټوازی مړينه د ټول هېواد په ځانګړي توګه د روڼ آندی نهضت له پاره ستره او جبران نه منونکی ضايعه بولی ، په دې وسيله ددې غممجنې پېښې له امله د کټوازې درنې کورنئ او د ارواښاد ټولو دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږئ مراتب وړاندې کوي او د خداي بخښلی روح ته د پاک خدای له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي .
1.     د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا

Comments are closed.