د خواخوږۍ پېغام

:m agha (2)

نن په ټول هيواد او بهرميشتو افغانانو د تور ماتم ورځ ده نن په کابل کې داسی خونړی غمجن وير په عام ولس بی دفاع  خلکو  تنکيو ماشومانو نارينه او ښځو د قسم خوړلي دښمن پلورل شوي دښمن د پرديو گوډاگيو پلوه دښمن  له خوا يو دروند نه ويردونکې تندر راپريوت چی ټول د کابل ښار ياني د هيواد پلازمينه کې  وير زگيروی ويني او شهيدانو څخه اسمان ژړلل ويرجنو ماتم کونکو ژړل پاکو سپيڅلو انسانانو ژړل ونو بټو او تيږو ژړل تک شينه اسمان تک سور لکه تنور داسی په وينو سور وو زه دافغانستان د پرمختگ د ترقی ملي گوند د يوه مخکښ په توگه دا پېښه په کلکو ټکو غندم او له ټولو وطنپالو ته وړاند وړاندوينه لرم چی په يوه پراخه متحده ځواکمنه جبهه او يا ځواکمن قوي نه ماتيدونکي گوند سره سلا وکړی د ملي اوردو ملي پوليسو او ملي امنيت د ځواکونو ملاتړ او مرسته وکړی بس دی ۴۰ کاله دی وطن ولسونو وينی تويږي  د جنگ پاېلی ټول ولس لمس کړي را ځی چی په يوه ټنيگ هوډ د وطن او ولسونو سره د مينی محبت او عشق په خاطر ددی ستونزو د ختمولو له پاره گډه وجداني ايماني کار او پيکار پيل کړو .

م کوچی

Comments are closed.