د خواخوږې پېغام

2017-02-05 18.59.52نن موږ دسولی عدالت د لاری ستر پلوی اوددی هېواد افغانستان پخوانې گوندي مشر دافغانستان دخلک دموکراتيک گوند د سياسي بيرو او دارانشا مخکښ غړی مير صاحب کاروال له دی نيمگړې دنېا رخصت شو

انا لله وانا اليه راجعون

درنو دوستانو ما اوزما په شان په زرگونو پخوانيو گونيانو د مرحوم کاروال سره له نژدی ناسته او پېړنگلوي درلوده ځکه هغه د گوند په مختلفو لويو مهمو څوکيو کار په پوره ايمانداری کړی وو ډير زړه ور تحليگر پر هيواد او ولسونو مين انسان وو کاروال دخوست ولايت اوسيدونکې په ۱۹۴۹زکال دخوست په متون کې زيږدلی وو دپوليتخنيک له فراغت وروسته داوبو او برښنا په وزارت کي د اينجنر په توگه دنده سرته رسولی د گوندی رهبری سره د مخالفت له امله په ۱۳۵۷ کال کی د کابل په پوليتخنیک کی استاد شوی وو د کابل پوليتخنيک استاد د کابل ولايتي کمټې منشي دکابل دزون مسول د گوند منشي د سياسي دفترغړی د وسلوالو وزارتونو د لار ښودنې چارو مسول وو. دا چی مرحوم م کاروا ل په زرگونو زدهکړه يالان ټولنۍ ته دخدمت لپاره وړاندی کړي همدا رنگه د مرحوم کاروال ارمان په گران هيواد کې تل پاته سوله دوطن ښېرازي اودازاد خپلواک افغانستان پلوي سياست پوه وو زه دده مړينه دی خوار ملت ته لويه درنه ضايعه بولم .

درنو دوستانو ده کوښښ کاوه چی د خپل ژوند ټولی رښتني پېښې اودده دسترگو ليدلي حالتونه خپلو خلکو ته په مستنده توگه وليکي خو دده ديوه ليکلي کتاب چی عنوان دی درسهاي تلخ وعبرت انگيز افغانستان  که ولوستل شي پوره ډېر واقعتونه برملا کوي.ده ليکلي چی اينجانب نگارنده هميشه درفکر ان بودم تا منحيث يک شخص ناظر شاهد ويا مستقيما داخل قضا يا ورویدادهاي سياسي وحزبي افغانستان دريک فرصت مناسب وبرگشت به وطن سرگذشتها وخاطرات خويش را طی يک نوشته با دوستان وهمرزمان خود تقديم نمايم ولی نظر به دلايل مختلف درين رابطه تاخير نمودهام .

اولا دفتر وخانه اينجانب دوبار دررژيم های حاکميت حزب وبيشتر از دوبار در دوران حاکميت مجاهدين همه اسناد وشواهد ياداشت ها و حتی تمام اموال ولوازم خانه چور وچپاول گر ديده وخانه من هم اشغال شده است.

ماشخصا د مرحوم کاروال  سره له نژدی ليدنی ملاقاتونه او بحثونه کړي ده په رښتيا چی يو قوي سياست پوه وتلی مبارز وو زه او نور ملگري دده مړينه لويه ضايعه بولو ده ته جنتونه غواړم او درنۍ ويرجنې کورنۍ ته يې دالله په پاک در بار کې د جميل صبر غوښتونکې يم .

محمد اقا کوچی شيرزاد مالمو سويډن

20170205

Comments are closed.