د خواشنې پېغام

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند
د دارالانشا د خواشینۍ پیغام
کابل – افغانستان

د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۸ مه

په خواشینۍ سره مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د ننګرهار د طب پوهنځي استاذ ، د عامي روغتیا وزارت پخوانی مرستیال ، د خلکو د نوي ګوند مرستیال پوهنمل ډاکټر خان میر غیور له دي فاني نړۍ سره وداع وکړه او ځان یي حق ته وسپارلو .
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد یو وتلی سیاست پوه ، په خلکو ، وطن او ملي ګټو ته ژمن شخصیت وو . هغه خپل خوږ عمر د سیاسي مبارزي تر څنګ د ولس د سوکالۍ په موخه علمي او ټولنیزو کارونو ته هم وقف کړی وو . ارواښاد ډیر کلونه د ننګرهار په طب پوهنځي کې د هېواد د ځوان نسل په روزلو کې بي دریغه هڅه او هاند کړی . همدارنګه خداي بښلې د خلکو تر منځ د روغي جوړي او یووالي له پاره پر له پسې هڅې کړي .
موږ د مرحوم استاذ ناببره مړینه د هېواد د طب ، سیاست او ټولنیز کار د ډګرونو له پاره ستره ضایعه بولو ، لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوو چې جنتونه یي نصیب کړي او د کورنۍ پاته غړو ته یي عاجل تسلیت او عوضونه ورکړي .
په درناوي

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

Comments are closed.