د خواشینی زړه ځورونکی پیغام :

بسم الله الرحمن  الرحیمghar mor chal

الله تعالی لایموت دی اوانسان یی همپیمانه ،د اروا حامل او درسالت  خاوند .

پدی مقدس او دمعنی نه ‌‌‌‌‌‌ډک طبعیت کی چه د خالق د قدرت او ښایست ایینه ده د اګاهی نه ‌‌‌‌‌‌ډک یو ژوندی جسم پیدا کیږی ، زرغونیږی او وده کوی، دپروردګارد قدرت سره سا باسی او دخپل خالق دتوحید په حصار کی لویږی ، عرفان ته ګوری ، حکمت ته رسیږی او بالاخره دا دنیا ورته

غربت معلومیږی او لدی غربت نه سترګی پټوی ، او دا ددي ټولنی طبعی تګ لاره ده. په همدی منطق نو ژوند دایمی ندی .

مګر د یوه پیاوړی خدمت ګار ،پوه انسان ، ژمن مبارزاو پر وطن مین شخصیت مړینه یوه  عادی سانحه نده ، بلکه یوه ټولنیزه ضایعه او تشه   حسابیږی .

پدی تړاو دوه ورځی مخکی د 2020 کال دجون په اتمه ورځ د سهار په شپږو بجو می ‌‌‌‌‌‌ډیر دروند او د غم نه ‌‌‌‌‌‌ډک خبرواوریده چه زما مشر ملګری ، ورور د یوه سنګر اندیوال ، رهنما، دیوی اندیښنی لاروی او د انسانی ، ملی داعیی اوچت سالار ، زړه او ژوند ته رانږدی دوست الحاج محمد غفار مورچل احمدزی د ورپیښی ناروغی له کبله په ٧٨ کلنی عمر کی اخرینی سلګی پوره کړی او ابدیت ته لاړ، او د ده مبارک جسد یی د سید نورمحمد شاه مینی [نوی کارتی ]د احمدزیو په هدیری کی تورو خاورو ته وسپاره،دا دالله تعالی حکم دی چه دا حقیقت به منو، تابعیت به تری کوو .

      انا لله وانا الیه راجعون

مرحوم الحاج مورچل احمدزی د افغانستان د ملی دیموکراتیکو او مترقی غورځنګ فعال او نه ستړی کیدونکی مبارز غړی وه .

اروا ښاد مورچل احمدزی دالیارخیلو دمخوری کورنی ، دیحیی خیلو د لوی ټبراو سرلوړی احمدزی قوم یو رسالت لرونکی ، سپیڅلی او سر لوړی بچی وه .

مرحوم ملګری مورچل دخپلو ابتدایی ، ثانوی او عالی زده کړو له بشپړ تیا نه ورسته دافغانستان په وسله والوقوتونو ، ملکی اداراتو او مقاماتو کی په صداقت او ژمنتیا دندی تر سره کړیدی، اود هر مقام په درشل کی یی د صداقت ، پیا وړتوب مدالونه ، نشانونه او ویاړ تر لاسه  کړیدی. او باوری یم چه دده اروا به په جنت المقام کی ښاده وی او دده یادونه به تل د خپلو ملګرو او وطندارنوپه یاد کی دزړورتیا او وطندوستی د سمبول په حیث شتون ولری .

مړشه داسی مړ شه چه وطن در پسی وژاړی

خپل خو هسی ژاړی چه دښمن درپسی وژاړی

مرحوم مورچل د پراخ اند او لید مالک وه ، په ټولنه کی د یوالی نمونه وه ،د لوړ منطق او استدلال، ملی دریز خاوند او وطن مین انسان وه .

زما مشر ملګری مرحوم مورچل د ټولنی د ودی او د خلکو دبسیا ژوند لپاره یی له ځوانی نه د ژوند تر اخرنیو سلګیو پوری نه ستړی کیدونکی مبارزه کړیده، تل به یی د خلکود چوپړ او د وطن د ترقی لپاره زیار باسه، د صداقت او ایمانداری اوچت مثال وه .

دمرحوم مورچل صاحب اند د وطن د نامی خدمت ګارانو سره برابر تړاو لری.

فقید الفت صاحب فرمایلی دي:

د وطن په محبت باندی قسم خورم

چه د ځان له غمه زیات د وطن غم خورم

د وطن دشرف  سپر یم نه ویریږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

جنت مقام مورچل صاحب ته ملی ګټی او مصالح تر هر څه لوړ ښکاریدل دداسی اندیښنی په لرلوسره د افغانستان د ملی اودیموکراتیکو غورځنګونو  نه هیڅ وخت لری پاتی نه شو، اوچت لیکوال او په وروستیو کلونو کی به یی دوطن لپاره اشعار لیکل چه د شعر یوه نمونه یی اوس راسره موجوده ده او دلته یی ذکر کول غواړم:

چه پیدا شوم ما ژړل خلکو خندل

داسی مرمه چه زه خاندم خلک ژاړی

څه به وایمه چه دا کوم یا دا

زه ستاسی خدمتګار شم په رښتیا

ترقی می د وطن کلکه ارزو ده

وروسته نه ځمه پدی کار کی له چا

که عمل کی می خدمت ستاسی ونه کړ

په هغه ساعت به ورکړم استعفی

خپل وطن می پر مخ تللی لیدل غواړم

دا می هیله او ارمان دی لا پخوا

هو ؛ بی له شکه مرحوم مورچل صاحب د څپانده فکری استعداد خاوند وه او د ټو لنی لپاره یی د اوچتو استعدادونوپه روزلو کی ‌‌‌‌‌‌ډیری هلی ځلی کړیدی او ټولنی ته یی رسالت لرونکی ، خدمت ګاره  ، متدین صادق او د ځان په شان ایمانداره بچیان روزلی دی.

ارواښاد احمدزی صاحب خپل پیاوړی زامن او اغلی لوڼی په عالی تحصیلی سویه په مختلفو مسلکونو کی د دوکتورا تر درجی رسولی او ټولنی ته یی د چوپړ لپاره استولی دی.

د مرحوم الحاج محمد غفار مورچل احمدزی مړینه نه یواځی  دده کورنی غمجنه کړیده بلکه یوه ملی ضایعه ده او دغه ضایعه به تل د افغانستان د مترقی غورځنګ د غړو په منځ کی لویه تشه وی.

زه د مرحوم د کوچنی ملګری او ورور په صفت او د پکتیاوال د کورنی په نمایندکی پدی لوی ماتم کی ځان شریک بولم.

الله تعالی د  ورته قبر د جنت عالی مقام او تر ټولو  ښایسته منزل وګرځوی  ، یا الله اروا یی ښاده ،او سوال او ّځواب یی اسانه کړی.

د مرحوم مورچل صاحب غمجنو بچیانو ، درنی کورنی، قدرمنواحمدزیو  او دلوی پکتیا سر لوړ وګړو ته صبر او حوصله هیله کوم  او همدا رنګه د ګوندټو لو ملګرو ته هم تسلیت وړاندی کوم .

په درناوی

 

Comments are closed.