د خواشینۍ پیغام

                                    د خواشینۍ پیغام

                                   اکتوبر۲۰۱۲ م کال

                                         لندن

په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان وتلي ادبي فرهنګي او سیاسي څیره او د بې بې سې رادیو پخوانۍ همکار ډاکټرخنیف بکتاش د ورپېښي ناروغۍ له امله د ۵۱ کلونو په عمر وفات شو. د ښادروان مړینه د کډوالۍ په شرایطو کې د افغانانو له پاره او همدارنګه د ټول هېواد له پاره چې د ژور فرهنګي سیاسي بحران سره لاس او ګریوان دی ستره ضایعه بلل کیږي.ښادروان بکتاش پیاوړی شاعر ، فرهنګي او سیاستوال وو. هغه د ژوند په ټولو فعالو شیبو کې ځان د خلکو د خدمت له پاره وقف کړی وو. هغه په ټاکلو حسي نمونو کې په افغانستان کې ټولنیزي بي عدالتۍ د خپل پیاوړي قلم په څوکه ، د حاصل کړي فن په پرده او د فعال سیاسي سازماني کار په وسیله د افغانانو د راویښولو په موخه ډیري ښې انځورولي. هغه د زورواکۍ ، د انسان او افغان په وړاندي د هر ډول بي عدالتۍ مخالف وو. ښادروان د ازاد ، سرلوړي او ښیرازه افغانستان د شتون ارزو کوله. هغه ځوان وو ، که ژوند ورسره جفا نه وی کړي ، کولاي یي شول چې نور هم د خپلو خلکو په چوپړ کې ځان و ازمایي.

موږ د ښادروان بکتاش ناببره مړینه د هېواد خلکو ، افغان روڼ اندو په تیره بیا د مرحومي ویرجني کورنۍ له پاره نه ډکیدونکي تشه بولو. لوي خداي ( ج ) ته د دوعا لاسونه اوږدوو چې مرحوم بکتاش ته مغفرت وکړي او جنت الفردوس یی په نصیب کړي. د ښادروان ویرجني کورنۍ او د هغې  په سر کې د هغه مبارز ورور  (  د وطن د ترقۍ ملي ګوند ) لمړی مرستیال  محترممحمد اصف بکتاش ته تسلیت ، زړه صبرونه او عظیم اجر غواړو.

          انا لله وانا الیه راجعون

په برتانیا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند

              څانګه

Comments are closed.