د خپلواکو خلقیانو د اعلامیي یا هوکړه لیک اړوند د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا دریځ

received_1915333445166354ملګرو ته څرګنده ده چې د یووالي د هلو ځلو د پيل کېدو ، د ملګرو له منځه د دري خونو د پرانستل کېدو سره یو ځاي د کابل بي پري شورا ، د خلکي پرګنې د اړوند ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو شخصیتونو د نږدي کولو او د هغوي تر منځ د یووالي د رامنځته کېدو له پاره زیات او د لمس وړ کار او فعالیت سرته رسولی دی . اوس هم د شورا غړي لګیا دي چې ، ټولو خواو ته د منلو وړ په یوه هوکړه لیک او میکانیزم خپلي مشوري بشپړي کړي . همدارنګه د ځانګړو ګوندونو او ادرسونو له خوا تر دي دمه د بیلا بیلو هوکړه لیکونو او میکانیزمونو د برابرولو بهیر چې د ټولو موافقه پري حاصله نه شوه ، موږ دي پایلې ته ورسولو چې لاندي وړاندیز وکړو : څرنګه چې د راتلونکي واحد ګوند د اسنادو مسودي د کابل د بي پري شورا او د ګوندونو د استازو په مشترک زیار برابري شوي او د ګوندونو له خوا پري تر یوي کچې موافقي شوي ، دا به غوره وي که د کابل بي پري شورا ، دهر ګوند دوه تنو استازو او د خپلواکو ملګرو یو استازي ته ، په شریکه واک ورکړل شي چې د یوه هوکړه لیک او میکانیزم د جوړیدو له پاره ، چې ټول ورباندي موافقه وکړي ، کار پيل کړي . باور لرو د استازو مشترک کار به د یوي واحدي موخې ( ټولو ته د منلو هوکړه لیک او میکانیزم ) په برابرولو کې زیاته مرسته وکړي . په درناوي عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

Comments are closed.