د خپلواکۍ ۹۸ مه کليزه

م.کوچی

افغانستان ولس دزمري د مياشتی په ۲۸ نېټه ۱۳۹۶کال د هېواد د خپلواکې د لمانځغونډو له پاره تېاری نيسي . ځکه  پوره  ۹۸کاله وړاندې همدې باتور ملت په تشو لاسونو د نړې د لوی ښکېلاکگر ځواک « بر تانېا » څخه د خپلو سرنو په بدل  خپلواکي وگټله . د غازي امان الله خان  په مشری یي د خپل هيواد د رغونۍ چاری پېل کړی .

خو غدار انگرېز او دده گوډاگېانو دافغان ولس دسوکالۍ او ښېرازۍ او تل پاته سولې پر وړاندې په توطيو او پروپاگندونو پېل وکړ او اړدوړ پېدا شو . مکار دښمن تل د نالوستي  کسانو لکه  حبيب الله د سقاو ځوي چې يو څرګند  غل او  لاری وهونکی وو ، د خپلو نورو اجينټانانو  ، ملاډوله پرنگيانو

څخه گټه پورته کړه او افغان ملت یي يو ځل بيا په خپلو کې سره وجنگولو . که پوښتنه وشي چی د امان الله خان گناه او تېروتنه څه وه چی دوی یي پر وړاندې بغاوت پېل کړ ؟ ځواب روښانه دی :

امان الله خان خپلواکي وگټله ، د خلکو په ګټه یي د سمونونو د پلي کېدو  هلي ځلي پېل کړې ، د ځوان نسل له پاره یی د زده کړی پروگرامونه تر لاس لاندې ونېول، د نارينه او ښځو تر مينځ د توپيري چلند د له منځه تللو هڅې یي ګړندۍ کړي ، د جبري کارونو د مخنيوی عملي اقدامات وشول او د هېواد د پر مختگ له پاره د مرستو د موندلو په موخه يي بهرنيو هيوادونو ته سفرونه پېل کړل . د قانون د حاکميت عملي کول يې غوښتل ، دخپلو تيرو مشرانو د ناروا کړنو مخه یي ونيوله او  د هغوی یو لړ کړنې یي وغندلی او نوی سمونونه یي پېل کړل . د ملت جوړونې له پاره کار پېل شو خو په تاسف چی د خلکو د ناپوهی څخه مکار ، غدار او کينه توز دښمن سو استفاده وکړه او ولسونه يې سره په خپلو کې سره وجنگول . خو مېړني واکمن او د خپلواکې اخستونکې پاچا ونه غوښتل چی دواکمنې د ټینګېدو او بیا نیولو پر سر دی ولسونه ووژل شي او په خپله خوښه له واکمني لاس پر سر شو . تر ده وړاندی

يا وروسته ما کوم ورته غښتلې واکمن ونه ليدو چی دواک پر سر د ولسونو وژلو ته د پای ټکې کېږدي او واک پریږدی او يا هم د ستونزو د حل له پاره کوم کوټلې گام واخلي . ولس وژل کيږي ، پردي خپل پروگرامونه عملي کوي ، موږ له تيرشوو تاريخو نو هيڅ نه دي زده کړي . د ملت جوړونې پر ځاي د قوم پالنې توکم پالنې او ځانغوښتنې ته  کار کيږي.

ولسونه خوښ دي چی اوس موږ يو قانوني دولت لرو ، د اساسي قانون په چوکاټ کې هر افغان کولای شي خپل روا حقونه تر لاسه کړي ، خو په تاسف چی هر څه د کا غذ  پر مخ ليکل شوي . د قانون حاکميت نشته ، زورواکي او ټوپک سالاري واکمني کوي . که څوک د قانون د حاکميت له پاره کوم خوځښت په لاره واچوي همدا مافيايي ډلی ټپلی ، جنايت کونکي ، فسادکونکې ، د مقام او څوکۍ ټېکداران یي بېا  مخه نيسي . په تيرو ۱۶ کلنو کې د امريکا او ناټو راتلل اود ترهگرو له مينځه وړلو په ميلياردو دالرو لگولو هم دی هيواد ته نه سوله راوستله . نه خاين او جنايت کونکو ته سزا ور کړل شوه .

يوازی امريکا په تيرو ۱۵ کلو کې ۷۱۵ ميليارده ډالره لگولي خو پاېله ؟ داده چی ۶۰ فيصده خاوره کې حکومت او ۴۰ فيصده خاوره د مخاليفنو په ولکه کې ده . په ت

يرو دری مياشتو کې ۲۵۲ پېښي شوي۲۱ فيصده دتير کال نه زياتوالی ښېي . په تيرو ۸ مياشتو کې ۵۲۱ نظاميان شهيدان شوي ۴۲۳۸ تنه ټپېان دي ، د تارياکو او نورو توليدي قرادادونو ارزښت ۳،۰۲ميليارده ډالردی ، چی په ۲۰۱۶زکال کې ۱،۵ ميليارده ډالر وو .

جنگونه تر پخوا نور هم زيات شوي ، د ملکي خلکو تلفات تر نورو وختونو زيات دي .  داعش او طالبان پخوا يوازی د پاکستان او عربانو مرستی اخستلی ، اوس ايران هم ددوی مرستو ته تیار شوی دی .

د اوسني حاکيت د کمزورتېا له پاره د بهرنيو په مرسته په ترکيه اود هيواد داخل کې ايتلافونه جوړيږي . په ځانګړي توګه نوی ايتلاف د هغه زور واکو له خوا په لاره اچول شوي  چې مشران یی هم په حکومت او دولت کې لوی څوکې لري او هم د خپلو موقفونو په وجه یي ستري پانګې راټولي کړي . د خپلی څوکۍ او پانګو په زور خلک مظاهرو ته را وباسي . ددوی مو خی د خپل شخصي منافعو خوندي کول ،  څوکې  يامقام لاسته راوړل او پخواني خيانتونه پټول دي.

داوسني دولت د اساسي قانون ۳۵ ماده کې را غلي چی هغه څوک چې پوځې ډوله ډوله تشکيلات او هدفونه تعقیبوي ، د قوم ژبې سيمې، او  مذهب پر بنسټ گون

دونه جوړوي فعاليت یي جواز نه لري او سياسي گوند نشي جوړولاي.

ايا دوستم ، عطانور، محقيق ،صلاح الدين رباني، مسعود ضيا ،حکمتيار ،قدير ظاهر، تورن اسماعيل، سياف او نور وسلوالې ډلی نه لري؟ ځواب روښانه دی ، یانې لري یي . نو دوی بيا ولی سياسي گوندونه لري ، ايا قانون د شخص له پاره دی او يا دا کسان تر قانون لوړ دي؟ هيڅوک تر قانون لوړ نشي کيدلای ، خو حکومت کمزوری دی کنه بر حال والي او برحال پخوانۍ نل دوان بيا سترجنرال او اوسنې د داکتر غني اول مرستېال د اجرايه رياست دويم مرستېال او ياغيتوب بايد قانون پری عملي شي ، له څوکيو ليرې او د خپل سري وسلوالو څخه یي وسله واخستل شي . د قانون په چوکاټ کې بيا کولای شي ايتلافونه جوړ کړي . دولت هم د جنايت کونکي سره قاطع چلند لاره خپله کړي نه ده .تاسو وگوری دښمن څومره ظالمانه وژنی کوي جنايت کوي ولی د څوکېو ليونيان د مقام غوښتونکي ټوپکسالاران د مخالفت شعار ورکوي . همدغو د ايتلاف مشرانو د سرپل ولايت دعام وژنې په هکله کومه د خلاصون لاره لټولی ؟ ځواب نه خير دو ی ځانغوښتونکې ، څوکې پالونکي شخصيتونه دي نه دولس مدافعين ! ددوی گټې يوازی په جنگ جگړو کې خوندي وي،زما وړانديز ټولو هغو ملي دموکراتو سياسي گوندونو ته دادی چی پخواني سلیقوي او ذهني ،زاړه پالنه په رښتني توگه هېره کړی د ولسونو ديوالي او گډو هڅو په مټ د موجوده ستونزو د حل لاره خپله کړی . تر کومه ځايه چی مالوميږي نني واکمن او استخباراتي کړې نه غواړي چی په هېواد کې يو ځواکمن گوند را مينځ ته شي .

خودقانون له مخې کوم ستر خنډ نه ليدل کيږي

، ستونزه يوازی پخواني تباکونکې فرکسوني او ذهني تمايلات دي چی د يوه ځواکمن گوند د جوړيدو مخه يې نيولی ده.

د خپلواکې 98 مه کاليزه دی ټول افغان ولس ته مبارک وي

م.کوچی له سويډن څخه

 

Comments are closed.