د رښتېا او رښتينولی ما نا څه ده؟

 

m agha (2)درنو دوستان او خوږو ملگرو:

زه پوره ۶۴کلن يم د ژوند زياتره وخت مې په سياست د هيوادنې مينې او د خلکو له ښېرازی سره په هوډ کې تېر کړې، ما نن ولې ددي کوشنۍ لېکنې لپاره دا نوم ور کړ زه غواړم په ليکنه کې د خپل ژوند دخلکو اوسنې حالات د سياست کولو او په سياست کې د رښتېا ويلو او دريښتينو سره ملتېا او ملگرتوب ددوی په کړنو او عمل درسره د زړه خوا له وکړم . زه هيله لرم زما خبری بل ډول تعبير نه شي .

وړوکې وم له کليوالو نه را جلا اود زده کړو لپاره د ننگرهار له کليوالي سېمې نه د جلال اباد هميشه په گلونو ډک ښارته را غلم دا کال ۱۳۴۷ل کال وو،دلته هر څه د کلي له ژوند سره په توپير کې وو ، يانې کليوالو له سينما تياتر،ښاري ژوند او کلتور سره خورا توپير کې وو . دلته خلک د ساده کاليو پر ځای د دريشي او ځينو نيکټايي سره گرځېدل ، نجونو د لوپټې پر ځای لوڅ سر او جرابې در لودی خلکو شخصي موټرونه در لودل په لوکسو کورونو او مدرنو پارکونو کې چکر وهلو خو په خواشنې دا په کليوال ژوند کې نه وو.

د کابليانو  زياترو کورنېو به د اونۍ دوه ورځې له کابله جلال اباد ته د سات تېری لپاره را تلل د هغو لباسونه او کړه وړه بيا تر جلال ابديانو لږ لوړ وو، چې زما په شان کليوال اطرافي لپاره یي گڼې پوښتنې راپيداکړی تل به مې له استادانو پوښتل چی دومره لوی توپير د کلي او ښار څنگه له مينځه تلی شي؟ هغه شمېر استادان چی له سياست سره مل وو ددی توپير لاملونه او د حل لاری په خورا ښه توگه زما پوښتنو ته ځواب راکولو او هغه شمېر ښونکو چی د سياست سره يې مينه نه درلوده ويل بی چی هلکه درسونه وايه داخبری سمې نه دي.

په هر حال زه ددوو لارو مينځ کې گير پاته وم چی خپلو پوښتنو ته سم ځواب تر لاسه کړم همدا لامل شو چی ما د سياست کولو لاره خپله کړه . سره له دی چی ماستونزی وليدی خو شاه تگ ته مې ملا ونه تړلله او په سياسي تگلارو اود سياسي گوندونو له استازو سره مې اړيکې ټينگې کړی . کلونه کلونه مې په پوښتنو او لوستلو تيرشو خو د ځان سره مې وپتېله چی ځانته مبارزه د بريالتوب تر پولي مانشي رسولی بايد په گوندونو کې يو خوښ کړم دا کا مې تر اوږده فکر وروسته وکړ اود گوندونو تگلاری مې هم ولوستلی . ټولو تگلارو کې د هېواد دپرمختگ اود ستونزو د حل لاری چاری په گوته شوی وی ما دافغانستان د خلکو ديموکراتيک گوند خوښ کړ.په دی لاره کې مې ستړياوی او ستومانی ولېدی دوی واکمن شول نظامي پاڅون وشو په لو مړيو کې خلکو له دی پاڅون سره ملتېا وښوده کار پر مختلو خو د گوند په کور دننه او بهر لاس وهنو ډېر ژر ستونزی را وزيږولی وژل زنداني کول پېل شول زه بيا د ليوني په څېر د پوښتنو گرويږنو په درشل کې را گير شوم د هر چا نه مې پوښتنه کوله چی دا څه روان دي هيچا راته رښتېا نه ويل د رښتينو ملگرو شمېر خورا کم وو هر يو ويردل چی زيانمند نه شي . له زندانه ويردل همدغه زموږ ملگري داسی زورور شول چی دبل وړانديز او انتقاد يي نشو منلای ما چی د کليوالي ژوند فکر خيال لاتر اوس په خپل سرکې وو ماويل چی څه کاغذ کې ليکل شوي همدا به سم وي بايد عملي شي خو خبره بيا د وينا او عمل سره سمه نه وه ماهم دوه ځلی زندان وليدو بيا هم د رښتينو ملگرو د ملاتړ په توگه خپلو هلو ځلو ته دوام ور کړ او لا هم ددوی سره ملتېا لرم خو که رښتوني خلک په يوه گوند کې نه وي بيا هم بېړې بنده پاته کيږي که رښتېا اود رښتينو خلکو ملگرتېا په رښتېا ولا ړه وي دا کاروان منزل ته رسي . په ملگرتوب او سياست کې بايد رښتينولي، د وينااو عمل توپير  نه  درلودل خپلو مخو ته رسول اسانوي اوکه د کاسی لاندی نيم کاسه وي دا کار ستونزی زيږوي او د کاروان مخه ډوبولی شي  . له هر چا بايد دا توقع وشي چی د خپل هيواد اوخلکو لپاره په عمل کي رښتنې هوډ من او ژمن وي ددرواغو منزل لنډ اود ماتی سره مخ کيږي.

م.کوچی

Comments are closed.