د زورواکو زوال؟

 د افغانستان مخکنۍ ولسمشرحامد کرزي او ډلۍ  واکمني د ټاکنو په پاېله کې پای ته ورسيده نوی حکومتي m agha (2) جوړښت را منځ ته شو ، نوم يې د ملي يوالي حکومت شو.

د ملي يوالي حکومت د افغانستان داساسي قانون د موادو خلاف يوه نوی نخسه ده د حکومت ويش ددواړو لورو د همغږي نه شتون د کاردرونو په تعين کي ستونزی د بهرنيو ځواکنو وتل اود مرستو کمښت د بی باوری

شتون د ستونزو په حل کې بنبست رامينځه ته کيدل د جنگونو زور اخستل ددولتي ادارو مشران تر زياته سرپرست پاته کيدل د ډلو ټپلو ايتلافونه د مخکنې حکومت چار واکو لاس وهنې ددی لامل شوه چی ستونزی يودبل پسی سررا وټوکوي او چارواکې په حلولو کې پاته راشي ،ددی ټولو ستونزو لامل د قانون د حاکميت نه سرغړونه د فساد کونکو مافيايي ډلو ، خودسره وسلوالو ته د ځمکو غاصينو ته يوازی په فرمانو او محکو جوړولو اکتفا شوی . د سياسي شننوکو اوسياسي ملي گوندونو له نظره دا کړنۍبسنه نه کوي نوي مشرتابه ته اړينه وه چی د ملت جوړونۍ عامه پوهاوي تر څنگ د زهر جنو نفاق اچونکو مفسيدينو ، وطن پلورنکو مافيايي ډلو ټپلو ته چی د قانون نه سرغړونه کوي څو کوټلي عملي گامونه اخستل شوي وای . زما په اند که د ولس  په باورمند زور او پولادي ځواک تکيه شوی وی او ټول هغه ناکاره مامله گر، وطن دښمنه عناصراو ددوی عمال او کړنۍ ولس ته بربنډې شوی وی له ولس نه پټ نه وی ساتل شوي نن به دافغان ولس په زخمونو پرحارونو پټې لگېدلی وی. نن به مو په ميلونونو ځوانان د بيکاری او مجبوريت له امله د مخدره موادو استعمال ته پناه نه وړه. په زرگونو  ځوانان به د بيکاری او مجبوريت له امله بهرنيو هېوادوته کډوال شوي نه وی.

که د کومې ډلگۍ يا تنظيم چارواکې په واکمنی کې وي خو خوله يې پټه نيولي وي او که له مکام او دبدبی نه ليری شي نو بيا په ايتلافو ، چيغواو نارو لاس پوری کوي خپل ځان ، ډله پټله ورته رښتنې وطن پرست پاک سپېڅلی مالوميږي د ملامتی بار اود ټولو پېښومسول نور گڼي ملامت او سلامت مالوم نه وي هر څوک خپل ډول ته گډا کوي . د ستونزو د حل لاری شته که څوک ملي ژمنتېا له پاره کلک هوډ ولري، زه د يو افغان په  حيث يوڅو  د حل لاری په گوته کوم.

 اول : که په رښتېا موږ د بل سلا او مصلحت ته غاړه نه ږدو نو فکار ده چی په ټولو ارگانو کې د قانون حاکميت يو شان عملي شي.

دويم : د پوښتنې ، مکافاتو او سزا ورکول له ويری پرته  د هېواد د ملي سترو گټو په خاطر په علني توگه سرته ورسيږي.

دريم:د شخصيتونو گمارل د پوره وړتېا سپېڅلتوب مسلکي والي او کاري تجربی اوتيرو کړنو له مخې وشي، د ښه کادرگمارل د ستونزو د حل کلي ده، بيله سپېڅلتوب او ملي ژمنتېا او پوره واک ورکولو پرته ستونزی نشي حليدای.

څلورم: د وسلوال پوځ ملاتړ او ملگرتوب يوازی په وينا نه کيږي بلکې د شهيدانو د کورنيو سره لازمه مرسته   او ملاتړلازم دی.

شپږم:د مخدره موادو د توليد او استعمال او قاچاق کلک مخنوی د بيکاری له پاره د سمو لارو چارولټول د صحت په اړوند د کلکو تدابيرو نيول د سولی د کاروان له پاره بی پری او سوله پروره کسانو گمارل ډيراړين دي.

اوم:د وارداتو پر ځای صادراتو ته پاملرنه د مجللو دفترونو جوړول بهرنيو سفرونو او زيات مصارف کنټرول ول د زيات باډيگاردانو لرل د خيالي سربازانو تصفيه په کشفي ارگانونو کې د پاکو وطنپرستو خلکو گمارل  او په کشفي ادارو  کې زياتی پېسې مصرفول گټور دي.

اتم زموږ د هېواد توليدات د نورو هيوادو په نوم او نښان بهرنيو هيوادوته صادريدلو مخنيوی  او نور………

م. کوچی20171116

Comments are closed.