د سولی په اړونددافغانستان د ملي پر مختگ گوند ددارالنشا وړانديز

کابل        افغانستان

fredssymbol 1د ۱۳۹۷ کال د لیندی ۱۱ مه

15.1.2019
هېوادوال ، د ګوند د مشرتابه او شوراګانو غړي پوهېږي چې زموږ ولس د تپل شوو جګړو له امله ، په مقطعې توګه د لږې مودې له پاره په سوله کی ژوند کړیدی . زموږ زړور خلک ډیرئ وختونه د تیرې کوونکو او یرغلګرو په بیرته تمبولو او ماتولو اخته شوي چې په هېواد کې د ابادۍ او دموکراسۍ اوډموکراتیک نظام د راوستلو چارې ورڅخه نیمګړي پاتې شوي دي .
دغه فکټور افغانان وروسته پاتې او بې وزله ساتلې او په تاریخې حساسو شیبو کې یې د هېواد او خلکو د ملي لوړو ګټو د خوندیتوب دایري ته په پوره ځیرتیا ، له پاملرنې محروم کړي دي . موږ پوهېږو چیرې چې سوله او‌ډموکراتیک نظام موجود وی نو هرومرو   سوله او دموکراسې خوا په خوا یو پر بل د ودي او پیاوړتیا لامل ګرزی .
په تیرو ۴۰ کلونو کې جګړو افغانستان او د هغې خلک زپلې ، د سولي او دموکراسۍ د ټینګښت او خوندیتوب موسسې یې له منځه وړي . که څه هم چې نړیوالي ټولني د افغانستان په اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیزو او پوځي سکټورونو کې مرستې جاري ساتلې ، خو د ښې حکومتولۍ د نه شتون ، فساد ، زورواکۍ ، مافیا او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو د لاملونو له وجې ، ولس په بې وزلۍ کې ژوند کوي ، د خلکو په منځ کې د جګړه مارو او ترهګرو ټولنیز تکیه ځاي کمزوري او یا له منځه تللې نه دي . په کلیو او ښارونو کې د پردیو په اشاره غلچکې بریدونه کیږي ، ټولګټو موسسو ، د ښوونې روزنې او روغتیا مرکزونو او نورو فرهنګي جوړښتونو ته ستر تاوانونه اړول شوي . د حکومت او وسله والو مخالفینو په جګړو کې د انساني تلفاتو په تیره بیا د ملکې خلکو ، ښځو او کوچنیانو کچه د ملګرو ملتونو ( یونما ) د احصایو له مخې زړه بوګنونکې ده .
اوږدې جګړي وښودله چې که سوله او ارامې هېواد ته رانه شي ، د هېوادوالو بدمرغي به نوره هم زیاته شي ، د یو واحد ملت په توګه زموږ شتون به له لوي ګواښ سره مخامخ وي ، سیمه او نړۍ به هم د هغې له ناوړه عواقبو بچ پاتې نه شي .
له دې کبله د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند تل د جګړي په مخالفت کې ودریدلی او هر وخت یې د خپلو ګوندي اعلامیو او مصوبو په ترځ کې د روانې جګړي په غاړو او د هغوي په ملاتړو غږ کړی چې بې درنګه جګړه بنده کړي ، د هېواد ورانۍ او افغان وژنې ته د پاي ټکی کیږدي . اوس چې د جګړي خواوي د هېوادوالو او زموږ د ګوند د غوښتنو پولو ته نږدي شوي ، په خپلو کې د لمړنیو تماسونو د نیولو په ترځ کې هڅه کوي روانې اوږدې جګړي ته د حل یوه لار بیامومې . زموږ ګوند چې په افغانستان کې د سولي د راوستلو له پاره په هر ډول عادلانه هڅه خوښیږي او له هغې ملاتړ کوي د خپلو ګوندي شوراګانو او غړو وړاندیزونه د یوې طرحې په څیرد ګوند د دارالانشا له ادرسه په لاندي ډول وړاندي کوي :
ــ لکه څرنګه چې په افغانستان ، اندونیزیا ، سعودي عربستان او یو شمیر نورو ځایونو کې د اسلام د سپیڅلې دین د وتلو عالمانو بحثونو او فتواګانو وښودله چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه سپیڅلې جګړه نه ، بلکه د ورور ، افغان او مسلمان وژنې جګړه ده او د هغې هر ډول ادامه نوره حرامه بلل ګیږي او بې له ځنډه ودرول شي ، د ګوند له خوا پر ځاي پریکړه بلل کیږي او د هغې د پلې کېدو له پاره باید ، په هغو هېوادونو او حلقاتو کلک زور واچول شي چې نور د خپلو ګټو په پار د القاعدي ، مجاهد ، طالب ، داعش او نورو ترهګریزو پروژو له جوړولو ، روزلو ، تجهیزولو او افرازولو څخه چې ان په خپلو تاکتیکې فعالیتونو کې انسانیت او اسلامیت ته سپکاوی کوي ،د بشر حقوق تر پښو لاندي کوي ، لاس واخلې او د سرغړونې په صورت کېترهګر پالې ملکونه او کړۍڅنډي ته ټیل وهل شي او سخت بندیزونه پرې ولګول شي .
ــ د افغانستان له پاره سوله د یو بهیر په چوکاټ کې راوستل اړین بریښې . په دې بهیر کې باید ټولې هغه غاړي او خواوي ګډون ته وهڅول شي ، څوک چې جګړه مخته بیایې او څوک یې چې په ملاتړ کې ولاړ دي . خداي مه کړه که جګړه کوونکې ډلي وویشل شي ، یوه یا دوه خواوي د سولي د بهیر لار خپله کړي او ځینې خواوي د جګړي په مخته وړلو اصرار وکړي او د بیلا بیلو خواؤ ملاتړي هم ورته چلند وکړي ، پوره سوله نه راځې . همدا اوس د طالبانو په لیکو کې او د افغانستان دننه هغه سیاسي ډلې چې د سولي په راتلو کې خپل شرایط وړاندي کوي او یا هغه هېوادونه او کړۍ چې د افغانستان د سولي سره ځانونه په یو ډول تړاؤ کې وینې او هر یو د خپلې خوښې سولي له پاره کار کوي ، داسې چلندونه د سولي بهیر او د تازه پیل شوي دیالوګ په وړاندي یو ګواښ بلل کیږي . سوله باید د ټول افغانستان له پاره وشي ، نه د یو څو رقیبو ډلو د ګټو او موقعیتونو د خوندي کولو او یا د هغوي د نړیوالو ملاتړو د ګټو د تعین او ساتنې په موخه . ګوند د سولي بهیر په چوکاټ کې په جګړه کې د ښکېلو خواؤ او د هغوي د ملاتړو په ګډون چې سوله په کې ونه ویشل شي ، د سولي په کېدو ټینګار کوي .
ــ د جګړي دواړو غاړو ( حکومت او طالبانو ) ښایې یو بل ته تر اوسه درانه تلفات رسولې وي ، خو کوم زیانونه چې د افغان وژونکې روانې جګړي له امله ولس ته اوښتې له تخمین وتلې دي . خلک د جګړي په ډګر کې بې دفاع پاتې شوي او ان هیڅ لوري ورباندي خیال نه دی ساتلی . له بلې خوا که د سولي په دیالوک کې د جګړي خواوي او د هغوي ملاتړي په خپلو شرایطو وړاندي کولو او منلو ټینګار وکړي او سوله رانه شي ، د عادي خلکو حقوق به نور هم تر پښو لاندي شي . ګوند د جګړي له غاړو او سیاسي کړیو څخه غواړي چې د سولي په خبرو کې ضرور د خلکو ریښتینو استازو ته د ګډون زمینه برابره کړي ، د هغوي خبرې او وړاندیزونه واوري او هغه د سولي بهیر د بریالیتوب په موخه له نظر ونه غورځوي . بری د هغه چا دی ، چې خلک یې پر خوا وي .
ــ د افغانستان په جګړو کې چې چا ټوپک چلولی او د هېواد د یوي برخې کنترول یې په لاس کې دی ، نه شي کولی سوله یوازې د خپل ځان او یا خپلې ډلې میراث وګڼې . د سولي د راوستلو له پاره د هېواد د هغه سیاسي ګوندونو ، مدنې ټولنو ، ځوانانو ، ښځو او خپلواکو ملي شخصیتونو رول او ګډون ته زمینه برابرول اړین دی چې د جګړي په ټوله موده کې یې د هېوادنی سوليد راستنېدو او د دموکراسۍ د تامین له پاره هر اړخیز کار کړی دی . ګوند ټینګار کوي چې د پورته یاد شوي افغاني کتګوریو وړ استازي دې د سولي په بهیر کې شامل کړل شي او د هغوي نظریو او وړاندیزونو ته دې په اهمیت وکتل شي .
ــ څرنګه چې زموږ په خلکو تپل شوي جګړه نیابتې ده ، ښایې د هغې څخه د ځان ژغورنې واک هم دهېوادوالو په لاس کې نه وي . که چیرې جګړه په نوبت وي افغان ولس نږدې نیمه پیړۍ په جګړو کې ښکیل وساتل شو . نو ځکه د دې وخت راغلی چې د ملګرو ملتونو سازمان ، نړیواله ټولنه په تیره بیا غرب او د امریکا متحده ایالات د افغانستان په خاوره د نښلول شوي جګړيد ودریدو عملي هلې ځلې وکړي . موږ پوهیږو چې د نیابتې جګړي لوبغاړي غواړي چې د سولي بهیر په جریان کې هم په افغانانو خپله خاوره تنور وګرځوي او هم د هغوي نړیوال ملاتړې له ذهنې وارخطایۍ سره مخامخ کړي چې د سولي بهیر ټکنی وښېي . خو د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند په باور ، په يو وخت د وسله والو مخالفینو او نورو ترهګرو ډلو په لوژستیکې ، اوپراتیفې ، پلانګزارۍ او تبلیغاتې مرکزونو د زور راوړلو ، د هغوي بهرنې ملاتړې د مرسته کولو له ظرفیت څخه د غورځولو او د افغانستان د وسله والو ځواکونو د فعالیتونو دهمغږۍ او پیاوړتیا ، وړاندیزونو پلې کولو ته د حکومت او نړیوالي ټولني پاملرنه ورګرځول ، د سولي بهیر د وړاندي تګ په موخه اړین بلل کیږي .
ــ لکه چې پاس ورته اشاره شوي ، د سولي بهیر د وړاندي تګ او بریالې کولو د څرنګوالي په اړوند ښایې د عادي افغانانو تر منځ د نظرتفاوتونه وي او ځینې به د خپلې خوښې سوله غواړي . خو په یوه عام چلند غوره ګولو هېوادوال مکلف کیږي . کله چې په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو د چلند بحث را وړاندې کیږي ، وطنپالونکو او ډموکراټیکو ګوندونو ته په کار دي د سولي بهیر په هکله د نظر په یوه ورته اجماع ، چې د سولي د راستنېدو عملي چاره په کې له ورایه څرګنده شۍ ، ګډ کار وکړي . د ملي پرمختګ ګوند د مشرتابه هیئت تیار دی د علاقه لرونکو ګوندونو سره د داسې یوي اجماع د جوړولو په نوښت کې په شریکه کار وکړي ، څو د سولي بهیر په باب د خلکو او ګوندونو د نظر د اشتراک ټکې لا ډیر او د اوسنې نظریاتې نوسان څخه د وتلو وړ لاره پېدا کړي .
ــ په مشخص ډول د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند له لېدلورې څخه ویلی شو چې سوله باید د ټولو افغانانو وي ، د سولي په نامه په هېواد کې د واک نوي جزیري جوړي نه شي ، سوله باید ښاغلی او داغلی ونه لري . هغه شرطونه د سولي د راتګ له پاره ومنل شي چې د هېواد خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا ، دموکراسۍ ، د خلکو په ګټه قوانینو او رامنځته شوي ارزښتونو ته تاوان پیښ نه کړي . همدارنګه د هغو وسله والو مخالفینو عزت ، حقوقو ، امنیت او اهمیت ته جدې پاملرنه اړینه ده چې د سولي بهیر منې او په هغه کې د ځان ځایولو هڅه کوي . ټول هغه کوښښونه چې د سولي بهیر د غاړو تر منځ ناوړه سیالې زیږوي ، د امتیاز اخستو په ناوړه اندیښنه کې یې اچوي ، د باور د له منځه وړلو لامل کیږي په پوره مهارت بې اغیزي شي .
ــ په ټوله کې زموږ کوند د افغانستان د سولي د پیل شوي بهیر څخه ملاتړ کوي ، د هغه په پلې کولو کې ټوله ګوندي پوهه او مهارت په کار اچوي ، وړاندیز کوي چې سوله باید د افغانانو مال وي او د هغوي په وسیله وشي . نړیواله ټولنه د هېواد د سولي د بیلا بیلو خواو په اماده کولو کې لاس وکړي ، اجازه ورنه کړي چې د سیمې او نړۍ یو شمیر مغرضې کړۍ او هېوادونه د سولي بهیر په بې مانا نړیوالو غونډو او په هغې کې د خپلې خوښې غاړي ته د لابې کولو په سیاسي نندارو ، وویشي . افغانان باید هوښیار وي چې د خپل ملک د سولي بهیر د نړیوالو او سیمه ایزو ناوړه رقابتونو له کرغیړنو منګولو راوباسې ، د سولي په خاطر لمړۍ افغانان د نظر اجماع پېدا کړي ، هغوي چې د سولي بهیر سپر کوي او په اثر یې ګروپیکې ګټې خوندي کوي سولي ته په ریښتونې کار کولو کې وهڅول شي ، له دې وروسته افغانان په نړیواله ټولنه زور واچوي چې د افغانستان د سولي بهیر اړوند بین المللي اجماع داسې پیاوړي شي چې د سیمې هېوادونو ته د سولي په بدل کې د افغانستان د اوبو ، حساس جغرافیوي موقعیت،دمځکی لاندی کولو ، طبیعي زیرمو ، فرهنګي ټولنیزو امکاناتو څخه د سؤ استفادي امکانات په لاس ورنه شي .
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د پورتنیو او دې ته ورته پیشنهادونو په وړاندي کولو سره غواړي یو وارې بیا د سولي د پیل شوي بهیر اړوند د خپل ګوندي موقف څرګندونه وکړي ، په داسې حال کې چې خپله هغې ته د کار کولو ډاډ وړاندي کوي ، له نورو سیاسي ، مدني ټولنو او د هېواد د بیلابیلوکتګوریو څخه هیله کوي چې د پورتنیو او دې ته ورته نورو وړاندیزونو په بډاینه او پلې کولو کې خپل فکر څرګند او د سولي په بهیر کې د فعال ورګډیدو ، د بهیر په هر موړ کې هغه له ناسمو کګلیچونو څخه د بچولو په وطنې کار کې ګړندۍ ونډه واخلي .

په درناوي

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا

Comments are closed.