د سويډن د مالمو په ښار کې دافغانستان دخلکو ملي متحد گوند غونډه

بسم الله الرحمن الرحيم

20170722نېټه

لومړې پرتوکول

اجندا

الف دتېري جلسی نه تر اوسه په گوندي ژوند پوری اړوند رپوټ.

ب په سويډن کې د گوندي  اوليه سازمانون ويش د ځای او محل په حساب.

ج  مالي چاری

م د ملگرو وړانديزونه او نظرونو اوريدل دراتلونکې غونډي وخت ټاکل

و د گوندې غړو لپاره دگوند اساسنامه او تگلاری او نورو اړونده ملي تاريخي مسلو تدريس د مسولينو لخوا.

قدرمنو ملگرو

غونډه د سويډن د گوندي سازمان منشي محترم ملگري احمدگل اندړ لخوا پرانستل شوه په غونډه کې د مالمو دشاوخوا ښارونو ملگرو گډون کړې وو.

د غونډې اجندا دملگري اندړ لخوا برخوالو ته ولوستل شوه چی د رايو په يوالي تايد شوه وروسته د غونډې رپوټ دتيرو څو مياشتو گوندي رپوټ د محمداقا شيرزاد لخوا برخوالو ته وړاندی شو اود ملگرو پوښتنو ته ځوابونه وويل شوه غونډه د ورځئ په يوه بجه پېل او په دری بجو پای ته ورسيدله د غونډې رپوټ په لاندې توگه دی.

د 2016د11په12 نېټه موږ دسويډن د يتيبورگ په ښار کې گډه غونډه درلوده په دی غونډه کې د سويډن له ټولو ښارونو څخه د گوند غړي را جمع شوي وو.

اود ملگرتوب په فضا کې غونډه سرته ورسيدله له هغې غونډې اوه مياشتی تيری شوی دا دی نن د مالمو په ښار د يو شمير هغه ښارونو  ملگري چی دی غونډی ته رسيدلای شول گوندي غونډه لرو.

درنو ملگرو په تيرو اوه مياشتو کې زموږ گوند دهېواد په داخل او بهر کې زيات فعاليتونه سرته رسولي چی يو څوبېلگو ته ستاسو پام را اړوم.

درنو ملگرو دگوند دارلنشا په هر 15 ورځو کې منظمې غونډي جوړې کړي دگوند اوهيواد حالات ارزول شوي .

زموږ گوند په هر ډول ملي او وطني مسايلو کې خپل دريځ واضيح کړی، گوند د پاکستان  اوايران او نورو هيوادونو لخوا زموږ په هيواد کې د ښکاره لاسوهنو اود پاکستان لخوا زموږ د هيواد دشمنانو ته دامن ځايونه ساتل روزنه په کلکو ټکو غندلی گوند تل دافغانستان د ملي منافعو ددفاع په هکله دهر يرغلگر دشومو موخو پر وړاندې کلک دريځ لري .

زموږ گوند د سولی د تامين او فساد پر وړاندی د مبارزی لاره خپله کړی د گوند مشرتابه لخوا په خپلو نشراتو او ميډيا کې فعاله گډون کړی. گوندي نشرات لکه حقيقت زمان  دگوند اخبار ۴۹ شماری له چاپه راوتلي دخلکو او ملگرو په خدمت کې ورکړل شوي د پيام ملي برېښنايي پاڼه منظمې خپرونی لري، گروفيسبوکي، بامداد او نور هم خپرونی کوي دهيواد حالات د خلکو دردونه اود سياسي مبارزی ليرلودي او موخې خپروي. زموږ گوند داوسني نظام د هر ډول دښمنانو پر وړاندی اعلامېې خپری کړي ددولت د کمزورتېا  ټولی خواوی دولس سره شريکې کړي .

اود سمونې لپاره يي خپل دريځ روښانه کړی.

درنو ملگرو زموږ گوند د متحدملي گوند سره نېټه ۱۳۹۵ د غبرگولي ۶د يووالي سند د کابل په ښار کې  لاسليک کړ د يو کال نه په زياته موده کې د يوالي پروسه تعقيب کړه ادغام لپاره کار وشو د ميکانيزم له مخې بايد گوند په يوه نوم دعدليي وزارت کې ثبت شوی واي؟ د يوکال د ننه موده کې د گوند کنگره رابلل شوی وی ؟ دگوند مالي چاری دفتر سره يو ځای شوی وای؟ خو متاسفانه چی متحد ملي گوند د محترم علومي تر قيادت لاندی اصولو ته غاړه کې نه ښوده  او خپل مخلافت او مقام غوښتن يي کوله چی دا د منل شوو پرنسيفونو خلاف وو نو دغويي په ۲۸ د ۱۳۹۶ کال خپل جلا والی اعلان کړ اود رسيسه هيات اعلاميه خپره کړه ولی د خوشبختی ځای دادی چی په متحدملي کې زياتره گونديانو چی د اوصلو  پابند وو د متحدملي نه جلا او په گوند کي پاته شول يوازی په اروپا کې 50 تنو د وحدت خواهانو تر نامه لاندی  داپريل 2017 زکال اعلاميه خپره کړه    خپل موجوديت له گوند سره اعلان کړ.د گوند دارلانشا د ترکېي هيواد کي د جنرال دوستم، معلم عطامحمد نور، او محقيق تر مينځ ايتلاف پر هکله اعلاميه صادره کړه اود گوند دريځ روښانه کړي گوند مشترابه د ملي تاريخي ورځو په اړوند اعلاميي خپری کړي دي گوند ديوشمېر پخوانيو مشرانو چی وخت زموږ سره ملگري وو ددوی په جنازو کې ددرناوي په خاطر فعال گډون کړی اوددوی د ښو کارونو يادونې په خپلو نشراتو کې  نشرکړي .

د گوند د ټولو کميسونونو د رپوټ اوريدلو او يو شمېر موهمو مسلو په هکله په ۲۰ د چنگاښ ۱۳۹۶ کال داجرايه بيرو غونډه پراخه غونډه دايره کړه رپوټ واوريدل شو د بيرو غړو په جلا جلا توگه خپل وړانديزونه وکړل پريکړې وشوي هر کميسون ته دندی وسپارل شوی موهمه دنده داده چی عنقريب د گوند کنگره دايريږي د ټولو گوندي سازمانو دقيق ارقام را ټول وي هغه چا چی په جلسو کې ونډه اخستي وي او خپله ونډه يي ورکړي وي په کنفرانسو کې گډون کولای شي اود را يي حق لري.

درنو ملگرو زموږ په وړاندې څو موهمې دندې پرتی دي چی بايد سرته ورسيږي.

اول د 2017 کال حقل عضويتونه په يوه اونې کې جمعه او مرکز ته واستول شي.

دويم ټول ملگري دنده لري چی د گوند تگلاره او اساسنامه ولولي او خپل وړانديزونه توحید چی کابل ته واستول شي تر ځو په کنگره کې ورڅخه استفاده وشي.

دريم جلب جزب ته جدي پاملرنه وشي .

۴ ټول ملگري د مرکز نه رارسيدلي اسناد مطالعه او لار ښونی عملي کړي .

۵ تشکيلاتي فورمه اجله خانپوري شي لدتشکيلاتو څانگې ته واستول شي.

۶ ملگري تيورکي کورسوته په وخت زمان حاضر شي چی د مالمو ملگرو ته ملگری مياجان محمدي درس ور کوي.

د بلی غونډې وخت تعين شي، دملگرو وړانديزونه ته وخت ورکول کيږي،

م.کوچی

د غونډي په پای کې يو پرېکړه ليک تاييد شوچی په لاندې توگه دی.

د مالمو په ښار کې دافغانستان دخلکو دملي دترقی گوند

د غونډې پريکړه ليک

نېټه 2017زکال جولای 22

د ننې غونډې رپوټ اود غونډې برخوالو ملگرو وړانديزونه په پوره غور واوريدل شو غونډه د ورځی ۱۳ بجو پېل او په ۱۵ بجو د ملگرتوب په پاکه او سپېڅلی روحيه سرته ورسيدله، په غونډه کې لاندې پرېکړی د رايو په يوالي تاييد شوی.

اول  ننې غونډه کې شاملو ملگرو پرېکړه وکړه چی دگوند لارښونۍ او سپارل شوی دندې به په ښه توگه عملي کوو.

دويم پرېکړه وشوه چی ددی سازمان هر غړې به کوښښ کوو چی د گوند ليکو ته نوی ځوانان جلب کړو.

دريم پريکړه وشوه چی دگوند د مالي چارو د ښه کېدو لپاره به خپل ونډهاو اعانه په خپل وخت زمان ور کوو.

څلورم پرېکړه وشوه چی د گوندي واحد اوليه  سازمان تر څنگ به د ځوانانو سازمان جوړوو.

پينځم دگوند غړو دنده واخستله چی په تيوريکي کورسونو کي فعال برخه اخلو.

شپږم مرکز ته وړانديز کوو چی دهېواد داوسنيو کړکېچنو حالاتو د مخنوي دپاکستان او ايران د ښکاره لاس وښنو پر وړاندې گوند بايد يوه مسالمت امېزه مظاهره وکړي اود گوند دريځ لا روښانه کړي تر څو ولسونه زموږ د گوند په دريځ خبر شي.

يادونه ټول سازمانونه هم په ملي مهمو مسلو کې د گوند غږ پورته کولای شي

ددی پرېکړو مسوليت د ددی سازمان د رهبری په غاړه دی.

م.کوچی

 

 

 

 

 

Comments are closed.