د عبدالرحیم مندوخیل په مړینه د نیاز مومند د خوشینۍ پیغام

20-05-2017عبدالرحيم مندوخيل

په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو وتلی مشر، د دغه ګوند لوی نظریه پرداز او نامتومبارز شخصیت عبدالرحیم مندوخیل له دی نړۍ سترګې پټې کړی او خپل ټول همفکران، همسنګران، دوستان او خپلوان یی د ویر په ټغر کښینول. روح دې تل ښاد وی. ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل می له نیږدی پیژانده، د هغه سره می څو واره لیدلی او خبری اتری می ورسره کړی چی په ډیرو موضوعاتو کی زمونږ نظرونو ورته والی لاره. اروښاد عبدالرحیم مندوخیل د افغانانو او د افغانستان سره بی کچه مینه لرله او تل یی په افغانستان کی د پاکستان د څارګری ادارې (آی. اس.آی) توطي غندلی. زه په داسی حال کی چی د ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل مړینه د پښتنو له پاره یوه لویه ضایعه بولم، د هغه روح ته د دعا او درناوی لاسونه لپه کوم. د هغه ټولو همسنګرانو او خپلوانو ته تسلیت وایم او د لوی زغم او صبر غوښتنه ورته کوم. لوی خدای دی عبدالرحیم مندوخیل ته فردوس جنت ور په برخه کړی.

 

Comments are closed.