د مؤقت حکومت ناپاکه هيله

حکيم روان 

ټول وطن پالونکی او د هيواد د ځمکنی بشپړتيا او ملی واکمنۍ پلويان په هيواد کې د يوه مرکزی ځواکمن حکومت هيله لری . په خواشينۍ سره بايد ووايو چې دا هيله د نړيوالو د ملاتړ سره سره تر اوسه سرته نه ده رسيدلی . ځکه له لومړی سره ځان غوښتونکو جهادی فرعونيانو پر واکمنۍ پنجې ښخې کړې او تر ننه يې په غاښونو او پنجو د ليونيو سپو په شان يوې او بلی خوا ته کشوي . نړيوالې مرستې يې چور او چپاول کړې ، وسله والی جنايتکارې ډلې او د وسلو ګدامونه يې وساتل .

جهادی غيرمسؤلې وسله والې ډلې تر ننه د خلکو سره زور زياتی کوي او مرکزی ويشلی واکمنی يې په وړاندې د عمل کولو توان نه لري . ولسمشر اشرف غنی د قانون واکمنی خپروي ، جهادی مافيا يې په وړاندې مقاومت کوي .  نيمه واکمنی د جهادی مافيا ده .  دا مافيا خدای ، اولی الامر او قانون نه منی . خلک دې وضعيت تر ستونی راوستی دی او باور يې پر حکومت له يوې ورځې تر بلې کمزوری کيږي .

همدا وطن پلوری جهادی مشران د ګاونډيانو مداخلې توجيه کوي . د خيانت د بيرغونو سره د خلکو او نړيوالو د سترګو په وړاندې د مرکزی واکمنی پر ضد وسله وال ګواښونه کوي . د جګړې ، د وينو د رودونو او نه بښونکو بشری ضد جناياتو مسؤلينو د حکومت مهم پوستونه قبضه کړی دی . د بلخ امپراطور په مياشتو مياشتو ولسمشر د چوکيو په ويش بوخت کړی وو او غواړي د خپلې مافيا ريښې نورې هم ژورې کړي .

د مخدره موادو مافيا د جهادی او طالبی مافيا سره په جوړ جاړي کې زمونږ د کمزوری او له پښو لويدلی هيواد تنه زبيښي . هيواد وال مو نه يواځې د توپک سالارانو په جهنم کې سوځي ، بلکې د مخدره موادو د ږيرورو قاچاقيانو دوزخ يې هم لولپه کوي.

آ خوا طالبان ورځ تر بلی خونړی کيږی . په پاکستان کې د ځان مرګو فابريکې په ټول توان او ظرفيت سره کار کوي . د طالبانو ليکې د پاکستانی زرګونو مدرسو په طالبانو ډکيږي . په بی وسو کليو او ولسواليو کې د طالبی زور زياتی تر څنګ له کچې لوړې غريبۍ ، رنګارنګ رنځونو اوبيکارۍ خلک له پښو غورځولی دي .

په داسې ويروونکو شرايطو کې عمران خان پاکستانيانو ته زيرئ ورکوي چې په افغانستان کې « يو ښه » حکومت رامنځته کيږي . عمران خان د کوم ښه حکومت زيرئ ورکوي ؟

دا به هغه حکومت وي چې مشاورين به يې د آی-اس-آی افسران وي او واليان به يې د آی-اس-آی غړي وي .

دا به هغه حکومت وي چې د افغانستان اردوبه دړې وړې کړي او د افغانستان د وسله وال ځواک وسلې به د پاکستان اردو ته وسپاري .

دا به هغه حکومت وي چې پاکستانی بی کيفيته توليداتو ته به د هيواد دروازې بيله کنتروله ، بيله ګمرکه او بی له ماليې خلاصې وي او پاکستان به په کال کې له دې درکه پنځه مليارده ډالره  د نيم ژوانده افغانستان څخه کش کوي .

دا به داسې حکومت وي چې پاکستانيان به پاکستانی مالونه د افغانستان له لارې بيله ترانزيتی محصوله منځنی آسيا او د منځڼۍ آسيا محصولات به د همدې لارې بی محصوله او بی ګمرکه پاکستان ته وړي .

دا به داسی حکومت وی چې له افغانستان پاکستان او ايران ته د تلونکو مفتو اوبو په قصه کې به نه وی او د افغانستان ځمکه به د اوبو د نه رسيدو له امله سوځي .

دا به داسی حکومت وي چې د خپل افغانی تاريخ ريښې به باسی ، موزيمونه او تاريخی ارزښتونو به ( باميان ) په بمونو الوزوي.

دا به هغه حکومت وي چې د افغانيو پر ځای به کلدارې چلوي لکه چې طالبانو چلولې او تر ننه هماغه سيوره مونږ تعقيبوي .

دا به هغه حکومت وي چې د افغانستان شنه ځنګلونه به اره کوي او پاکستان ته به يې وړي او پاکستانيان به د افغانستان معدنيات رايګان پاکستان ته کش کوي .

دا به داسې حکومت وي چې په هغې کې به ولسمشر اشرف غنی نه وي ، کوم چې غواړي افغانستان د پاکستان له ترانزيتی انحصاره خلاص کړي . هغه چې د کراچی بندر پر ځای يې چابهار خلاص کړ او هغه چې له پاکستان نه يې مخ واړاوه او د افغانستان له پاره يې د لاجوردو لار خلاصه کړه او هوايي دهليزونه يې د افغانی مال التجاره د پاره پرانستل او پر پاکستانی مالونو يې منځنی آسيا ته شرایط وضع کړل . د عمران خان ، مانتيسکی ، اتمر او طالبانو په حکومت کې به هغه اشرف غنی نه وي کوم چې پاکستان ته پر تلونکو اوبو بندونه تړي . دوی غواړي له هغه اشرف غنی ځانونه خلاص کړی چې د دموکراسی ، ټولنيز عدالت ، قانون د واکمنۍ د پردو د مداخلو د مخنيوی او په خپل کور کې په خپلو امکاناتو د افغان د باعزته او وړ ژوند توغ يې په اوږه دی .

دا به داسی حکومت وي چې د پاکستان د خوشالی د پاره به د هند سره دښمنی کوي او د نړۍ دوه يا درې تروريست پلوه هيوادونه به يې په رسميت پيژنی او په نړيواله کچه به يو منزوی او د پاکستان مزدور او بنده حکومت وي . خارجی سفرونه به يې د پاکستان په واسطه تنظيميږي .

د روس سفير الکساندر مانتيسکی په سپين سترګی سره وايي چې ټول افغانان دې په سوله کې شريک وي ، خو افغان حکومت نه ؟  روس سفير د يوې بدنامی ديکتاتوری استازی دی ، فکر کوي چې هر چيرې حکومتونه د دوی د حکومت په څېر دی او هيروی چې افغان حکومت د خپلو خلکو استازيتوب کوي . دا بی شرمه د افغان حکومت سره سفير دی او ځان ديپلومات بولی ، افغان ولسمشر ته يې اعتبارنامه وړاندې کړی ، خو په بی شرمی سره زمونږ په چارو کې مداخله کوي او د ټولو نړيوالو معيارونو او ديپلوماتيک عرف خلاف د افغانانو په خپل منځی خبرو ورګډيږی او د حکومت ضد موقف اعلانوی. مانتيسکی فکر کوي چې د روس ک،ګ، ب به د پخوا په شان په افغانستان کې آسونه ځغلوي . خو افغانستان نور هغه افغانستان نه دی .

 افغان حکومت د خارجی دښمنانو سربېره د جهادی مافيا ، طالبی مافيا او د مخدره موادو د مافيا سره سخت بوخت دی ، کنه د روس سفير ددې څرګندونو سره په ۲۴ ساعتو کې د شړلو وړ وو . خو افغان حکومت يې په وړاندې چوپ پاتې شو ، ځکه د کور سپي نه پريږدي چې باندينی ليوان له خپل غولی وشړي .

بيا هم آزمايل شوي اته ( ۸ ) تنظيمونه د مکې قرآن خواره جمع احدی د مؤقت حکومت د طرحو سره مذاکراتو ته ځي . ولی مؤقت حکومت ؟ ولی عمران خان ، الکساندر مانتيسکی ، حنيف اتمر ، عطا نور ، اسماعيل خان او ….. پر مؤقت حکومت ټينګار لري ځکه چې :

–  دوی پوهيږی چې د دوی او د دوی د بادار د دښمن اشرف غنی په وړاندې ټاکنې بايلي او د ټاکنو له لارې د ځان او د بادار د پاره هيڅ نه شی کولای .

–  مؤقت حکومت به د دوی او طالبانو ګډ حکومت وي ، ځکه اشرف غنی او ټول وطن پالونکی هغه ردوي . هغه څه چې ايران ، روس او پاکستان يې غواړي .

 

 

 

Comments are closed.