دافغانستان ملي ترقي گوند د ښونکي د ورځی په وېاړ .
2019زکال داکتوبر ۵مه د ۱۳۹۸ل کال د ميزان۱۳مه
د هېواد ټولو رښتينو خدمتگارانو د علم، پوهی مشعلدارانو ته د ښونکي دورځئ په مناسبت مبارکي وايم.دافغان ټولنۍ د پرمختگ او ترقی اصلي واريثان همد وېاړلي ښونکي دي ،ښونکي چی نن هېواد په خورا بد جنگي سياسي نظامي حالت کي ددی خاوری د تنکيو ماشومانو د ځو انانو په روزنه کې بوخت دي دوی تر بل هر دولتي مامور په خورا کم امتياز کار کوي، د خپل هيواد کمکيو ماشومانو ته د وطن پالنې په روحيه زده کړې ور کوي د ښونکي مقام او منزلت تر هرچا لوړ دی ښونکې نن پرون د ۴۱ کلن جنگ جگړو په دوران کې د شنه اسمان لاندی په دښتو ميرو کې په مسجد اوديرو کې د خپل وطن بچو ته زده کړه ورکوي که څه هم په تيرو ۱۹ کلونو کې د ښونکو او زده کونکو په نوم ميلياردونو افغاني يا ډالر مرسته وشوه ولی په تاسف چی ددی مرسته شوو پيسی د څوتنو چارواکو له خوا غلا حيف ميل شوی نه منظم درسي مواد د زده کونکو په واکې ورکول شوه اونه ښوونځي جوړ يا ورغول شوه نه د ښونکو سره کړې ژمنې عملي شوی ، ښونکې د ټولنې اصلي معماران او بنسټ ايښودونکې د نوروخلکو په شان زوريدلی کړېدلی پاته شوه .
دا چی په 2019 ز کال کې د ولسمشری له پاره ټاکنې وشوی اوهم د تل پاته سولی له پاره يو لړ گامونه اخستل شوي زموږ گوند هيله لري دا ځل د ټاکنو پروسه د ولس واکې ، جمهوريت ته په رښتني توگه داسی ملي شخصيت د هيواد ولسمشر په توگه وگمارل شي چی دټول ملت او په خاصه توگه د ښونکو، زده کونکو ستونزو حل ته جدي پام لرنه وکړي .
عبدلحی مالک د گوند مشر