د مرحوم همزولي شعرونه

انسان

شي زرغون له خړو خاورو بيرته خاورو ته په تله شي

انسان هم عجيب موجود دى کله اور کله  اوبه  شي

کله تاج ورته په سر شي  دغرور  مثال يى  نه وي

کله ولويږي په  ځمکه  لکه خس د  تناره  شي

کله کله  دمهينو سپينو  حورو خيال کې  ډوب  شي

کله ناست  په  ميکده  کې ترخه ټول ورته خواږه شي

کله  لمر تودوخه  راوړي  کله  کنګل  د څيلې  شي

کله  ځاى ونيسي  زړه  کې کله زهر  شي ترخه شي

دهمزولي  داخبره  لکه  ده ، دکاڼي  کر ښه

سميدل يى  بيرته ګران  دي له فطرته چې کاږه شي

Comments are closed.