د مسکو د غونډې تر شا موخې

حکيم روان

ويل کيږي چې د روان کال د فبروری د مياشتې په پنځمه راتلونکی سه شنبې به په مسکو کې د «افغان سولې» په اړه غونډه وشي . روسی منابعو وويل چې ګوندې دا غونډه د افغان کډوالو په غوښتنه رابلل شوي ده ، په کومه کې چې د طالب چارواکو برسېره به يو شمېر د افغان ناورين مهم لوبغاړي لکه محمد محقق ، عطا نور ، تورن اسماعيل خان او شايد پخوانۍ افغان ولسمشر حامد کرزی هم برخه واخلي .

روسی منابعو همدارنګه ويلی دی چې افغان حکومت ته له دې امله د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوی، څو طالبان وکولای شي په ِغونډه کې ګډون وکړي . په دې ډول روسی واکمن غواړي په يوه غشی دوې افغان موخې په نښه کړي .

–  لومړی دا چې افغان کډوال د خپل حکومت دښمنان او د طالبی او پاکستانی موخو پلويان وبولي . – – دوهم دا چې پر خپل دوه مختوب او افغان ضد ماهيت په دې ډل پرده واچوي .

 په روسيه کې روسان د ديکتاتوری له اجازې پرته سا نشی ايستلای ، بيا يو مهاجر او کډوال دومره اختيارات له کومه کوي ، څو نړيوالې غونډې جوړې کړي ؟ د مسکو راتلونکی غونډه د جهادی چورګرو او طالبی ګمارل شوو تر منځ د آزاد افغانستان پر ضد د يوه نامقدس اتحاد د تشکيل د پاره په اسلام آباد کې د ضمير کابلوف د سفر په مهال پلان شوی ده . دروغ دروغجن شرموي . روسي واکمن تل په خبرو کې وايي چې دوی د افغانانو په ملکيت د جوړوونکو مذاکراتو پلويان دي ، خو په عمل کې د پاکستانی تروريستی محافلو سره په همکارۍ او تفاهم کې د افغان سولې پر ضد د بی شعوره طالبانو تروريستی ډلې جنګونو او وژنو ته لمسوي .

روسانو تل پر افغانانو له شا ګوزار کړی دی . راځئ ددې مطلب د روښانتيا له پاره لږ شاته ولاړ شو.

–  د افغانستان واکمن اميرعبدالرحمن خان به ويل چې : « افغانستان د دوو کاڼو تر منځ لکه د شيشې لوښۍ دی او په ډیر مهارت سره بايد وساتل شي » دوه کاڼې روسی استعمار او انګريزی استعمار وو. کله به چې افغانان د انګريزي استعمار سره لاس او ګريوان شول ، روسانو به د شا له خوا پر افغانانو بريد وکړ او د افغانستان ځينې سيمې به يې لاندې کړې .

–  د ګوډ ملا د شورش يوعلت دا وو چې آمانی حکومت د يوه مستقل دولت په توګه په کندهار او جلال آباد کې د شوروی اتحاد دوو کونسلګريو ته د پرانستلو اجازه ورکړه . له دې امله چې انګريزان د برطانوی هند سره نږدې د روسي کونسلګريو مخالف وو، نو ځکه يې خپلو جاسوسانو او تالی څټو ته امر وکړ چې د ګوډ ملا په مشرۍ د ځاځيو او منګلو قومونو په منځ کې آمانی ضد پاڅون ته لمن ووهی . په لږه موده کې دا لمسون نورو ولاياتو لکه کندهار ، غزنی ، لوګر او ميدان-وردګو ته هم پراختيا ومونده . آمانی دولت د لمسون د خنثی کولو په موخه خپل استازي د مذاکراتو له پاره ملا عبداله ګرديزی ( ګود ملا ) او د هغې نږدی ملګري ملا عبدالرشيد ته ور واستول ، خو هغوی د نن ورځې طالبانو په څېر د حکومت له استازو سره له خبرو کولو ډډه وکړه . هغه وو چې دولتی قواو د جنرال محمد وليخان په مشری انګريزی لمسون سرکوب کړ او د سيمی خيرغوښتونکو خلکو ګوډ ملا او ملا عبدالرشيد لاس تړلی دولت ته وسپارل او د يوې نظامي محاکمې په ترڅ کې انګريزانو ته د جاسوسۍ او مسلمان ملت ته د خيانت په تور د مرګ په جزا محکوم شول . انګريزی لمسون ادامه پیدا کړه تر هغو چې د آمانی دولت د سقوط زمينه يې برابره کړه او انګريزانو د خپلو نوکرانو په واسطه  يوغل او ډاکو حبيب الله کلکانی د افغانستان پر تخت کيناوه او انګريزانو د غازی آمان الله خان په نه شتون کې د آرامش سا وايستله . ټپی شوی کلکانی په انګريزی سفارت کې تداوی شو، خو انګريزانو د پاکستان په شان خپله مداخله نه منله . نن هم پاکستان له آزاد افغانستانه غواړی چې د هند کونسلګرۍ له کندهار او جلال آباد څخه وباسی ، خو د آزاد افغانستان په داخلی چارو کې خپله مداخله په سپین سترګی سره نه مني . کلکانی او پلويانو يې کابل چور کړ، د مکتبونو دروازې يې وتړلی او د خلکو پر نواميسو يې تيری وکړ ، عينا هغه څه چې په اويايمو کالونو کې جهادی چورګرو وکړل . هغه وخت انګريز د غلو د غديو تر شا ولاړ وو او نن يې ميراثخور پاکستان دجهادی غلو او بی شعوره طالبانو تر شا ولاړ دی .  روسانو څه وکړل ؟

– روسانو انګريزی لمسون چې د دوی د کونسلګريو پرضد يې را پورته کړی وو، د بزګرانو پاڅون وباله او له هغه څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ . د شا له خوا ګوزار تور وی که سپين ؟

– روسانو د پنجشير په جنګ کې احمدشاه مسعود ته د دولتی ځواکونو له محاصرې نجات ورکړ او د محاصرې له کړۍ نه يې د خپلو هيليکوپترو په مرسته په مرکزی آسيا کې خپل نظامی مرکز ته يووړ احمدشاه مسعود د ک،ج،ب سره د همکاری پروتوکول لاسليک کړ او روسانود افغان دولت تر شا د خپلو راتلونکو لوبو د لوبغاړي په توګه انتخاب کړ.

–  روسانو پر افغانستان د بريد په مهال د افغان قومونو تر منځ نفاق ته لمن ووهله او غوښتل يې د افغانستان په شمال کې د کابل سره موازی حکومت جوړ کړي . دوی خپلواک افغانستان  ته په بی پروايي سره د افغانستان شمال تر ننه د خپلو ګټو ساحه بولي . ددې کار له پاره يې په حيله او تذوير سره د کابل د واکمنو توافق هم تر لاسه کړ او د نجيب الله مسير په مشری يې په مزارشريف کی حکومت جوړ کړ . دا حکومت د راتلونکی شمال ائتلاف د جوړښت او د افغانستان د شمال او جنوب تر منځ د توپير او ويش له پاره يو نادوده پیل وو

–  روسانو د احمد شاه مسعود راتګ ته د زمينې برابرولو په موخه د دفاع وزير شهنواز تڼي او جمهور رئیس شهيد دوکتور نجيب الله تر منځ دښمنيو ته لمن ووهله ، تر څو دوکتور نجيب الله د ګوند د يوې برخې له ملاتړه محروم او په ګوندی داخلی مسألو کې ښکېل کړي . او د دوکتور نجيب الله د دولت په شا کې يې د جبل السراج  توطئه را منځته کړه . د جبل السراج توطيې تر ننه د افغان د وينو تويولو ادامه يقينی کړه .

–  د جهادی چورګرو تر منځ د داخلی جګړې په موکه ، روسان ددې پر ځای چې د افغانستان داخلي جګړه او جګړه مارې ډلې محکومی کړي ، د جنګ د يوه اړخ په ملاتړکې ودريدل او په دې توګه يې د داخلی جګړې د دوام او لا زياتو وينو تويولو سره مرسته وکړه .

–  په ۲۰۰۱ کال کې د بن د کنفرانس په موکه روسانو د بن د توافق پر خلاف د خپل نفوذ لاندې جګړه مارانو د مشروعيت د پاره چيغې او نارې پورته کړې او يو ځل بيا يې د افغانستان شمال د خپل نفوذ ساحه وبلله .

–  اوس چې د جګړې چاړه زمونږ د خلکو هډوکو ته رسيدلی ده او نړيوالې هڅې د جګړې د پای ته رسيدو د پاره اوج ته رسيدلي دي ، روسي واکمنو د تروريستی پاکستان سره لاس يو کړی دی او طالبان جګړې ته هڅوي . په وار وار يې د افغانستان د دولت تر شا لمسونونو ته لمن وهلي ده . د طالبانو سره د افغان دولت له خبرتيا پرته پټ او ناروا اړيکي ساتي .

– روسان تر هر بل چا ښه پوهيږي چې پاکستان د تروريستانو د روزنې او صدور نړيوال مرکز دی ، خو د خپلو سيمه ايزو شووينيستی او پراختيا غوښتونکو موخو د پاره د تروريسم د مور ( پاکستان ) سره عاشقانه اړيکی پالي .

–  روسان لکه پنجابی واکمن په خوله وايي چې د افغان سولی مذاکرات بايد د افغانانو په مالکيت تر سره شي ، خو په عمل کې د افغانستان ټول دښمنان په سر کې پاکستان ورسره ايران او روس ، په يوه ليکه کې د افغانانو د خپلواکۍ ، استقلال ، مقتدر مرکزی دولت ، سولې ، پخلاينی ،  ترقی او پرمختګ سره دښمنی کوي . که څه هم افغان دولت د سيمې او نړۍ له ټولو هيوادونو په وار وار غوښتي دی چې افغانستان د هيچا سره د دښمنی نيت نه لری او هيچا ته به اجازه ور نه کړي ، څو افغانستان د دريم هيواد پر ضد وکاروي او له ټولو هيوادو دا هيله هم لري چې په جنګ ځپلی افغانستان کې د خپلمنځي رقابتونو څخه لاس واخلي . خو په ډيرې خواشينۍ سره چې پاکستانی مليتاريستان ، ايرانی آخوندان او روسی شووينيستان غواړي د افغانانو د وينو ، سرونو او جسدونو د پاسه خپلو ناروا موخو ته ځانونه ورسوي .

نړيوال په خطا سره فکر کوي چې د افغانستان ستونزه طالب دی ! د افغانستان ستونزه طالب نه بلکه مداخله ګر او تروريست پلوه ګاونډيان او د سيمې هيوادونه دی چې په افغانستان کې د لاسوهنو ، ناامنۍ او بی ثباتۍ لامل کيږي . طالب د افغانستان پر ضد د مداخلې له پاره د پاکستان ، ايران او روس د لاسونو آله ده . که مداخله ګر ګاونډيان له مداخلې لاس واخلي ، طالب به له کاره ولويږي . روسان د پاکستاني واکمنو سره په پټه د ګډو موخو د پاره د طالب پر استعمال جوړجاړی کوي ، له بلې خوا دا سې څرګندوی چې ګوندې طالب د خپل سر او واک خاوند دی .

که طالب د خپل سر او واک خاوند وي ، نو طالب د چا په امکاناتو د افغان دولت او نړيوال ائتلاف سره جنګيږي ؟ د طالب جنګياليو زخميان چيرې تداوي کيږي ؟ طالبان د دينی مدرسو شاګردان دی دوی ته نظامی تعليم او تربيه څوک ورکوي ؟ د طالبانو د کويټې ، د پښاور او د کراچی شوراګانې چيرې دي ؟ که طالبان خپلواک وي ، نو ولی د نوازشريف په شان د افغان وسله وال پوځ منحل کيدل غواړي ؟ طالبان که خپلواک وي ولی د نننی نظام چې د اساسی قانون دريمه ماده يې وايي چې :« په افغانستان کې هيڅ قانون نشی کولای چې د اسلام د مقدس دين د احکامو او معتقداتو مخالف وي» ړنګول غواړي ؟ د طالبانو اسلامی نظام د اسلام د مقدس دين د احکامو او معتقداتو مخالف نظام دي ؟

 د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زاخارووا وايي چې : « مونږ له پاکستان سره د ويرې اچونې پر ضد جنګ کې همدارنګه د افغان سولې په اړه له نږدې همکاری لرو، مونږ د داعش له پراختيا څخه ګډه انديښنه لرو. »

که په رښتيا سره روسی واکمنو د ويرې اچونې پر ضد جنګ کولای ، نو د ويرې اچونې د مرکز (پاکستان) پر ځای به يې د ويرې اچونې له قربانی افغانستان سره ګډ کار کولای ! د پاکستان سره ګډ کار د ويرې اچونې سره مرسته ده . داعش د آی-اس-آی په خونړيو لاسو د پاکستاني طالبانو ، د پاکستان د لشکر جنګهوی ،د پاکستان د جماعت الاحرار او احرارالهند د بنسټ پالو تروريستی ډلو څخه جوړه شوی ګډوله ده . داعش له طالبانو وروسته د پاکستانی تروريسم بله پروژه ده . روسی ديکتاتور د خپلو خلکو په سترګو ور ننوځی ، خو د نړۍ د خلکو په سترګو ورننوتلی نه شي . د پاکستان سره همکاری د ترور د دوام سره مرسته ده .

د پاکستانی تروريستانو سره د روسی واکمنو نامردانه اتحاد او پیوستون به د تروريسم د اصلی قربانی افغان ولس په حافظه کې د تل د پاره ثبت شی . پای

Comments are closed.