د مينې کعبه

نور محمد غفوریUntitled

څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې                           که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې

هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې                            هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې

که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم                            بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې

تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې             د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې

زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی                ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې

پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی                ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې

د هــیچــا مې بندګی قــــــبوله نــــکړه                 خو زما د عشق معبود ته مې کعبه یې

کابل- افغانستان

30.01.2018

Comments are closed.