د مۍ اوله – د کارگرانو نړۍ واله ورځ

د مۍ اوله، د کارگرانو نړۍ واله ورځ 

international-workers-day-1

کار ګر د ټولنې د پرمختګ ،د ټولنی بنسټ ایښودونکې ، اود ټولنې اصلي معمار ته دا نړېواله

لمانځغونډه، پراخه ملاتړ مبارکي او خپل درناویوړاندې کوم، غواړم ددی ورځې په پسمنظرلږ رڼا واچوم

 د کارګرانو شرطونه او غوښتنی:

دکار د اجرا دپاره ښه شرایط برابرول او (۱۴) ساعت کار څخه د ورځی کار (۸) ساعته ته ښکته کول وه. او داسی قرار وه چه د اول د می څخه د کار ساعت (۸) ساعتونو ته راټیت شی. خو دا کار د وخت حکومت و نه مانه. چه په نتیجه کی په امریکا کی  1886زکال400زره کارګرانو په ګوت ګوت کی کارګرانو په عمومی اعتصاب لاس پوری کړه. او تقریبأ (۱۲۰۰) کارخانی او فابریکو کی اعتصاب جریان پیدا کړه. په دی جمله کی د شیکاګو د ښار د کارګرانو تعداد او پلویان یی تقریبآ (400) زرو تنو ته رسیده. د اعتصاب په څلورمه ورځ کارګرانو او پلویان یی د (حی مارکېټ) په میدان کی سره راټول شوول او بیا یی په حرکت شروع وکړه. له لږ ځنډ وروسته پولیسو د مظاهره چیانو مخه ونیوله چی مظاهره چیان تیت او پرک کړي. په دی وخت کې یو انفجار صورت ونیوه. یو مامور د پولیس مړ شو، او پولیسانو پر کار ګرانو يرغل پېل کړ په پېله کې زيات کارګران ټپېان شول او دا پېښه  ددی سبب شوه چی پولیسو په مظاهره چیانو ډزی او ټکان وکړي . ډیر کارګران مړه شوه، د مړو اجساد معلوم ندی، او د زخمیانو تعداد او شهرت معلوم او شته دی. او پولیس وتوانیدل چه مظاهره چیان تیت او خواره او واره کړي. او په دی جګړه کی (۸) نفره کارګران ژوندی ونیول شوول چه د هغه جملی څخه (۵) نفره المانی مهاجر کارګران وه. او یو نفر المانی امریکایی تابعه وه. محکمی یو نفر په(۱۵) کاله حبس محکوم کړه. او پاتی تعداد یی په دار وزځړول. او د ښار حاکم د دوه نفرو اعدام په حبس تبدیل کړه. د (۵) نفر کارګرو د جملی څخه یو نفر ځان وژنه  وکړه. او څلور نور په دار وځړول شوول. ددی خبر په خپریدو سره اکثره هېوادو  د دی ورځی د کالیزی د یادونې لمانځغونډي  ونیولی. او دا تاریخي ورځ يانی  د می اوله د کارګرانو د یووالي د نړیوالۍ ورځی په نامه ونومول شوه. دیاده ولو وړ ده چه اعدام کوونکی اکثرآ المانی وه. او په کال (۱۹۳۳) دالمان دنازیانو پاړ ټی دا ورځ يا نی د می اوله ورځ عمومي رخصتی او ملی ورځ اعلان کړه. او نن یی ټوله نړی د کارګرو د یوالي نړیوالی ورځی په نوم پیژني. او یادونه یی کوي.

د بشری ټولنی د تکامل په پړاونو کی د کار او کارګری نهضت او تیوری د کارګری طبقی ارزښت او اهمیت خورا د اهمیت وړ وګرځیده. کارګری او پرولتاری غورځنګ او نهضت نړیوال تکاملي اړخونه اخلی. تیوری یی په علمی او عملی لحاظ تدوین کیږی. او دا ډیر لوی او اوږد علمی بحث دی چه لیکل یی په دی څو ورقو کی د مضمون د محتوا او حوصلی څخه وتلی دی.

 رابه شو خپل ګران هیواد افغانستان ته چه د کارګرانو، بزرګرانو، خواریکښانو، کسبګرو ژوند څنګه تیریږي، څلور لسیزی څنګه وه، څه تیر شوول، او څه کیږی، دا هم ډیر لوی بحث دی. غواړم خورا لنډ ډول یوه تیریدونکی کتنه وکړم حقیقت دادی چه حقایق لیکل او ویل یې ګران کار دی. ډیر لوستونکی پری خوا بدی کیږی. ولی زمونږ د ټولنی رښتینی تاریخ، څوک نشی پټولای. ګران افغانستان چه د کابل ښار څلور سرکه یې تمثیل نشی کولای. پنځه زره کلن تاریخ  لري . او زمونږ په بی اتفاقی او بی امنی کی خپلی ګتی خوندی کوی. ښکاره بېلګه یې د پاکستان، ايران  د استخباراتی کړیو لاس وهنې دي. د بلی خواه زموږ خلک په مختلفو ملیتونو او قومونو ويشلي، مختلفې ژبی او کلتوري فرهنګي رسوم رواجونه  لری. (۹۹) فیصده  وګړي يې  مسلمانان دي. او په تاسف سره تقریبآ۸۰) فیصده وګړي نالوستی او ژر غولیدونکی دي. چه اوسني ځان وژنه يې ښې بېلګې دي. او همیشه دتاریخ په اوږدو کی په قصدی او عمدی ډول سره د استعماری قواوو ګروګان او برمته شوي دي. او همیشه په تیارو کی ساتل شوي دي. د بلی خوا په هېواد  کی ډیری برخی شته دي چه خلک یی په اوسنی د الکترون په عصر کی برق نه پیژني. د معاصر تخنیک او پوهی سره نا آشنا دي.

د ټولو سره سره زمونږ د ټولنی بد مرغي داده چه د کډوالۍ  په کلونو کی زموږ میلونونه وګړي د پردیو په لمسون د خپل وطن د کور ورانی د ملی شتمنیو د چور او چپاول او غنیمت ګری سبق یی په ګاونډی هیوادونو کی زده کړه. او ډیر اکثریت یی د بهرنی استخباراتی کړیو ښکار شوي دي. او دا لړی دوام لري.. او مافیایی کړی او زور واکان پکې د ځنګل قانون چلوي. د بلی خوا کرهڼه هم پکې په عصري او میکانیزه شکل تولید نکوي کرهڼه، مالداری، او باڼوالي په کی په عنعنوی شکل مخ ته خي. د اوبو اصلی منابع  چی زموږ وطنی میراث دی ولی د وخت واکمنان یی د ګاونډیانو د ډاره د استفادی اقدام نشی کولای. او بریښنا د پردیو ملکونو څخه رانیولی. او زموږ د اوبو څخه نورو ګټه کوی .

دا به وی نصیب د افغانانو چه په وینو کی لمبیږی
یو دښمن وهی بیا بل وهی، اوس دا وهی

زما په اند  تر اوسه زموږ  د هېواد واکمنې کړی پر دی نه دي توانيدلي  چې موږ د ټولنې رښتني معماران څومره دي ددوی وړانديزونه څه دي همدارنګه دوی په رښتني توګه ټولنيزي ټولنې لري ددوی سره اړيکی نيول شوي ددوی غوښتنې اوريدل شوي  روا حق يې ورکړل شوی نه خير نو  هېواد به خا مخا د د ليږد پر ځای واردولو ته اړ وي د کار خانو خاوندان د کار ګرانو سره مناسب چلند کوي معاشونه ورکول کيږي ددوی صحت بيمه شوی نه خيردوی ته تفريحي پروګرامونه شته واکمنان د کارخانو ستونزي کنټرولوي نه خير.

پوښتنه سر شميرنه به کله او په سمه توګه وشي. زه خو انګيرم چی دا کار نه کيږي موږ  برښنايي تذکری نه شو ويشلای بيا سر شميرنه خو هلته پريده.

دا هېواد هر څه په خپل سر روان دي خاوند يې نه پوهيږي چی له کوم کار نه يې پېل کړي هغه د موزيګي کټ تری جوړ شوی چی لانګه يې ټينګوي بازوی زينه.

سياسي ګوندونه هم د پخوا په شان فعال نه دي يوازی په پيامونو ځانته بازي ورکوي  ددموکراسې په دوران چی اساسي قانون هم اجازه در کړی بايد اوسنې کال ۱۳۹۵ ګوندونه د کار ګرانو نړېوال جشن په خورا شانداره مراسمو ولمانځي ، د شاه او داود خان په رژيمونو کې ګوندونو په دی ورځ مظاهری کول ويناوی کول هلته په قانون کې هم ښکاره اجازه نه وه اوس ګوندونه نه بايد چپه خوله ټول ملي او وګړنۍ تاريخي ورځی  بی لمانځغونډو پريدي.

ژوندي دي وي د نړې ټول کارګران

د کار ګرانو يوالې دی محکم وي

د کار ګرانو جشن دی مبارک وي

محمداقا کوچی

مالمو       سويډن

20160420

Comments are closed.