د نوی لمریزکال پیل د تغیر او خوځښت پیل

m agha (2)محمدآقا شیرزاد

په لويدځ کې نوی کال په ساړه او کړنگيدلي ژمی کې را ځي خو خلک ورته د لمانځغونډو تابيا نيسي په خورا شانداره مراسمو يې لمانځي وني چی داوخت پاڼۍ نه لري په سرو او شنو برښنايي څراغو يې ښکلي کوي د خوښی ټول مراسم سرته رسوي، ټولی کلتوري چاری مخته وړي خاص خوراکي توکي د خوراک له پاره امده کوي. راځم د خپل تاريخي هېواد گران افغانستان خلک ولسونه دا ورځ په خاصو عنعنوي مېلو کلتوري نڅاوو د اوه رنگه ميوو ، او خاصو خوراکي توکو سره لمانځي ددی ورځې لمانځل ديو شمېر ديني چارواکو له خوا حرامه بلل کيږي اود ورځ د زردشتي مذهب د کلتور برخه گڼي خو زه دا ورځ  دبدلون او تغير دورځې په نوم يادوم دا په دی ما نا چی د وري لومړی ورځ اوشپه سره برابره وي له همدی نېټئ وروسته ورځ لويږې شپه کميږي خلک د بزگر د ورځې په وياړ په کار پيل کوي کښت کرنه پېليږي د طبعت ټول ژوندي شيان په حرکت او خوځښت پېل کوي دافغان خاوری ټولی دښتی د غاټول ،صپرغو، گوگړو، نرگسو، گل گلاب غنم رنگ او نورو  گلابي رنگ اخلي او ټوله فضا د گلانو په ښکلي بوی پوښل کيږي دوزلوبو، نيزه بازيو د مختلفو حيواناتو ندارتون او پهلواني او نوری کلتوري برخې نداری ته وړاندی کيږي. نجونۍ په خپل وربلوکې گلان ټومبي نوي کالي اغوندي سمنک او انوری اوه رنگه ميوی د ميلو له پاره له ځانو سره وړي ياني دا هر څه دنوي کال د پېل له برکته پېليږي. ددی ټولو خوښيو تر څنگ افغان ولس د ۴۰ کلونو را ديخوا د جنگ جگړو د ترهگريزو او پرديو د ير غلونو سره لاس گريوان دي د هيواد زياتره کلتوري ميراثونه ويجاړ شوي د خوښي ځای ناستی غم وير او وژنې نيولی په هره ورځ او هر کال کې په زرگونو عام ولسونه وژل کيږي يا جبري کډوالی ته اړ باسل شوي، زيات خلک په نوي کال کې د خوشحالی پر ځای د خپلو شهيدانو ددرناوي له پاره د هغوی مزار ته درومي هلته ژړا وير او غم تازه کوي ،ټولې نړې خلک نوی کال په خوښې لمانځې ليکن موږ او زموږ هيواد وال د پرديو پالواود بهرنيو د لاس وهنې او يرغلو له امله د غم پر ټغر ناست اود خپلو شهيدانو وير تازه کوو دسولی څرک نه ليدل کيږي گاونډ کې مو پراته حکومتونه تل زموږ د خلکو د وژنۍ او زموږ د هيواد دطبعي شتمنيو د لوټ او تالان پلانونه جوړوي.ولی دوی دا بايد له ياده ونه باسي چی ډېر ژر به د خپلو شومو مخو دسرته رسولو ځواب تر لاسه کړي.همدا اوس په نام نهاده دبل په لاس جوړ شوي پاکستان کې د پښتنو د خود اراديت انقلاب دولسونو په مټ پېل شوی تور پنجاب اودده گوډاگې رژيم به په گونډو کړي پښتون ملت به د خپلو روا ازاديو له پاره په سوليزه توگه انقلاب کوي او که اړتيا پيدا شوه دوی په تشو لاسو د خلکو په زور دا پوشالي واکمنان ړنگولای شي همداوس دازادی او يوالي ترانۍ د ولس له خوا بدرگه کيږي وايي لرو برافغان انقلاب انقلاب زنده باد.روسانو خو د خپلۍ امپراتوری نه لاس په سر شول، ايران اونور هيوادونه چی دافغان خاوری پر وړاندی کوم ناروا کار ونه کوي نن دی که سبا د خپلو ولسونو له امله به داور په لمبو کې وسوزي.

د م م دتير ز کال درپوټ له مخۍ 10زره زيات  ولسي وگړي وژل يا ټپيان شوي يونما په ۲۰۱۶زکال د ولسي وگړو تلفات ياټپي کيدل۹فيصده کم ښودلي دا تلفات د حکومت مخاليفينو ۶۵ فيصده طالبانو ۱۰ فيصده داعشيانو او ۱۳ فيصده نا مالومو وسلوالو ډلو ټپلو له خوا سرته رسيدلي  ،..همدا۱۳۹۶ ل کال په کابل  کې د سولی د پروسې نړېواله غونډه دافغان دولت ملاتړ وکړ اودا وپتېله چی دافغان ټولو مخالفو ډلو ټپلو سره مرسته اود اوسيدو او د پټيدو ځايونه په گاونډيو هېوادو کې شتون لري د ترهگرو مشران هم هلته ارام ژوند کوي که کوم يويي د بهرنيو د حملو په پاېلو کې وژل شوي ټول په پاکستان کې وو.د پاکستان ښکرور درواغ نن ټولۍ نړې ته ما لوم  شوي ديد پاکستاني حکومت مشر نواز  درشوت اخستلو بربنډې دوسی له مخي له دندي گوښه شو ،همدا تيره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اصف په مرداريو پر مخ ووشتل شو، نواز شريف د خلکو لخوا د بوټانو پر ويشتلو بدرگه شو، عمران خان بيا د خپلو اخلاقي کمزوريو سره په بوټ وويشتل شو  دا چی پاکستان او چارواکي  په هيڅ نوعه درواغو ، چلوټيو ، توطيو دسيسو اود پرديو په غلامې کې پوره مهارت لري بياهم ولسونو ددوی درسوايي او ورکيدو تکل کړې دافغان ولس د شهيدانو، کونډو ماشومانو بوډاگانو دوژل کيدو غچ اخستل حتمي شوي نوداوخت ډير نژدی شوی چی زموږ د هېواد هر ډول دشمنان به دخلکو په مټ او بازو د نابودې دوزخي کندې ته ټيل وهل شي سيمه به له توطيه کونکو او پردی پالو پاکه شي دسولۍ سپينه کوتره به ژر زموږ د ولس پر پاکه او سپيڅېلی خاوره والوزي.

محمد اقا شيرزاد

Comments are closed.