د نيکه ونه

   د نيکه ونه 

دلویو لويو درنو تیګو په منخ کي دیوه ښکلی ځړوب یا ابشار له څنګه دشتمنی،ښکلا اوهیلونښه وم .دشنو پاڼو په منخ کي به مي ښکلي غوټي په غوړیدو وي،سیل،سیل

مرغان به می په میوو ماړه اود اوږدو منزلونو کاروانونه به می سیوری ته هوسیدل.

ما به دکاروانیانو ټولي ترخي ،خوږی کيسی دزړه په غوږو اوریدلي .خوښي وی،

دویر او ماتم نښی نه وي ،دکينی ،کرکی څپی می نه په  ستر ګو کیدي .دخپلوڅانګود

غوړیدو په ننداره وم .په چم ګاونډ کی می د سیالی وزرونه په خوځیدووه .خپلوته نه

ښکاریدم خوپردوبه زما په غوړیدو رخه کوله ،په پټه ئی زما جرړوته داوربڅری کرل .له دی بڅرو نه تندر ،طوفان جوړسو پرشنه اسمان موتوري وریځي راواوښتی

لیونی بارانونه،خړسیلابونه وبهیدل .دسپرلی وږمي ودریدی،ګلان پرژیدوشول،دمنی

ساړه بادونه راوالوتل ډیری هغه کاروانیان څی زما په میو به ماړه وه ، زما ویخ سیوری ته ئی داوږدو سفرونو کیسي کولي ناڅا په زما دښمنان سول.بیلونه،کلنګان

ئی را جیګ کړل ،زما په ریښو ئی ښخ کړل ،زما له ښکلو څانګو ئی خپلوتبرونو     

ته کلک کلک لاستی جوړ کړل ،زما دبد ن په وهلو لګیا سول. دزمانی کور دی

شی نه پوهیږم څی زما زامنوته ئی په خپلو خوړو کی څه زهر ورکړل چه ټول 

له مخی لیونیان سول دفکر او خیال لمنه ئی ټوله ،دکاروانونو لوری ورنه ورک  

شول ،له ډیره لیونتوبه یودبل غوښی خوری .

ای لویه نیکه ، ستا خوپه یاد دی کنه ؟ چه په چوپه چوپتا کی به دی زما تر اسمان 

ته وتلو څانکو لاندی دلوی څښتن ستا یښ کاوه،ټولو وګړو ته به دی دلوي څښتن

له درباره دژوند او نیکمرغی هیله کوله  داڅه راغلل ،څه وشول ؟ ستا زامن

دلیونتوب څپوکی لاهوسول ،ستا له مخه یو دبل غوښی خوریوایه،وایه،زه ئی

اورم،هو ،  داستا اواز دي  ،زه ئی پیژنم  ،لوی  نیکه وائی ، 

ستا ترسیوری لاندی اولنو هم لوی څښتن ستا یه ،زړه مه تنګوه ،زموږ پر سرپه

هرو دوو پیړیو کی داسی توری وریځی رااوښتی دی .موږ خو له سترګو پناه او

تللی یو خو پر تاسو موغیږه راتاوده ،څوک به پری نږدو چه ستا سوهډونه جلا

دکانونو وپلوری.دزمانی دا ازموینه به هم تیره کړو موږ به ژوندی یو خودناولو

هیلو داغ به دپردو پرتندي پروت وي .

هو، همداسی ده،زما سینه خودکار وانونو څلور لاری وه،دلته د نړی ډیر تمدنونه

راغلل اولاړل،دهمدی تمد نونو ډیری نښی زماپه پراخه سینه کی په ګډو شتمنیو

واوښتی دچمګاونډ رخه له همدی ځاویه اوبیږی ، زه مغرور اوچم ګاونډ مکاروو.

بد مر غی له همدی ځایه راپرته سوه ،وائی ،مه وهه په نوک چه  ونه خوری په

سوک ، هغوی چه زما دورکی خیال کوی له ځا نه بی خبردخپلی ورکی سرچینه

لټوي .

[یادونه ،دا لیکنه په کابل کی د۱۹۹۲جکړو په هکله لیکل سویوه [ شهد نور [

    

Comments are closed.