د هـالـينډ په هيواد کي د افغانانو د جـرګي د نړيوال کنفرانس لنـډ رپـوټ

img_0053

ليکونکې امير محمد گران

:
پاکستان د بنسټ پالني او تروريزم مرکز ـ د افغانستان د بي ثباتي اصلي عامل :
د اپريل د مياشتي په 23 نيټه د هالينډ د امستردام ښار ته څيرمه د بيفروايک Beverwijk په ښارګوټي کي په
اروپا کي د افغانانو د جــرګـي لخوا د پورتنۍ اجــندا د څيړلو او بحث لپاره په اروپائي هيوادو کي ميشتو ـ
افغان روڼ اندو ، شخصيتونو ، د ګوندونو ، اتحاديو او مختلفو بنسټونو استاذو ته بلـنـه ورکړي وه ، د کنفرانس
کار دوه برخي ، مقالي ويل او د نظر څرګندونه او هم د ټنګ ټکور پروګرام شامل وو ، په کنفرانس کي د اجندا
په اړوند د جرګي د مشرتابه جرګه ګۍ لخوا ګټوري او تاريخي خبري او هم مقالي ولوستل شوي ، د جرګي ـ
يوه نوښتګر او فعال ښاغلي ډاکتر اصغرخيل منګل پاکستان د ترهګريزو فعاليتونو او د تروريزم د ملاتړي او ـ
صادرونکي هيواد په توګه ياد کړ او د ډيــورند د تپل سوي او استعماري کرښي حـقـوقـي ارزوني ته په ــ
اشاري سره وويل چه دا استعماري کرښه له جيهونه تر اباسينه افغانانو ته حقوقي ارزښت نه لري ، په ــ
کنفرانس کي د اروپائي بيلا بيلو هيوادو څخه د راغـليو سياسي ، اکاډميکو او فرهنګي شخصيتونو ، ــ
د اتحاديو او نهادونو د استاذو د ويناوو او پيغامونو ترڅـنـګ ما هم د پورتني اجندا په اړوند د وخت د کمي ــ
له امـله لـنـډه ويناپه لاندي کـرښـو کي وړاندي کړه :
ــ د هند په نيمه وچه کي د پاکستان تيوري د انګريز د امپريل استعمار د جيوستراتيژيکو او جيوپوليټيکو ــ
اوږدمهاله اهدافو لپاره د دوي د لاس پوڅو لخوا مطرح او عملي سوه ، هغه وخت ياني د 18 پيړۍ په پاي کي
برطانوي ښکيلاک يواځنئ اروپائي ځواک وو چه د هند په نيمه وچه او هندي سمندر کي ئي خپلي اډي ــ
قرارګاوي او د سوق الجيش مرکزونه مستحکم کړل ، د انګريزانو ستراتيژي دا وه چه خپله سياسي ــ
اقتصادي او تجارتي ولــکـه په ټول هند او له هند څخه بهر د فارورډ پاليسي ( Forward ) په چوکاټ کي ــ
د منځنۍ اسيا په لور پـلـنـه کړي ، ولي ددوي د استعماري موخو او پراختيا غوښتني په وړاندي په برصغير
کي د مختلفو ډلو ټپلو او ګوندنو لکه ، په 1813 تر 1823 د پنداريانو ازادي بخښوونکي غورځنګ چه د ــ
روهـيـله پـښـتـنو امـيرخان افغان ئي رهبري کوله او وروسته له مبارزو او اتلوليو د انګريزانو د 120000 ــ
منظم اردو لخوا په بي رحمۍ وټــکول سول ، همدارنګه د هند د ملي کانګريس ګوند چه په 1885 کي ــ
تاسيس او د دغه ګوند په رهبري کي بيا مهاتماګاندي ، مولانا ابوالکلام ازاد ، ډاکتر ذاکرحسين چه دواړه ـ
افغانان دي ، راجندر پرساد ، جواهرلال نهرو ول ، خان عبدالغفار خان پاچاخان او د هغه مشر ورور ــ
ډاکتر خان صيب هم د کانګريس له ګوند سره د استعمار په شړلو کي همـغـږي او همکار ول د يادولو وړ
ده چه محمدعلي جناح هم د کانګريس دګوند غړي وو او وروسته د انګريزانو په اشاره په 1913 کي ــ
د ټول هند مسلم ليګ ګوند ته ورغي ، پاچاخان هم د هند په شمال غربي سيمه کي د انگريزانو په ضد په
1921 کال کي د انجمن اصلاح افاغنه او په 1929 کال کي ئي د خدائي خدمتگارو غورځنګ بنسټ ــ
کيښود ، په دي وخت کي وو چه د علــيــګـړهـ مسلم يونيورسيټي لخوا په 1906 کال کي په ډاکــه کي ــ
د ال انډيا مسلم ليگ د ګوند بنسټ کيښول سو .
د هند په نيمه وچه کي د مسلمانانو ځينو کـتـه ګوريو او ليږکيو له استعماري واکمنو څخه د مسلمانانو ــ
لپاره د ځينو امتيازاتو غوښتني پيل کړي ، د بيلگي په توګه په 1906 کال د مسلمانانو يو 36 کسيز ــ
پلاوي د سـراغاخان تر مشري لاندي د شــمـله په توريستيکي او تفريحي ښارګوټي کي چه د ډهـلي په ـ
شمال کي موقـعـيت لري د هند له وايسراي ( نائب السلطنة ) لارډمنټو سره ملاقات وکړ ، دغه پلاوي له ــ
انګريزانو څخه د هند په نيمه وچه کي د مسلمانانو لپاره د ځانګړي امتيازاتو او حقوقو غوښتنه کوله ، ــ
همدارنګه د مسلم ليګ ګوند د مسلمانانو د ځانگړي حقوقو اوامتيازاتو په چوکاټ کي خپلي غوښتني ــ
مطرح کولي او فعاليتونه ئي ګړندي کړل ، د يادولو وړ ده چه د هند په نيمه وچه کي د سرسيداحمدخان
لخوا د دوو قومي نظرئي تيوري ، ياني هندوان بيل او مسلمانان بيل وړاندي او د ښکيلاکي ځواکونو په
لمسونه د هندو ـ مسلمان جګړو زور واخيست او په ټول هندوستان کي نفرت او کرکه پيل سوه ــ
د مسلم ليگ ګوند د دوه قومي نظرئي تيوري تائيد او د پلي کولو لپاره ئي نه ستړي کيدونکي مبارزه کوله
همدارنګه په 1930 کال کي د هند د الله اباد په ښار کي د مسلم ليگ د ګوند کلنی اجلاس د علامه ــ
محمداقبال لاهوري ترقيادت لاندي جوړ او علامه اقبال پخپله پرانيستونکي وينا کي د هند په نيمه وچه ــ
کي د مذهب په اساس د دوو قومي نظرئي ياني ، هندوستان بيل او د مسلمانانو لپاره جلا هيواد تائيد ــ
او ملاتړ ئي وکړ چه له دغه وخته د مذهبي ائديولوژۍ په اساس د “پاکستان” د جوړښت لپاره لاره هواره
او هــڅـي ګړندۍ شوي ، د پاکستان د نوم وړانديز د لومړي ځل لپاره په لندن کي د Cambridge ــ
( کامبريج ) د پوهنتون يو تعداد هندي محصيلينو وړاندي کړ چه په 23 مارچ 1940 کال د ال انډيا ــ
مسلم ليگ د ګوند چه د موضوع په اړوند ئي په لاهور کي جلسه وکړه د تائيد وړ وګرځيد او د ــ
هند په نيمه وچه کي د مسلمانانو لپاره د جلا هيواد غوښتنه او مطالبه پکي تــکرار سوه ، د مسلم ليگ ـ
د ګوند دا جلسه تراوسه پوري د قرارداد لاهور يا قـرارداد پاکستان په نامه ياديږي او هر کال ئي په ــ
لاهور کي د منارپاکستان او نورو ښارو کي په 23 د مارچ تجليل کوي ، وروسته له پورتنۍ سريزي ــ
اوس د کنفرانس د اجندا په اړوند يو څو کرښي ليکم ، د دويمي نړيوالي جګړي په وخت کي په اروپا ــ
او اسيائي محاذ کي انګريزي ښکيلاک له گڼو ستونزو سره مخامخ وو ، په همدي شرايطو کي ــ
د مولانا ابواکلام ازاد په مشرۍ د هند کانگريس ګوند لخوا هندوستان ته د بشپړي خپلواکۍ غوښتنه ــ
وشوه او هم د Quit India او ” هندوستان چهوړدو” ياني له هندوستان څخه ووځئ او هم له ــ
له انګريزانو سره ئي د عدم همکاري نوښت او تحريک پيل کړ چه د کانگريسي رهبرانو د نيول کيدو ــ
سبب شو ، برطانوي حکومت د کانگريس د ګوند په مشرۍ د خپلواکي غوښتونکو او مبارزينو ــ
لخوا د هــنــد د استقلال مطالبه ومنله ، خو په دغه وخت کي د مسلم ليگ ګوند د محمد علي جناح په ــ
مشرۍ له انگريزانو سره همکاري کوله او د ښکيلاکي مسلطو ځواکونو لخوا به ورته وعدي ورکول کيدي
چه تاسو به بيا خوښحاله کړو او يو څه به درکړو ،
چه په 1946 کال د برطانوي هند وايسراي ( نائب السلطنة ) لارډ ډيول ، وروسته له انتخاباتو د ــ
کانگريس ګوند د ليږد ( انتقالي ) يا Transitional حکومت په جوړولو مؤظف کړ او پـنـډت نـهـرو ــ
ئي د انتقالي حکومت د مرستيال رئيس په توگه معرفي کړ ، خو د مسلم ليگ ګوند په انتقالي حکومت ـ
کي د برخي اخيستلو څخه انکار وکړ ، مګر وروسته د وايسراي لارډ ډيول د تماسونو په نتيجه کي ــ
مسلم ليگ ګوند هم په انتقالي حکومت کي شامل سو او په وروسته فعاليتونو کي د کانگريس او ــ
مسلم ليگ ګوندونه له وايسراي سره دي تاريخي فيصلي ته ورسيدل چه د هــنــد نـيـمـه و چــه به په ــ
هندوستان او پاکستان تجزيه کيږي ، همدارنګه د برطانيا پارلمان د هند د تجزئي موضوع د 1947 ـ
کال د جون د مياشتي په 3 نيټه ومنله ، ولي د هند د نيمي وچي ويش د اگست مياشتي ته وځنډيد ـ
چه په 14 د اگست 1947 ، پاکستان د انګريزانو د بدشګونه او شوم ميراث او د دوي د ــ
جيوپوليټيکو او جيوايکانوميکو اوږدمهاله گټو لپاره په مصنوعي توګه په داسي حال کي چه ځمکه ــ
د افغانانو او کلتور ئي د هند څخه واخيست را منځ ته کړ ، د هند د نيمي وچي د ويش يا ــ
‏                      Partition  له امله د هند د نيمي وچي خلک له يوي ستري غميزي او فاجعي سره مخامخ سول ــ
د بيلګي په توګه 10 مليونه خلک دواړو خواوو ته وکوچيدل ، د 1 يو مليون په شاوخوا کي مظلوم ــ
انسانان مړه سول ، د پاکستان جوړښت د هند په نيمه وچه کي يوه متفقه پروسه نه وه ، د برصغير
اکثريت خلک د مسلمانانو په ګډون د مذهبي ائديولوژۍ له مخي د هند د نيمي وچي له ويشلو سره
سخت مخالف ول ، له هغي جملي څخه مولانا ابوالکلام ازاد ، خان عبدالغفار خان ( پاچاخان ) ــ
ډاکتر ذاکرحسين او ګـــڼ شمير نور ، مولانا ابوالکلام به استدلال کاوه چه “يو هيواد د مذهب يا ـ
تيوکراسۍ په اساس نه جوړيږي ، که داسي وي ، نو ولي 21 عربي هيوادونه يو مملکت نه دي .

ياددونه : پاکستان د بنسټ پالني او تروريزم مرکز ، لومړۍ برخه پاي ته ورسيده ، ولي د پاکستان ـ
او سيمي د بحران او ستراتيژيو په اړوند به بحث ادامه پيدا کړي .

د پورتنۍ ليکني لپاره لاندي اخـځونـه مطالعه سوي :
1 ـ India Wins Freedom د مولانا ابوالکلام اثر .
2 ـ مولانا ابوالکلام ازاد Selected Speeches and Writings د سيد شهاب الدين
اثر .
3 ـ په پاکستان کي زما د ديپلوماتيک ژوند ځني يادداشتونه . نــــوربــيــا

Comments are closed.