د وطن د ترقی ملی ګوند اعلاميه

کابل—افغانستان

د ۱۳۹۷ کال د غوايي۱۷  نيټه

د ګوندی يووالی بهير د غټو ستونزو او له هغې څخه د راوتلو پايلو په هکله :

ګران هيوادوال او د ګوند محترم غړی خبر دی چې د وطن د ترقی ملی ګوند او د افغانستان د خلکو د ګوند تر منځ د يووالی له پيل شوی بهير څخه شاوخوا دوه نيم کاله تيريږی .په دی موده کی ګوندي ګډ اسناد لکه تګلاره او کړنلاره ، ګوندی پاليسی ، د ګوندی سازمانونو د ادغام ميکانيزم ، يو شمېر مصوبې او يادداشتونه له زياتو بحثونو وروسته را منځته شول . د يادو شوو ګوندی اسنادو د پلی کيدو په برخه کی يو لړ ګامونه پورته شوی، خو د يو شمېر مهمو ګوندی دندو او فعاليتونو د اجراء په وړاندې د ځينو ګوندی مشرانو او کادرونو مقاومت او خنډ اچونې ددې لامل شوی چې د ګوندی يووالی بهير بشپړيدو ته پرې نږدی او په دې توګه د وطنپالونکی او دموکراتيک غورځنګ په چوکاټ کی د يوه آغيزمن واحد سياسی ګوند د تشکيل مخه ډب شوه . شايد مونږ هم په ځينو مواردو کې د ګوندی يووالی د بهير د بشپړتيا په برخه کی ناغيړی کړی وي ، خو د بهير د سالمی ودې له پاره ، زمونږ هلې ځلې او مقابل لورې ته زمونږ وړانديزونه او نظريات دا حقيقت په ډاګه کوی چې : مونږ خپلې دندی او مسؤليتونه په اړينه توګه درک کړی او د هغو پر بنسټ مو د بهير د بريا له پاره خپلې هڅې نه دی سپمولي .

په خواشينۍ سره بايد ووايو چې په هيواد کی د روانې خونړی غميزې سره سره سياسيون د خپلو محدودو ګروپي ګټو له چاپیرياله وتلای نه شی . عامه ګټې او لوړ ملی مصالح تر ننه د بد بينيو ، تعصب ، ځان غوښتنو ، ګروپ بازيو او له ګډ کار څخه د تيښتې له ګواښ سره مخ دي . له دې امله پر ځای بولو ، پر هغو ټکو رڼا واچوو چې د يووالی بهير يې ټکنۍ کړ :

– په داسی حال کې د کنګرې د دايريدو له پاره هلې ځلی کيږی ، خو تر دې دمه د ټولو ګوندی سازمانونو تر منځ د تشکيلاتی ادغام بهير لا نه دی بشپړ شوئ ، په ځينو ګوندی سازمانونو په ځانګړی توګه په بهرنيو هيوادونو کی د مقابل لوری ملګری مشترکو غونډو ته تر اوسه د تګ زړه نه کوي ، همدارنګه د ګوندی غړو لستونه لا هم نه دی تبادله شوی، ددې ګوندی سازمانونو غړی تر اوسه يو او بل نه سره پيژنی .

– دا او دې ته ورته نور عوامل ددې لامل شو، چې د ګونديانو تر منځ په ځانګړی توګه په ګوندی مقاماتو کی بې باوری را منځته شی .

– په ګوندی نشراتو، ليکنو او مقالو کی ګوندی پاليسيواو ګوندی لورليد ته درناوی نه کيږی . په دې توګه د ګوند ځينی غړی په لوی لاس د ګوند اعتبار ته زيان رسوي . د سرغړونو په هکله يادآوری په دی ځواب شی چې : « هغوی خو نازولی دی ، ياغی او باغی دی »

– د ګوندی غړو سره د يو شمېر ګوندی مسؤلينو ناوړه چلند ددې لامل شو چې يو شمېر ملګری مايوسه شی ، ځانونه ګوښه کړی او له مبارزې لاس واخلي .

– د تشکيلاتی ناوړه موخو له پاره د ځينوګوندی تشکيلاتی واحدونو ( لکه د کابل پوهنتون سازمان)ړنګول او له منځه وړل .

–  د کنګرې د تدارک کميټې د غړو د ټاکلو پر موکه په يو اړخيزه توګه د يوه اړخ له رئيس نه نيولی د مشرتابه تر نورو غړو پورې په جانبدارانه ټاکنو لجوجانه  ټينګار.

– د دموکراسی د ابتدائي اصولو پر خلاف د مرکزی شورا غړی بيله دی چې د ګوندی سازمانونو لخوا وټاکل شی کنګرې ته د استازیتوب نورمونونه د باندې د غير منتخبو استازو په توګه ليږل ،  کنګرې ته څه پيام د ځانه سره لرلای شی ؟

– د اساسنامی او يووالی د کنفرانس د پريکړو پر خلاف په مصلحتی او سازشی توګه د کنګری پر صلاحيتونو يرغل او د اصولو خلاف توافقاتو پر بنسټ، تر کنګری د مخه د ټولو ګوندی مقاماتوانتصابول څه مانا رسوي ؟

د ډيرکی کيدو ( اکثريت جوړونې ) له پاره په چټکی سره په اصطلاح د ګوندی سازمانونو جوړول او همدارنګه د هر ډول تشکيلاتي سابقې او منطق پرته د خيالی ارقامو وړاندې کول.

– د ځانګړو موخو د پاره پر داسی يوه ميکانيزم ټينګار چې صريحا د اساسنامی سره په ټکر کی دی او هغو کسانو ته، کنګرې ته لاره پرانيزی ، چې يواځې په ګوندی غونډه کې يې ګډون کړی وي ، د اساسنامی خلاف د ګوندی غړيتوب د نورو شرايطو له نظره غورځول .

– د کنګرې د تدارک د کميسيون د رئيس له خبرتيا او لاسليک پرته د کنګری د زمانی جدول خپرول .

– د ګوند په دارالانشاء کی د ستونزو له حل پرته د يو اړخيزه ټاکنو د هدايت صادرول .

د يادونې وړ ده چې نوموړی ستونزې له هغه وروسته پیل شوې ، کله چې د ملی متحد ګوند سره د يووالی بهير په ټپه ودريد . له دې سره جوخت يو شمېر لوړ پوړی ګوندی غړی ، د ټولو ګوندی اصولو او موازينو پر خلاف د اکثريت جوړونې په هڅه کی شول . ددې پر ځای چې د وحدت او يووالی د بهير د لا بشپړتيا له پاره ګوندی غړی وهڅوی ، د ځان غوښتنې او محدودو ګروپي ګټو له پاره يې په ناروا هڅو ، دروغژنو او خيالی سازمانونو او ارقامو په ارایه کولو ګوندی فضاء مکدره کړه . د ګوند دارالانشاء ، د جوړونکو او يو کوونکو ګوندی فعاليتونو پر ځای پوره يو کال دغو د ګوند ضد او يووالی ضد توطئو ته وقف کړ .

مونږ وياړ لرو چې د خلکو د ګوند سره د يووالی په ټول بهير کی د يوه دموکراتيک ګوند او يوې دموکراتيکې کنګرې د دايريدو زغرده پلويان پاتې شوی يو .

د دې تلاشونو تر څنګ مو د ستونزو د نورمال او دموکراتيک حل له پاره د ګوندی کادرونو ، د مرکزی شورا او اجرائیه شورا له غړو سره  مشورو ته مراجعه کړی ده . ددې مشورو پايله دا شوه چې د ستونزو د حل له پاره بايد يو نهه ماده ايزه  وړانديز  مقابل لوری ته وسپارل شی .

 خو په خواشينۍ سره چې دا جوړوونکی وړانديزونه هم د تير په شان نه يوازې بابيزه وګڼل شول ، بلکې يادو  تيروتنو نور هم زور واخيست او د وړانديزونو په وړاندې غبرګون هم منفی وو . رښتينۍ يووالی زمونږ برخليک دی . مونږ د يووالی تر نوم او عنوان لاندی نفاق او بيلتون ته هڅې نشو زغملای اوپریکړه کووچی سر له ننی نیټی دیووالی دروان  منحرف بهیر سره خپل پریکړوڼ اعلان کړو .

مونږ د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د يووالی او پيوستون چاری ته خپله ژمنتيا په بيا او بيا اعلانوو ، اوخپلې جوړوونکی هڅې به د يوه آغيزمن ، پراخ سياسی او ټولنيز غورځنګ د را منځته کيدو له پاره جاری وساتو .                                                                                                                        په درنښت

ژوندی او بريالی دې وی د وطن د ترقی ملی ګوند

د وطن د ترقی ملی ګوند رئيس

عبدالحی مالک

دسويډن د  ترقي ملي  گوند گوند ي سازمان ملگري ددی اعلاميي څخه په کله ملاتړ اعلانوي اود ټولو ملي روښان اندو د يوالي له پاره خپلې هلې ځلې نه سپموي

Comments are closed.