د يووالی په اړه

د يووالی  په اړه

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند

دريځ

د ۲۰۱۸کال د اګست اتمه نېټه

 د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند مشرتابه غواړی په پوره درناوی سره  د خلکي پرګنې اړوند د ګوندونو د مشرانو او غړو ، په دریواړو خونو کې د فعالو ملګرو او د کابل د بي پري شورا د غړو  پام دې مهم ټکی  ته را واړوی چې : زمونږ ګوند د ډیر زيار په ګاللو سره وکولای شوه چې د يو لړ ضايعاتو په منلو سره ،  د هغه سياسی او فکری انحراف مخه ونيسی ، کوم چې د دوو کالونو را هيسی زمونږ ګوند ورسره مخامخ وو .

ددې تر څنګ ، د ګوند مشرتابه او ټولو غړو يې په بی ساری ليوالتيا سره د يووالی د رامنځته شوی هغه بهير سره هم کلکی اړيکی وساتلی ، د کوم سره چې خلکيانو په دری  پرانيستو مجازی خونو کی را منځته کړی دي . باید یاده کړو چې د ملی پر مختګ ګوند ، د انحراف څخه د ګوند او ملګرو د بچ کولو په پړاو کې له مقابل لوري او همدارنګه په دریواړو خونو کې د یو شمیر هغو ملګرو له خوا چې ځانونه د ګوندي یووالي يواځينی پلوي بولي او د یوه لوي سرترسري ګوند د جوړولو  لوړه ادعا لری ،  د يو لړ داسې څرګندونو  او  لیکنو سره مخامخ شو ، چې موږ یي انتظار نه درلود .

خو زمونږ ګوند د پياوړی استدلال ، ژبې او قلم سره سره  ونه غوښتل د خلکيانو د يووالی نوی را ټوکيدلی بهير د خپلې ودې په لومړيو شيبو کی په غير ضروری بحثونو له ستونزو او ګواښونو سره مخامخ کړی . زمونږ ګوند  ددې ملګرو له خوا د انحراف هغه تورونه وزغمل ، د کوم سره چې مونږ نه پخلا کيدونکی او په مبارزه کې وو . مونږ د يووالی په هيله  پر ځانونو د يووالی ضد تورونه او ټاپې وزغملی او د يووالی له پاره مو د مذاکراتو پر دوام او نهايي موخې ته د رسيدو تر بريده ،  د بهير پر غځيدو ټيګار وکړ . مونږ باور لرو چې پر ستونزو د بری لار د تهمتونو او تورونو تر باران لاندې تيريږي ، خو يو ځل بيا د يووالی د حياتی اهميت په نظر کی نيولو  او د خپل ملی او وطنی مسؤليت او رسالت په درک  او ادا کولو سره  په ټولو دوستانو غږ کوو چې د يووالی له پاره د نفی کوونکو او  کنايه آميزو  خبرو  پرځای ، جوړونکو او عقلانی بحثونو ته لار پرانيزي  .

زمونږ له آنده  د يووالی اهميت له هرې بلې مسألې او هر ډول اختلاف لوړ دی . مونږ په هره کچه بحثونه غوره بولو ، خو د بحثونو هدف او موخه بايد يووالی وی . مونږ د اختلاف باوجود ، يووالی ته عقيده لرو ، مانا دا چې زمونږ لوی او واړه توپیرونه بايد د اوسنی مزمن نفاق د دوام او په دی ډول د اوسنی تراژيک  وضعيت او کړکېچ د غځيدو لامل نه شی . يووالی ته  رسيدل پر نورو د خپلو نظرياتو او موخو تپل نه دی ، بلکی يوالی د پوهای ، د يو بل د درناوی ، متقابل باور ، تيريدنی ، تحمل ، اغماض او تسامح له بهيره منځته راتلای شی . د يووالی لوری بايد په دی برخو کی رقابت وکړی او وښيي چې د يووالی په خاطر ، تر نورو وړاندی تيريدنو  ته تيار دی . ناروغه سيالی ، جبری او تحميلی يووالی د نفاق زڼۍ  بلل کيږی .

تاريخی تجربو ښودلی ده چې کله زمونږ ملت ويشلی او په نفاق کی وی ، داخلی او خارجی استتبداد زمونږ د خلکو په وړاندی بګنوونکی جنايتونه د تاريخ په پاڼو کی ثبت کړی دی . زمونږ دښمنانو تل هځه کړی ده چې زمونږ ميړنی ولس سره وويشی ، تر څو ځپلو شومو موخو ته ورسی . دوی  زمونږ پر خلکو د واکمنی او ناپوه ساتلو د پاره  د خلکو د بيداری ټول کړکی او لاری تړی ، پر ښونځيو ، ښوونکو او روزونکو بريدونه کوی ، ځکه جهالت  د استبداد د ژوند او پاېښت چاپيريال دی . د آمانی نهضت پر ضد لومړنی بريدونه پر ښونځيو او معارف پيل شول . تر ننه د استبداد پلويان د آمانی نهضت د اصلاحاتو او روڼ آندو غورځنګونو  پر ضد غړمبارې وهی . جهادی او طالبی ناتار هم د ښونځيو او پوهنتونونو دروازی وتړلی او له ښونځيو يې مورچلونه جوړ کړل . د هيواد په هغو سيمو کی چې جهادی جنګسالاران او طالبی وحشت واکمن دی ، په سلګونو زره افغان ماشومان له زده کړو محروميږی . دوی د شوم پلان له مخې غواړی  زمونږ خلک په جهل او ناپوهی کی وساتی  ، څو خلک  د خپلو بدمرغيو اصلی عامل چې وروسته پاتې والی او استبداد دی ، ونه پيژنی او په دې ډول غواړی د خلکو پر حقوقو او آزاديو د تيری په وړاندی د خلکو له پاريدنو او مقاومت مخنيوی وکړی . زمونږ د خلکو نفاق او ويش تل زمونږ د داخلی او خارجی دښمنانو د سياستونو مرکزی ټکی جوړوی . له دی امله ده چې د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د خپلو خلکو د يووالی او پیوستون مسأله د خپلو وظايفو او دندو په سر سر کی ايښې ده .

زمونږ له نظره د دوو ، درو او څو سياسی ګوندونو اتحاد او يووالی ،  د هغه د اهميت په نظر کی نيولو سره سره زمونږ د ټولنی په وړاندی د شته ستونزو ځواب  نه شی ويلای . اصلی خبره داده چې ددې ستونزو د حل کيلی د يوې ملی اجماع په لاس کې ده ، مانا دا چې  ټوله افغانی ټولنه بايد ددې ستونزو د اوارولو د پاره را اوچته شی . د لوړو ملی ګټو او عامه خير د پاره  د خلکو د مختلفو برخو ، اقشارو او طبقاتو ، ګډ کار او مبارزی ته بلنه هم د سياسی ګوندونو کار دی . د داسی سياسی ګوندنو کار دی چې په خلکو او ولسونو کی د ټاکلی اعتبار او وقار څخه برخمن وی . زمونږ په ټولنه کی فعلا  د لسګونو ګوندونو او سياسی سازمانونو موجوديت له يوې خوا سياسی پلوراليسم ته  د موجود نظام د ژمنتيا استازيتوب کوی له بلی خوا د سياسی ګوندونو  موجوده شميره زمونږ د ټولنی په ځانګړی توګه د روشنفکری غورځنګ په منځ کی د پراخ نفاق څرګندوی دی . همدارنګه د سياسی ګوندونو دا کميت د خلکو تر منځ ، اعلام شوو موخو ته ددې ټولو ګوندونو پر رښتينولئ شک او ترديد ايجادوی . خلکو ته د دومره زيات شمير ګوندونو په منځ کی انتخاب ستونزمن کوی . ددې ګوندونو مرامی ټکی په ډیرو کمو معمولی توپيرونو سره  يو شان دی . خو د ځانی او ګروپی ګټو د پاره يې د سياسی ګوندونو بازار تود کړی دی .

زمونږ له نظره سياسی پلوراليسم د مهم دموکراتيک اصل او ارزښت په توګه بايد وساتل شی . خو د ګوندونو دا ډول کثرت د ګټې پر ځای ټولنی ته زيان اړوی . د ګوندونو او د هغو د رهبرانو مسؤليت دی چې د ګوندونو د زيان رسوونکی تعدد مخه ونيسی او د جوړونکی ديالوګ او مذاکراتو له لارې  يو شمېر هغه ګوندونه چې مرامی موخې يې مشترګی وی ، واحد ګوندونه جوړ کړی . هر سياسی ګوند دنده لری چې په هيواد کی د سولې د ټينګښت ، د قانون د واکمنۍ ، دموکراسی او ټولنيز عدالت په خاطر د جنګ واک او مخدره موادو د دری سری آژدها سره د آغيزناکی مبارزی په خاطر له خپلو تنګو ګروپی ګټو تېر او د لويو مؤثرو سياسی ګوندونو د تشکيل سره مرسته وکړی .

د افغانستان د ملی پر مختګ ګوند دموکراسی او د دموکراتيکو ارزښتونو مراعات او پيروی ، د ټولنی د وقايې  او په سياسی او ټولنيز ژوند کې د ګمراهيو او انحرافاتو د مخنيوی تر ټولو مهمه وسيله بولی . مونږ ښئ او کيڼه بنسټ پالنه د ټولنیزو ارزښتونو له پاره يو شان زيان رسوونکی بولو .

زمونږ ګران هيواد افغانستان د څلورو لسيزو راهيسی د ملی او بين المللی ترهګرو تر تاړاکونو لاندی ماتمونه ګالی . زمونږ دوو بد نيتو ګاونډيانو پاکستان او ايران تل زمونږ هيواد او خلک د خپلو شومو موخو له پاره د پټو او ښکاره بريدونو هدف ټاکلی دی . دوی خپلې ګټې پر سينه پروت افغانستان کی وينی . له دی امله يې د ګاونډيتوب او ټولو نړيوالو او انسانی نورمونو پر خلاف زمونږ د هيواد پر ضد د شرارت له مختلفو ډولونو ګټه پورته کړی ده او زمونږ د مظلوم ملت وينی تويوی .

څلويښت کلنې بی رحمې او وينی زبيښونکی جکړې زمونږ ملت ځپلی ، ټولی مادی او معنوی شتمنۍ يې لولپه کړی دی . نړيوالو زمونږ د خلکو سره  د انسانی همدردی او غمشريکی اصول هير کړی وو . زمونږ په فريادونو او ساندو هيچا سر نه ګراوه . د جګړو نه د ستړی ملت په غوښو او هډوکو ترهګر ګرګسان د پاکستان او ايران د سړی خورو رژيمونو نوکران لکه وږی ليوان اخته وو .

له نېکه مرغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ غمجنې پيښې او د امريکا د نيويارک پر تجارتی مرکز بريد ، نړيوال اړ کړل ، څو د ترهګرو څخه غچ واخلی .

هغه وو چې د همدی کال د اکتوبر په ۷ نيته  امريکا او متحدينو يې د امنيت شورا د پريکړی سره سم پر افغانستان بريد وکړ او د طالبی واکمن طاعون جرړی يې وايستی . همدارنګه امريکا او ناټو په افغانستان کی خپلی موخی د ترهګرو ډلو ځپل ، د مخدره موادو د کر توليد او قاچاق مخنيوې ، د تلپاتې سولی تأمين او د دموکراسی  پراختيا او ټينګښت وټاکل . ځکه زمونږ خلکو په ښارونو او کليو کی د ائتلاف د قواوو ملاتړ وکړ .

خو مونږ په ډاګه سره وايو چې د امريکا متحده ايالات او متحدين يې له دی امله په خپلو موخو کی پاتې راغلی دی چې دوی نه غواړی خپل تروريست پروره پخوانی دوست پاکستان په آسانی سره له لاسه ورکړی . افغانستان ځکه  ډير ژر بيا د تروريستانو د بريدونو او يوه پراخ تباه کوونکی جنګ شاهد شو  ، چې  پاکستان په ټول ځواک سره ، د نړيوالو له مالی او نظامی مرستو نه په ناوړه استفاده سره  د تروريستانو او په افغانستان کی د خپل ستراتژيک عمق د پاليسيو تر شا پاتی شو .

 ددې تر څنګ د جنګ د بيا توديدو ، يو ستر عامل هم  په حکومت کی  د طالبانو د وروڼو جهادی چورګرو او مفسدينو پررنګه حضور وو چې پر دولت او د دولت پر ملاتړو د خلکو د باور د کمزوری کيدو لامل وګرځيد . اوس اوس هيواد د واک ، مخدره موادو او جنګ له دری ضلعيزې ځواکمنی مافيا سره لاس او ګريوان دی .

زمونږ جګړه ځپلی هيواد او ولس  په يواځې توګه په خپلو محدودو او په هيڅ شمېر امکاناتو سره ددې داړونکو مافياؤ او د هغو تر شا د پاکستانی مليتاريسم او آخوندی فاشيسم په وړاندی د بريالی مقاومت تاب نه لری . له نړيوالو مرستو پرته موجود نسبی دموکراتيک نظام دری يا څلور مياشتی هم د دوام توان نه لری او هيواد بيا تر هر څه وړاندی د آی-اس-آی او د هغو د لاسپوڅو طالبانو لاس ته لويږی او هيواد مو د دوهم ځل له پاره په طالبی جهنم اوړی .

زمونږ له نظره په افغانستان کی د پردو لښکرو حضور په عادی شرايطو کی د يوې شيبې د پاره هم د منلو وړ نه دی . خو تر هغو چې زمونږ هيواد د خپل ميړنی ولس او نړيوالو مرستو په مټ په خپلو پښو ولاړ نه وی ، تروريسم او بنسټ پالنه په ګور کی ايښودل شوی او ښخه شوی نه وی ، د پاکستانی مليتاريسم او آخوندی فاشيسم د مداخلو اوږده لاسونه لنډ شوی نه وی ،  د نړيوالی ټولنی نظامی او سياسی حضور د افغان ملت او وسله وال پوځ تر څنګ حياتی اهميت لری .

 مونږ په دی اړه ګوندی اجماع تأمين کړی ده  او ددی مهمی او برخليک ټاکونکی ملی مسألی په اړه  په ملی او بين المللی کچه معقولو بحثونو او مثبت تناظر ته تيار يو .

په دي هکله هم د ملګرو نظر اخستل شوي چې د خپل تیر سیاسي ژوند له مثبتو ټکو به په نوي ګوندي کار او فعالیت کې استفاده کوو او د پخوانې هغه فکري اساس سره به خداي په امانې کوو چې په اوسنیو شرایطو کې یي د پلي کېدو زمینې کمزوري شوي او یا بیخي له منځه تللې دي . مونږ د خپل تاريخ د برياليو او ناکامو تجربو څخه عبرت اخيستی دی ، موږ پرزيدنی او ښوئیدنی غندو او له وياړونو او برياؤ په ګټور ډول يادونه کوو .

زمونږ له نظره د تيرو پېښو په اړه د هغه چا قضاوت معيار کيدای نه شی ، کوم چې په پېښو کی يې مستقيم او غير مستقيم ، څرګند يا پټ رول درلود . له لومړی سره د تيرو پېښو په اړه بايد ناپيېلی تاريخ ليکونکی قضاوت وکړی ، خو زمونږ قضاوت څوک منی که نه يې منی ، جانبدارانه تلقی کيږی او له اعتباره ساقط دی .ځکه بايد په تيرو پېښو له بحث نه د يووالی پر وړاندی د مانع په توګه استفاده ونه شی . که په مرامی ټکو کی اختلاف نه وی چې البته نه شته ، ګوندونه بايد له خورده ګيريو پرته د يووالی له پاره هوکړه ليک لاسليک او د يووالی نوی پړاؤونه پيل کړی  .

هغه ملګری چې په تيره پورې نښتی دی ، د شخصيتونو د نقش او وياړونو يادونه د يووالی شرط بولی ، زمونږ له نظره د تاريخ په دی حساسو شيبو کې د اساسی دندو د تشخيص له کمزورتيا سره مخامخ دی . مونږ د يووالی د پاره شرطونه نه ږدو ، حتی تيار يو چې د يووالی له پاره د مذاکراتو د لورو هغه شرطونه ومنو ، کوم چې د خلکو په منځ کی د راتلونکی واحد ګوند اعتبار ته زيان نه رسوی .

 په پای کی بايد ووايو چې موږ د یو شمیر ګوندونو او سیاسي سازمانونو سره د یووالي او جبهو جوړولو بریالۍ او ناکامي هڅې کړي ، خو کله چې موږ د مقابل لوري د رضایت د حاصلولو له پاره د خپلو فکري او تشکیلاتي اساساتو څخه پښه اړولي ، جبران نه منونکي ګوندي او سياسی زیانونه مو په برخه شوي دي . مونږ پو هيږو چې  په اوسنيو سختو او ستونزمنو حالاتو کی سياسی انتخاب آسانه کار نه دی .

د يادولو وړ بولو چې مونږ خپلو قضاوتونو ته په تقدس او مطلقيت  قايل نه يو او باور لرو چې د شرايطو د بدلون سره سم مونږ کولای شو په خپلو ارزونو او قضاوتونو له سره غور وکړو . مونږ هڅه کوو چې خپل ګوندی ټولګی له ښی او کيڼې  ګمراهی  بچ کړو او په سياست کی د تعادل او منځنی حد او په واقعيتونو بناء مثبت سنتريزم  لوری وساتو .

 مونږ د خپلې راتلونکی پر خوا مخامخ ځو ، ښۍ او کيڼې خوا ته نه کږيږو  ، مستقيم مخ  پر وړاندی !

په اروپاکي د افغانستان د ملي پر مختگ گوند د تبليگ څانگې له خوا

Comments are closed.