د ټــــرمپ د ” پــــيــړۍ مـــعامله ” د فلسطين او نړيوالو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه :

ليکنه : امـــــيرګران 

وروسته له دريو کالو تبليغاتو او لابي گري د فلسطين او اسرائيلو د کړکيچ د حل لپاره د ټرمپ او بنيامين نتانياهو ترمنځ په سپينه ماڼۍ کي د ټرمپ د سولي طرح چي د ” پيړۍ معامله ” ئي نوم ورکړي اعلان شوه ، دا معامله د فلسطين د ځپل شوي ملت د برخليک لپاره يواځي د ټرمپ او نتانياهو په موجوديت او د بحران د اصلي لوري ياني فلسطينيانو په غياب کي سر ته ورسيده چي د فلسطين د خارجه چارو وزير د فلسطينيانو د ملي حاکميت نقض او د

” پيړۍ معامله ” ئي د پيړۍ توطــئـه وبلله ، ځني اروپائي  هيوادو ، عرب ليګ ، د اسلامي هيوادو کنفرانس ، په امريکا ، اروپا ، او په نوره نړۍ کي اکثريت مترقي او دموکراسۍ پلوه ګوندونو ، حقوقي او مدني بنسټونو او پارلماني غړو په کلکه رد او دا طرح ئي يوطرفه وبلله ، ځکه د بحران د اصلي اړخ چي هغه فلسطينيان دي په غياب کي اعلان شوي ، په تيرو لسيزو کي د فلسطين او اسرائيلو په منځ کي د سولي په توافقاتو کي به د امريکا جمهور رئيسان لکه جيمي کارتر د انورالسادات او ميناخيم بيگين ، بيل کلينټن د ياسرعرفات او اسحق رابين په منځ کي د منځــــګړي په حيث ولاړ ول ، ولي د ” پيړۍ معامله ” کي د کړکيچ اصلي لوري فلسطين په ځاي ډونالډ ټرمپ او بنيامين نتانياهو د بحران اصلي خواوي څرګنديدلي ، د ټرمپ د منځني ختيځ د سولي مکانيزم يا Deal of Century “پيړۍ معامله”

په حقيقت کي د اسرائيلو ترڅنګ  ، د فلسطين د يوه ازاد هيواد تشکيل ئي په يوه نه تعبيرسوي خوب بدل کړي د ټرمپ او نتانياهو په معامله او توطئه کي به فلسطين په څو جلا جلا برخو ويشل شوي وي او هغه به هم د اسرائيلو په کنټرول کي داسي پاتي وي چي هره برخه به ئي د اسرائيلو د هيواد او دولت لخوا محاصره شوي وي ، فلسطين به له اردن سره ګډه پوله نه لري او د اسرائيلو لخوا په جبر او زور ابادي شويو سيمو له لاري به اردن ته سفر کوي ، په دغه معامله کي هغه غيرقانوني ښارګوټي چي اسرائيلو د فلسطين په خاوره په زور او ظلم اباد کړي ، نه ړنګيږي ، فلسطين به نظامي ځواک او وســــــــله نه لري ، همداډول د ټرمپ په معامله کي د غــــزي تراړه چي د مديتراني د بحيري په څنګ کي موقعيت لري نه شي کولاي سمندري بندر ولري ، دوي کولاي شي د اسرائيلي بندرونو حيفا او اشدود څخه ګټه پورته کړي هغه هم د دوي تر څــار او نظارت لاندي ، د غزي تراړه به د فلسطين له ختيځ او د اردن د سيند له غربي څنډي ( west bank ) سره د يوه 36 کيلومتري تـــــونل له لاري چي له اسرائيلو به تيريږي وصل شي ، بيت المقدس ( يوروشليم ) به په متحدانه ډول د اسرائيلو پایتخت پاتي شي ، ټرمپ دوه کاله مخکي د امريکا سفارت هلته انتقال کړ ، د يادولو وړ ده چي د بحرين ، عمان او عربي متحده امارات استازو د ټرمپ ـ نتانياهو د (پيړۍ معامله) تائيد ولي توماس فريدمن امريکائي ژورناليست چي د اسرائيلو خواخوږي او طرفدار بلل کيږي په نيويارک ټايمز کي ليکلي چي دا طرح د دوو هغو منفورو شخصيتو يوه انحرافي طرحه ده چي پخپلو هيوادو کي مشکلات لري ، يو ئي د کانګريس او سنا د مجلس له استيضاح او بل ئي په اسرائيلو کي د مالي فساد له تحقيقاتو سره مخامخ دي ، د نوموړي طرحي پايله به دا شي چي په واقعي توګه به د فلسطين هيواد تشکيل ،

نه شي ، د فلسطين مظلوم ولس به د اوارګۍ او اشغال په شرايطو کي پاتي شي ، عربي وروڼه به ئي له اسرائيلو سره په عيش و نوش مصروف وي ، همدا ډول د اروپائي ټولني د بهرني سياست مسؤل جوزف بورل د اردن د خارجه چارو له وزير سره په يوه ملاقات کي وئيلي ( د منځني ختيځ په اړوند د ټرمپ د سولي طرحه ” د پيړۍ معامله ” له نړيوالو ستندردونو سره سر نه خوري او دا طرحه له نړيوالو اصولو سره په ټکر کي ده ، هغه زياتوي چي اروپائي ټولنه د اسرائيلو له لوري د فلسطين اشغال شوي سيمي په رسميت نه پيژني ، بورل زياتوي د منځني ختيځ لپاره د ټرمپ د سولي طرحه به ډيري هغه مؤلفي يا پاراميترونه چي د نړيوالو د توافق وړ ګرځيدلي له سخت ګواښ ــ

يا challenge سره مخامخ کړي ، د يادولو وړ ده چي که د منځني ختيځ لپاره د ټرمپ د 21 م پيړۍ د سولي طرحه د اسرائيلو تـشکيل ، د تيري ( 20 ) پيړۍ د بالفور له اعلاميي Balfour Declaration  سره مقايسه کړو په دواړو کي ياني د انګريز او امريکا لخوا د صهيونيستانو هژمونيستي پلان چي د پراخ او ستر اسرائيل Greater Israel

په محور راڅرخي گرين سيګنال ښودل شوي يواځي فرق ئي داده چي په منځني ختيځ کي د يهودو د دولت تأسيس يا د بالفـــور اعلاميه په 1917 م کي په 8 جملو چي 67 کليمي کيدي اعلان کړي ولي د ټرمپ د ” پيړۍ معامله ” له نقشو سره د 80 صفحو په شاوخوا کي توضيح شوه ، په دواړو ميکانيزمونو کي د ستراسرائيل د پراختيا ، د فلسطينيانو او نورو عربي هيوادو د ځمکو غصب او ترکنټرول لاندي راوستل ، د فلسطين د خلکو محکوميت او له خپلو روا او انساني حقوقو څخه ليري ساتل او هم اپارتايد شامل دي ، د سپيني ماڼي لخوا نوموړي طرحه په داسي مهال وړاندي کيږي چي د روان کال د مارچ په مياشت کي د اسرائيلو او د نوامبر په مياشت کي د امريکا د جمهوري رياست لپاره ټاکني ترسره کيږي چي احتمالآ له بنيامين نتانياهو او ډونالډ ټرمپ سره به مرسته وکړي ، د ټرمپ په طرحه کي په فلسطيني سيمو کي کومي يهودي ښارګوټي او مېني چي ابادي شوي دي هغه په رسميت پيږندل کيږي ولي د نړيوالو پريکړو او قانون له مخي دا ښارګوټي غيرقانوني دي که څه هم چي اسرائيل پري دعوا لري ، د ملګرو ملتو د امنيت شورا د خپلو مصوبو او پريکړو په رڼــــــا کي په کلکه غوښتنه کړي او تاکيدآ وائي چي هغه سيمي ، ښارګوټي لکه د ګولان لوړي څوکي ، د اردن د سيند غربي څنډه west bank ، بيت المقدس ( يوروشليم ) چي د اسرائيلو لخوا د 1967 او 1973 کلونو دجګړو په مهال ئي له عربو نيولي او هم اوس په وچ زور او جبر ښارګوټي جوړوي هغه د ټول تـــــخــلــيــه او له فلسطينيانو او ذيدخله اړخونو سره دي د مذاکراتو له لاري حل کړي ، د يادو جګړو په اړوند ځني محرم اسناد چي افشاء ( declassified ) شوي ، ( دمصر او اسرائيلو په 1973 جګړه کي چي د ” يوم کفر جګړه ” ئي بلله د جمال عبدالناصر زوم اشرف مروان د اسرائيلو استخباراتي سازمان موساد ته

د جګړي او نور ستراتيژيک راپورونه برابرول او نوموړي د ډبل ايجنټ په نوم پيږندل شوي ، هغه په 2007 م کال په لندن کي د اپارتمان د پنځم پــــوړ له تيراس څخه را لويدلي او په مرموز ډول مړ شوي ) ،

د منځني ختيځ لپاره د ” ګريټراسرائيل ” صهيونيستي پلان په هکله په کاناډا کي د اتاوا د پوهنتون د نړيوالو اقتصادي امورو او ګلوبلايزيشن پروفيسور او تحليل کوونکي ، پروفيسور ميشل شوسودوفسکي په خپل ليکچر کي ليکلي چي ( د ټرمپ د سولي طرحه ” Deal of Century ” د پراخ او ستر اسرائيل د نقشي مطابق ده ، دا طرحه د فلسطينيانو ټول انساني او طبيعي حقوق په خپلو سيمو ردوي او هم د اردن د سيند غربي څنډه ټوله له اسرائيلو سره ملحق او په دغه دره کي د غيرقانوني اباد شويو ميشتو يهوديانو او د ګولان د لوړو څوکو په رسميت پيږندل دي . ) د ګريټر اسرائيل نقشه لاندي ښودل کيږي ،

په پاي کي د يادولو وړ ده چي منځني ختيځ امريکا او نورو زبر ځواکونو ته ډير اهميت لري له ځکه هم په 2006 م کال د امريکا د خارجه چارو وزيري کوندوليزا رايس په تل ابيب کي دغي سيمي ته د New Middle East يا

نوي منځني ختيځ اصطلاح وکاروله چي د ګريټر ميډل ايست په پرتله د غرب لخوا وستايل شوه .

 

Comments are closed.