د پاکستان او افغانستان ګاونډېتوب

محمدآقا کوچی

په ۱۹۴۹ کال د افغان ولس استازو د افغانستان (ملي شورا) اوومې دورې د ۱۸۹۳ ز کال، ۱۹۰۵ ز کال، ۱۹۱۹ ز کال او د ۱۹۲۱ ز کال تعهد لیکونه د رایو په اتفاق رسمآ لغوه اعلان کړل.

کله چی په 1947 زکال پاکستان په نوم هېواد د انګریزي زبرځواک لخوا د نورو هېوادو لکه بنګال، هند، افغانستان د جغرافیې برخی جلا اود پاکستان په نوم ونمول شوی بيا په هندوستان، بنګلديش ،افغانستان کې ددی شيطاني ځالې د واکمنو د شيطانی له امله ددی هېوادو ولسونو سوليز ژوند ونه شو کړای.

د پاکستان سياسيون تل دوه مخي دری مخي سياست لوبوي .غواړم څو بېلګې وړاندی کړم

يو څو بېلګې

ددوادخان د جمهوري رژيم پر وړاندی د مخاليفينو ډلی جوړی او په پنجشير، لغمان، ننګرهار او نورو سيمو کې په بغاوتو پېل وکړو دا بغاوتونه ټول له ګاونډې پاکستان نه تمويلدل. د ثور د نظامي بريالي پاڅون وروسته تر دی وخته د پاکستان په خاوره کې دافغانستان پر ضد  د ترورسټانو ځالی جوړی کړي د هغوی روزنې اعاشی اباتی او نور ټول کارونه سنبالوي زموږ د هېواد د وران کارو فعاليتونو ټولی چاری هلته سرته رسيږي دالقاعدی مشران د داعش مشران د طالبانو مشران د ځانوژونکو روزنځايونه ټول په پاکستان کې خوندي شوي د نورو د هيوادونو د ورانولو لپاره تر ی کار اخستل کيږي.

 

خو د پاکستان چارواکو تل ټولې نړې ته په سترګو کې خواری شيندلي  مخاليفينو په ليکو کې په لسهاوو پاکستاني ترورسټان وسله پلاس جنګ کوي، ژوندي نيول شوي مړه شوي خو دوی بياهم دا خبره نه مني، لکه  څنګه چی پاکستان خاوره  په جغل رامينځ ته شوي ټولې  کړنې هم له درواغو او جغل سره ملوي.

 

هغه کنفرانس چی داسيا د زړه هېوادو لخوا په هندوستان کې جوړ شوی وو پا کستان  د افغانستان د بيارغونې لپاره 500 ميلونه دالر مرسته اعلان کړه خو دداکتر اشرف غني دافغانستان  ولس مشر لخوا  دا مرسته رد شوه ورته په ډاګه شوه چی

غني: افغانان خیرات نه، بلکې له هر چا سره ښه اړیکي غواړي

دا مرسته زموږ لپاره درد دوانشي جوړيدای تاسو دا پېسی د ترورسټانو د ځالو په مخنوي ک مصرف کړی موږ ته ترورسټان مه استوی روزنه مه ورکوی رښتيا ووایی سوله ستاسو او زموږ او ټولی نړی ته اهميت لري،هغه يو متل مې را ياد شو چی ويلي دي د خير نه دی توبه خو سپي دي در چيغه کړه.

زما په ياد 37 کلونه زموږ ولسونو د پاکستان د تور مخي سيا ست له امله د غم په کمبله ناست وير کوو .

خپل ځوانان خاوروته سپارو هر څه چی لرو دلاسه يې ورکوو ،يو بل ځای وايي ړوند خو ړوند يم لا مې په  سترګو کې خاوری پاشی. په اخر کې وايم دا سمه خبره ده چی دشمن ته بايد همداسی ځواب ورکړل شي .

خو د نړېوالو دوستانو او خپله افغانانو ته څه پکار دي .

اول افغان ولس د خپل هېواد دابدي دشمن پر وړاندی دخپلو ملي ګټو په خاطر ټولی تنظمي شخصي ګټو نه تير اود هيواد د ساتنې  تل پاته سولی لپاره ګډ کار او مبارزه وکړي.نړېوال په رښتېا بايد پاکستان ايران او نورو لاس وهونکو ته په کلکه جدي ځواب ور کړي

واکمنه ادراه هم بايد په رښتني توګه د کادرونو په ټاکنو کې وړتېا وطنفرستي او مسلکي والې په نظر کې ونيسي  د مور ميری سياست نور پريدی ،دواړه واکمنې خواوی د خپلو پلويانو د ټاکلو پرځای بايد د ټول ملت وړ استازي په کارونو وګماري.

د فساد پر ضد بې شمېره څانګې له مينځه يوسي يوه کاري ادراه رامينځ ته کړي چی په رښتېا دفساد پر وړاندی کوټلي کار وکړي د فساد پر وړاندی د قانون حاکيميت مراعت شي  قانون کې خاين خاين دی که لوی مقام لري او که کوچنی بايد محاکمه اوسزا وويني.

محمد اقا کوچی

 

Comments are closed.