د ښاغلی کرزی د اپلتو باطل دور

حکيم روان

په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې ښاغلی کرزی د افغانستان د پخوانی ولسمشر او د ورکړل شوی لقب «ملی زعيم» وقار او قدر و نه ساته . کرزی د افغانستان د خلکو عمومی خير ته شا کړي ده او د جهادي چورګرو سره يې يو ځای د مسکو او اسلام آباد دريځ خپل کړی دی . هغه څه چې عمران خان او کابولوف وايي ، نن د کرزی د ژبې پر سر دي . د کرملين او اسلام آباد واکمن په ډاګه د افغان سولې په پروسه کې د هر چا برخه منی ، خو د افغان ولسمشر دوکتور اشرف غنی ګډون نه مني ؟؟؟ کابولوف د افغانانو په داخلی چارو کې د مداخلې په برخه کې دومره مخ ته ځی چې په ډاګه په راتلونکو ټاکنو کې د حنيف اتمر ملاتړ اعلانوي او عمران خان بيا وايي چې له دوکتور غنی پرته مونږ د هر چا سره جوړجاړی کولای شو ؟؟؟ دا ځکه چې مسکو او اسلام آباد د څلوېښتو کالو په موده کې افغانستان د خپلو لوبو ډګر ګرځولی وو او هر ډول نيلي يې په کې ځغلولای شو .  خو اشرف غنی د دوی د لوبو په وړاندې خنډ شو او په ميړانه سره يې د کرملين او اسلام آباد له شومو نيتونو او موخو پرده پورته کړه .

روسانو د دوکتور نجيب الله د واکمنۍ په مهال د شورای نظار د مشر احمدشاه مسعود سره د افغان وژنې او نجيب الله د نسکورولو پروتوکولونه لاسليک کړه او د طالبانو تر دړې وړې کيدو د برهان الدين ربانی ، مسعود ، دوستم ، محقق او نورو اجنټانو تر شا ولاړ وو . پر طالبانو د امريکا له  بريد وروسته يې ، علاوه پر دې چې د افغانستان شمال يې د خپلو ګټو سيمه اعلان کړه ، دا يې هم وويل چې د شمال وسله وال کيدو ته اړتيا نه شته ، مونږ پوره وسله او تجهيزات شمال ټلوالې ته ورکړي دي .

له طالبانو وروسته د لنډ مهالی حکومت د جوړيدو سره هم مسکو مخالفت وښود او ويل يې چې په کابل کې د ربانی په مشرئ «مشروع» حکومت شته ، د بل حکومت جوړولو ته اړتيا نه شته . هغه وخت چې هيڅ نظام موجود نه وو ، جهادی انارشی يې کافی وبلله ، خو نن چې يو د خلکو په رايو ولاړ سياسی نظام موجود دی ، د لنډ مهالی حکومت خبره کوي ؟

پرون يې د غلو د غائلې سره د طالبانو پر ضد مرسته کوله ، نن بيا د افغان وژنې له پاره د طالب تروريستانو تر شا ولاړ دي ؟؟؟ افغان وژنه يې موخه ده ، که نن ده او که پرون وه .

ښاغلی کرزی فکر کاوه چې هغسې چې امريکا په افغانستان کې ديسانت کړ ، تر پايه به يې پر افغانستان واکمن هم ساتي . خو دې ته يې فکر نه کاوه چې هغه هيواد چې هيڅ ولسمشر يې تر دوو دورو زيات په واک کې پاتې کيدای نه شی ، د تل تر تله واکمن کيدو سره مرسته نه شی کولای . نو ځکه ښاغلی کرزی قبله بدله کړه او د واشنګټن پر ځای يې مسکو ځکه غوره کړ چې په مسکو کې هم د کرزي همفکره  تل تر تله واکمن پوتين ناست دی او کوندې د کرزی سره هم ، واک ته دبيا رسيدو په برخه کې مرسته وکړي .

بيا واک ته د رسيدو په هلو ځلو کې چورسالار حامد کرزي د شرم او حيا کرښې له منځه وړي دي . د معلم عطا نور ، تورن اسماعيل خان ، محقق ، قانونی ، اتمر ، زاخيلوال او نورو منفورو چورواکو څېرو سره د ولسمشر اشرف غنی او د هغه د وطن پلوه پلانونو پر ضد پس پسيو ښاغلی کرزی له ورکړل شوی درناوی او اعزاز څخه بی برخې کړ .

کرزی دچورګرو په سر کې له ولسمشر اشرف غنی څه غواړي ؟

دې پوښتنې ته د ځواب له پاره د يوه پاکستانی ليکوال آمان اسلم ليکنه چې د پاکستان د ډان په ورځپاڼه ، اسلام آباد کې چاپ شوی، را نقلوم :

« اشرف غنی عادی سړی نه دی . هغه چې په افغانستان کې د آسيا د اقتصادی څلورلارې په جوړولو بوخت دی ، له يوې خوا په کابل کې  د پاکستان په لاس د نا امنيو او بی ثباتيو سره ډغرې وهي ، له بلې خوا ايران پر افغانستان چې لا په خپلو پښو دريدلی نه دی ، مستقيم او غير مستقيم فشارونه واردوي . روسيه هم بربنډه مداخله اوو تکرارا هغه ناکام رول لوبوي چې د داکتر نجيب الله د واکمنۍ په مهال يې لوبولی وو . له ټولو مهم يې دا چې هغه ويجاړوونکی جنګسالاران چې پرون يې افغانستان په خاورو او وينو لړلی وو ، لا هم د زياتو امتيازاتو د تر لاسه کولو د پاره ولسمشر غنی په اړودوړ او جنګونو ګواښي او د هغه وخت ضايع کوي او پلانونه يې بې ګټې بولي . خو غنی له توپ او ټانک او اتومی تأسيساتو پرته په هڅه کې دی چې دوه ګاونډي ايران او پاکستان چې څلوېښت کاله په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي ، په ګونډو کړي …….دادی مونږ افغانستان ته حق ورکوو ، ځکه ولسمشر غنی اول پاکستان په غيږه کې ونيو ، په داسی حال کې چې هند له پاکستان نه مخکې وو، خو پاکستان د ولسمشر غنی په غيږ کې لکه کوچنی ماشوم خپل کالی لانده کړل .»

کرزی د جهادي غائلې په سر کې د ولسمشر غنی د هر جوړونکی کار مخالفت کوي .

–   دوکتورغنی د طالبانو سره د سولی د مذاکراتو نوښتګر وو او دی ، خو د غلو او چورګرو ډلې يې د سولی د مانع په توګه معرفی کوي کرزی هم هڅه کوي تر څو دا ناروا تور پر ولسمشر ونښلوي . خو هېوادوال او نړيوال خو ړانده نه دی .  دا چې دوی يې تر اوسه محاکمه کړی نه دي دا د وخت خبره ده ، نه د خلکو د ړوندوالی او نه د جنايتکارانو د برأت .

–  روسان ، پاکستانيان ، طالبان او جهادی غله په ګډه سره هڅه کوی ، تر څو د سولې په مذاکراتو کې افغان دولت ايګنور او څنګ ته کړي . کرزی هم د دې هڅو په سر کې لکه د کلی د ملک په شان د چورګرو سره يو ځای د طالبانو د ارزو سره سم د دولت د منزوي کيدو هڅه کوي . کرزی او د غلو ډله چې هېڅ ډول حقوقی او اجرائيوی صلاحيت او واک نه لري ، د مسکو او اسلام آباد په اشاره د طالبانو پښو ته ورلويږي . د افغان دولت په شا کې نامردانه د خپل هيواد او ولس په زيان کله مسکو ته منډې وهی ، کله اسلام آباد ته . کله تهران ته او کله قطر ته .

  د کرزی په مشری د غلو ډلی د طالبانو د تروريستی ډلې سره ډير توپير نه لري . طالبان او کرزی غواړی د افغان دولت منزلت او مقام خپلې کچې ( د ډلې کچې ) ته راټيټ کړي . خو افغان دولت به د سولی د مذاکراتو محور جوړوي . همدا اوس د سولی د پاره د لارې نقشه او د عمل پلان يواځې او يواځې د افغان حکومت سره شته او د سولی له پاره د مذاکراتو د نوښت وياړ هم د ولسمشرغنی په حکومت پورې اړه لری . د غلو ډلی د کرزی په مشری حکومت نه پريږدي چې د سولی د مذاکراتو لپاره لازمه تابيا وکړي . ډلې غواړی د مذاکراتو له پاره د خپلو ډلو کسان تحميل کړی . لکه چې په ۲۵۰ کسيز ليست کې ۸۰ يې د کرزی کسان وو چې قطر او طالبانو رد کړ . حتی دې مسألې هم د کرزی او شريکانو ملی او افغانی غرور تحريک نه کړ ؟

–  د چا نه پټه ده چې طالبان د پاکستان د استخباراتو او نظاميانو لاسپوڅی دي ؟ د جنرال مشرف او بی نظيرې پر څرګندونو برسېره تازه دوه درې ورځې د مخه عمران خان بيا وويل چې د افغان تروريستی ډلو جوړول د پاکستان د نظاميانو کار دی . خو افغان دولت د ټولو کمزوريو سره سره د خلکو د رأيو او ټاکنو ( په ټاکنو کې د لاسوهنو سره سره ) پايله ده . څنګه کيدای شی چې د پنجاب مزدور طالب چې د آی-اس-آی تر حمايت لاندې ژوند کوي د افغان دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولی ؟  افغانستان په خپل پنخه زره کلن تاريخ کې هيڅکله د ټاکنو له لارې ( ولو ابتدايي او د تقلب سره مل ) دولت نه درلود . نن يوه مزدوره ډله ( طالب ) او د غلو جنايتکاره غدۍ د کرزی په مشرۍ افغان دولت ايګنور کوي او غواړي په خپلو ککړو لاسونو د افغانستان برخليک وټاکي .

–  کرزی استدلال کوي : دا چې طالبان حکومت په رسميت نه پيژنی ، غواړی له ما او چورګرو سره مذاکرات وکړي . خو هيروي چې افغان ولس تروريست طالبان ، د طالبانو ملګری ښاغلی کرزی او د غلو غدۍ په رسميت نه پيژنی . د افغان ولس د سولی مشورتی لويه جرګه  چې د خپل ولسمشر غنی په بلنه دايره شوه ، ددې امر بهترين ثبوت وړاندې کړ . ولس د اتمرخيلو او کرزی خيلو تحريم او د غلو د غديو اپلتې د هېڅ سره برابرې کړي . د نړۍ پر مخ کوم هيواد طالبان په رسميت پيژنی ؟  افغان حکومت د لسګونو هيوادو له خوا په رسميت پيژندل شوی . هغه تروريست پلوه حکومتونه چې د طالبانو سره خواخوږي لری ، افغان حکومت په رسميت پيژنی . د طالبانو د تروريستی ډلی له خوا په رسميت پيژندل حکومت ته ډېر اعتبار نه وربښي .

–  کرزی وايي چې ما په لويه جرګه کې ځکه ګډون ونه کړ ، چې لويي جرګې په اتفاق سره دايريږی ، خو ددې لويې جرګې سره عبدالله عبدالله مخالف وو . غل د غله په هکله د برأت شاهدي ورکوي !  د ګوتو په شمېر منافقين ( نفاق اچوونکی ) د مشورتی لويې جرګې مخالف وو . نفاق اچوونکی او د پردو اجنټان نه غواړی چې د افغان ولس اراده تبارز وکړي ، خو ولس په جرګه اتفاق وکړ ، ولس خپله اراده په ډاګه کړه او تش په نوم رهبرانو پسې يې پسخند وکړ.  د هېواد او ولسمشر تر شا ودريد . نفاق اچوونکو غوښتل د سولی له پاره د مشورتی لويې جرګې آغيز کم کړي . خو دوی هېروی چې دوی پخپله آغيز نه لری چې پر جرګه او د هغه په پايلو آغيز وکړي

–  وايي « سياسی رهبرانو » په جرګه کې ګډون ونه کړ ، خو د « سياسی رهبرانو » د تنظيمو غړو په ګڼ شمېر کې ګډون کړی وو . اوس نو « سياسی رهبران »  د بوسو سره وتلئ !  بله خبره داده چې د ايلجاريو مشرانو ګډون او نه ګډون دواړه بی مانا وو  مهمه دا وه چې د ولس منتخبو استازو په ګڼ شمېر کې۳۲۰۰  کسانو ګډون کړی وو . جرګه د کميت او کيفيت له لحاظه ، د نظم او نسق له پلوه په خپل ډول کې بی ساری وه او د سولی د پاره د ولس د ارادې واقعی مظهر وو .

–  کرزی او غدۍ د سولی د پرتمينی مشورتی لويې جرګې د آغيز د کمولو له پاره او په هغه کې د مختورو چورګرو د نه ګډون د توجيه له پاره بل دليل دا وايي چې مونږ پوهيدو چې جرګه بی وخته ده ، ځکه طالبانو هم هغه رد کړه .خو کرزی او ياران يې په دې اپلتو خلک نه شی غولولی ، ځانونه غولوي . د ولس خبره د تاريخ خبره ده . د ولس خبره هر وخت په وخت خبره ده . دا چې طالبانو جرګه رد کړه ، حيرانوونکی نه ده . طالبانو هم د کرزی ، اتمر، قانونی ، محقق او د جنايتونو د نورو شريکانو په څېر خدای رد کړی دی ، د خدای سپيڅلی کتاب يې رد کړی دی ، طالبانو الصلح والخير رد کړيده . طالبانو انماالمؤمنين اخوت فاصلحو بين اخويکم رد کړي ده ، او امرهم شوری بينهم يې رد کړی ده .

کاشکی ځان غوښتونکو، مفسدو چورګرو او وينې چښونکو جګړه مارانو د خلکو کرکه احساسولای او له خپل شوم برخليک نه خبر وای .  پای

 

 

Comments are closed.