د ګوندي ادغام اړوند د سویډن د ګوندي شورا رپوټ

20161112_170218

د ۲۰۱۶ ز کال د نومبر د میاشتې په ۱۲ مه نیټه  د سویډن د ګوندي شورا د ادغام لمړۍ غونډه جوړه شوه . په غونډه کې د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند د ۵۸ غړو له جملي ټولو ۴۱ تنو برخه اخستې وه . په غونډه کې د ګوند د اجراییه شورا غړي محترم محمد اقا کوچې برخه درلودله . د غونډي اجندا چې ۵ لاندي موضوعات یي درلودل د رایو په يوالي تائيد شوه:

ــ د ګوندي شورا د کار او فعالیت د لا ښه والي په هکله مالومات. وینا کوونکی محترم احمد ګل اندړ ، وخت ۱۰ دقیقي

ــ د ګوند د تبلیغ او ترویج د څانګې د مصوبو او اسنادو د پلې کېدو په باب . ویناکوونکی محترم عبدالخلیل ، وخت ۱۰ دقیقي

ــ دګوند د دارالانشا د مۍ د ۲۸ مې ۲۰۱۶ م کال د مصوبې د پلې کولو اړوند د څرګندونو په برخه کې . وینا کوونکی محترم لعل محمد اکبري ، وخت ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پوري

ــ د ۲۰۱۶ م کال د مالي چارو اړوند . وینا کوونکی محترم پیرمحمد بری ، وخت ۱۰ دقیقی

ــ د ملګرو د وړاندیزونو او پیشنهادونو په برخه کې . وخت ۱۰ دقیقي

د اجندا پر موضوعاتو د بحث په وخت کې له ټولو مخکې د سویډن د ګوندي شوراریس محترم احمد ګل اندړ ارزښتناکې څرګندونې وکړي:

20161112_144001

د تشکیلاتې پورتنیو ارقامو د وړاندي کولو په څنګ کې هغه د تشکیلاتې ادغام د لمړۍ غونډي د جوړیدو د اهمیت او له دې وروسته د سویډن د واحد ګوندي سازمان او متحدي ګوندي شورا د رامنځته کېدو اړوند د غونډی برخه والو ته مبارکې وویله . همدارنګه یي له ګوندي غړو وغوښتل چې د جوړي شوي غونډي په برکت د یو بل په برخه کې پیژندنه او مالومات تکمیل کړي. ګوند د دارالانشا د ۱۳۹۵ کال د زمري د میاشتې د ۲۸ مې نیټې د مصوبې د موادو په پلې کیدو کې برخه واخلي. وروسته بیا محترم عبدالخلیل وینا وکړه ، هغه د ګوند د تبلیغ او ترویج څانګې د مصوبو ، اسنادو او وروستۍ اطلاعیي د پلي کېدو اړوند مفصل مالومات وړاندي کړل ، د غونډي د برخه والو څخه یي وغوښتل چې د ګوند د برنامې ، اساسنامې او پالیسۍ اړوند وړاندیزونه او نظرونه راټول کړي چې د تبلیغ او فرهنګ د څانګې له پتې کابل ته ولیږل شي . بیا په نوبت محترم لعل محمد اکبري خبري وکړي ، هغه د ګوند د دارالانشا د مصوبې د پلې کېدو په لړ کې وړاندیزوکړ چې په هغو ښارونو لکه ، ستکهلم ، لوند او ارلوف ، مالمو ، کريښونستاد ، ګوتنبورګ او نورو ځایونو کې چې ګوندي غړي شته ، د ګوند اولیه یا ښاري شوراګانې جوړي شي چې دا وړاندیز د غونډي د ګډون کوونکو د هرکلي وړ وګرځید او پري کار پیل شو . همدارنګه غونډي ته محترم پیرمحمد بری او انجنیر فرید د ګوندي شورا د مالي چارو اړوند رپوټ وړاندي کړ ، هغوی وویل چې د سازمان ۳۶ تنو یوه کلنه ګوندي ونډه او پاته نورو ملګرو ۶ میاشتنی ګوندي ونډه ورکړي ده . د غونډي په جریان کې هم یو لړ ګوندي غړو د ګوندي ونډي په تصفییه کولو کې ونډه واخستله . په پاي کې ملګري بری د محترم حنیف ضرابی څخه چې په اروپا کې د ګوندي چارو د انسجام او هماهنګۍ  شورا د مالي څانګې مرستیال دی ، وغوښتل چې د سویډن د ګوندي شورا له حسابه ۳۰ زره کرونه کابل ته عاجل واستوي

په غونډه کې د ریښتونې وحدت غوښتنې فضا خوره وه ، هر یوه د ګوند د وحدت غوښتنې ګامونه اوچتول ستایل او وړاندیز یي کاوه چې د هغوي په وړاندي مظبوط دریځ ونیول شي ، څوک چې د ګوندي یووالي پروسه د خنډونو سره مخامخ کوي . همدارنګه ګوندي غړو ټینګار وکړ چې د ښځو او ځوانانو ونډه په ګوند کې غښتلي شي او د ګوند د ځوانانو او ښځو څانګې پرانستل شي . د ګوند د مالي وضعیت د ښه کېدو په موخه د نوي مالي سرچینو د موندلو سپارښتنه وشوه . د ګوند اوسنی موقف ته په کتلو وړاندیز وشو چې ګوند باید په تبلیغاتې ساحه کې ځان دومره فعال کړي چې خلک یي د خپلو غوښتنو د مطرح کولو ترجمان وبولي . په پته خوله پاتې کېدو ګوند مري

د غونډي په وروستۍ برخه کې یو لړ تشکیلاتې چاري بشپړي شولي . یانې د تفاهم او سیاسي اړیکو او اسنادو او اړیکو په نامه دوه نوي څانګې جوړي شوي چې په ترتیب سره محترم باقي فرین او اکمل صافی او نورزیه فرین او اسدالله حسن د هعې مسؤلین وټاکل شول . همدارنګه رحمت الله رحمانې او میاجان محمدي د تبلیغ او فرهنګ د چارو مسؤلین غوره شول

غونډه د ګوند د اجراییه شورا د غړي محترم محمد اقا شیرزاد له خوا وارزول شوه ، چې هغه وویل : دا د ګوندي یووالي برکت دی چې له لیرو ځایونو څخه د وطن ، خلکو او ګوند د ګټو په خاطر راغونډ شوي یو او د نن په څیر مو مهم تصمیمونه ونیول . هغه زیاته کړه ټولي هغه مصوبې چې د سویډن د ګوندي شورا په پته راغلي د شورا د څانګو له خوا باید پلي شي . هغه تصمیمونه چې اوس ونیول شول بیله ځنډه عملي شی

د سویډن د ګوندي شورا د عمومي غونډی

 مصوبه

ګوتنبورګ ـ د ۲۰۱۶ کال ۱۲مه

د سویډن د ګوندي شورا د تشکیلاتې ادغام لمړی غونډه چې د ګوند د پوره اکثریت غړو په ګډون جوړه شوي وه او په هغې کې د شورا د ګوندي چارو رپوټ د محترم احمد ګل اندړ له خوا وړاندي شو لاندي مواد تصویبوي

ـ د ګوندي شورا اړوند لمړنۍ شوراګانې او د هغوي ګوندي غړي دنده اخلی چې د ګوند د دارالانشا د ۱۳۵۹ کال د زمري د ۲۸ مې نیټې د مصوبې د پلي کېدو له پاره منظمي هلي ځلي وکړي او د ۳ میاشتو په دننه کې د تشکیلاتو څانګې ته رپوټ ورکړي

ـ ګوندي څانګې او اولیه شوراګانې دنده اخلي چې د ګوندي ټولو مصوبو او اسنادو د محتوا د عملي کولو له پاره پلي کیدونکې تدابیري پلانونه جوړ کړي او پر اجرا یی کنټرول وکړی . ګوندي څانګې په هرو ۶ میاشتو کې ګوندي شورا ته رپوټ وړاندي کوي

ـ نوي ګوندي اولیه شوراګانو ته دنده سپارل کیږي چې ګوندي جلب او جزب ، ګوندي ونډي راټولولو ، د ګوند پالیسۍ تبلیغولو ته کلکه پاملرنه وکړي ، د کار پلانونه جوړ کړي او د کار او فعالیت رپوټونه د ګوندي شورا بیلا بیلو څانګو ته ورکړي

ـ د شورا مالي څانګه دنده لري چې د کال تر پایه د ګوندي ونډو د ټولولو تصفییه وکړی او د نوي مالي سرچینو پیداکولو ته لاري چاري ولټوي . ۶ میاشتې وروسته د مالي څانګې رپوټ اوریدل کیږي

ـ په سویډن کې د افغاني ټولني دننه او د سویډن د سیاسي او ټولنیزو محافلو په منځ کې د ګوند احساس کېدو ، اعتبار او معرفۍ ته کار وشي او اوسنې د چوپې خولي سیاست ته د پاي ټکی کیښودل شي

ـ د دې مصوبې پر اجرا د سویډن ګوندي شورا کنټرول کوي

ګل احمد اندړ                  د سویدن د ګوندي شورا مسؤل

 

 

 

Comments are closed.