د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

  • ‌‌‌‌‌بسم الله الرحمن الرحیم
  • په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ مو خبرتیا پيدا کړه چې د افغانستان د ملي پر مختګ ګوند د ریس محترم عبدالحې مالک ورور ارواښاد ‌‌‌‌‌‌ډګروال اسدالله حلیمې د هېواد او خلکو د دښمنانو له خوا په ‌‌‌‌‌‌ډيره بیرحمۍ په شهادت ورسید . انا لله و انا الیه راجعون .
  • شهید ‌‌‌‌‌‌ډګروال اسدالله حلیمې د افغانستان د ملي اردو د هغه زړورو او پر وطن مینو افسرانو له جملې څخه وو ، چې تل به یې ، خداي ، وطن او دنده د خپل خواږه ژوند سرلیک بللو . هغه پاک لاسی انسان وو ، خپل خلک او هېواد ورباندې ګران وه . په اوسنیو پيچلو شرایطو کې هغه له خپلي کورنۍ لیرې د افغانستان په هر ګوټ کې دندې اجرا کولو ته تیاري ښودله ، له دې کبله د دندې په جریان کې په شهادت ورسید .
  • د هغه تشه د افغانستان په ملي اردو او د هغه په غم اخته کورنۍ کې زیاته محسوسه ده . ښایې تر زیات وخت د کورنۍ غړي ، د هغه دوستان او د دندې د جریان یاران به په نږدې وختونو کې د هغه د تشې له ذهنې بار څخه ځانونه خلاص نه کړلی شي .
  • د ګوند دارالانشا ، د ‌‌‌‌‌‌ډګروال اسدالله د بیرحمانه وژنې انساني ضد ، افغاني ضد او اسلامي ضد عمل ، سخته لړزولې ده .
  • له دې امله د ګوندي مشرتابه او ګوندي شوراګانو ټول غړي او مینه وال د محترم عبدالحې مالک او د هغه د ویرجنې کورنۍ تر څنګ کلک ودریږي او د هغوي سره خپله پوره غمرازې او همدرنې څرګندوي .
  • له لوي خدایه غواړي چې شهید ته مغفرت وکړي ، محترم مالک او کورنۍ ته د زړه صبر ورکړي . د افغانستان د ملي یووالي په حکومت غږ کوي چې د دغه نه بښونکې جرم عاملین ژر تر ژره پيدا او د ترسره کړي جنایت له امله یې په سخته سزا ورسوي .
  • امین یا رب العالمین
  • د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا

Comments are closed.