د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د پای ورځی،خوزموږ دهیواد کړکیچن حالات

محمدآقا کوچی

محمدآقا کوچی

درنو دوستانو او زړه ته نژدې ملګرو!

دا دی 2016 زکال د پای شپي رانژد ې شوي په بهرنې نړې کې ددی هېوادو خلک خپل د نوي کال لمانځغونډې نيسي ټول هېوادونه چی وچی ونې غرونه سرکونه په برښنايي څراغونو ښکلي کړي دي د 2016 کال په درشل کې خپلې برياوی لمانځي سره له دی چی په يو شمېر بهرنيو هېوادو کې هم په همدی شپو ورځو کې د ترهگږو د ترهگريزو فعاليتونو راپورونه اوريدل کيږي ولی که زموږ د هېواد حالاتو ته کتنه وکړو تر پخوا بدتر شوي ، د واشينگټن ټايمز د وينا په اساس په 2016 کال کې تر 60 زرو زيات افغانان مړه يا ټپيان شوي دي،

ددی کال په جريان کې د طالبانو او داعش ترهگرو ډلو جنگ جگړو ته زور ورکړې دوه ځلې د کندوز ولايت ته د سکوت ور کولو کوښښ وکړ يانی د ټول هېواد دوه پر دری برخو کې جنگونه روان دي د خلکو ويره زياته شوی د ملگرو ملتو سازمان بياخپل راپور کې ليکي چی تر 3000 زيات ملکي وگړي وژل شوي او په 2016 کې 25 بهرني پوځيان وژل شوي او ټپيان دي.

درنو دوستانو دا خو د بهرنيو خپرونو راپور وو زما په اند تر دی هم حالات بدتر دي دا په دی ما نا چی که ددولت برياوی او حالاتو ته کتنه وکړو حالات د اندېښنې وړ دي.

يو ه ځغلنده کتنه دولت

او په خاصه توگه د داکتر غني د هلو ځلو په پاېلو کې د يو لړ زيربنايي پروژو د کار پېليدل په قراردادونو باندی کنټرول او صرفجويي د فساد پر ضد د کارپيل بهرنيو هيوادو سره داړيکو سمول دافغانستان په هکله په يوشمېرنړيوالو کنفرانسو کې گډون د پاکستان په وړاندی د خپل هيواد د ملي منافعو سره سم دريز نيول ، ولې نيمگړتياوی تر برياوو خورا ډېری دي.

د نامنيو کچه دتير کال په پرتله 10 فيصده زياته شوی که يو ميلون کډ وال پاکستان په زور زياتي اود نړېوالو منل شوو نورمونو خلاف له پاکستان څخه وایستل شول خو له هېواده هم د نامنيو او بيکاريو له امله په زرگونو ځونان او يو شمېر کورنۍ بهر ته کډوال شول دا ټولی ستونزی په افغانستان کې د قانون د حاکميت اود خپل وطن د ستونزمنو مسلو حل په داسی حال کې چی د بهرنيو هېوادونو لاس وهنې دوام لري ، زموږ د هېواد خلک د نابودی کندی ته ټيل وهل کيږي د تنظيمي گډوډيو او ظلمونو د طالبانو د ترهگريزو کړنو دامريکا او ناټو د حضور سره بيا هم د يوه نا اعلان شوي جنگ چی د پاکستان او ايران او نورو لخوا تپل شوی د وطن د ملي گټو په خاطر د وطن او خلکو سره د مينی او محبت لپاره د هرډول شخصي ،ګوندي، قومي، ژبني تغصب پرته بايد په خورا رؤڼتيا او جرت لاندی ستونزو حل ته ځوابونه وويل شي.

اول ايا دا  اوسنې دولت په اوسني سيستم کې دامريکا پرته دوام کولای شي

دويم ايا دا دولت به د بهرنيو مرستو پرته خپلو معاش اخستونکو ته معاشونه ورکولای شي

دريم ايا د هېواد اوسنيو ستونزو ته په دقيق توګه پاملرنه شوی

د سيدټمبر د11 د 2001زکال د پېښې وروسته د امريکا په مشری چی کوم ځواکونه دی هېواد ته تر دی شعارونو لاندی راغلل چی ترورسټان ،القاعدی په وړاندی مبارزه کوو، مخدره موادو توليد قاچاق کښت، فساد به له مينځه وړو ،په افغانستان کې به ښه د قانون د حاکميت او مقتدردولت جوړه وو دا شعارونه عملي شول

پداسی حال کې چی د طالبانو او القاعدی رهبران ووژل شول ايا ترهگري او دالقاعدی فعاليتونه  د جنګ جگړو لمن زموږ تر هيواد بهر هم د پخوا شان پراخه شوی.

ايا ټول نړېوال په دی نه پوهيږي چی د ترهگرو ځالی چيری او پناه ځايونه چيری دي ټول پوهيږي چی ددی ټولو سرچينه پاکستان دی مخدره موادو کښت او قاچاق مخه ونيول شوه فساد کونکي د قانون منگلو ته کش شول ،

دولت په سهامي شرکت بدل شو،د قانون حاکميت تر پښو لاندی شولو، د فساد کچه کې  زموږ هيواد167  هيوادو نوکې دويم ځای خپل کړود عدالت د تامين په برخه کې د 113 هيوادو نو کې افغانستان دريم ځای لري.د 2.1ميلون کډوالو چی په پاکستان ،ايران او نوره نړی کې دي هغه يو ميلون چی تازه د پاکستان څخه په زور وشړل شوه په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

د ځمکو په غصب کې 3.1 ميلون جريبه د غاصبانو لخوا غصب شوی دا ټوله دولتي ځمکه ده.

قوم گيرايي چې تر داعش او طالبانو بدتره او خطرناکه زور اخستی دی.

ددين او مذهب تاجران چی تر 300 کورنيو زيات نه دي 30ميلونه وګړي يرغمل نيولي دي.

په قضا يي ارګانونو کې چی دخلکو غوښتنې نه عملي کيږي يو شمير خلک خپلی دعواوی پر طالبانو حل فصل کوي.ددی ستونزو د حل لپاره کومه ناکامه نخسه چی د جانکيري په واسطه رامينځ ته شوه  بايد دحل لاری ولټول شي ،زما په اند د حل ښه لاره داده چی اوسنې ادراه کې هغه شمېر کسان چی په غصب ،فساد، قاچاق قومگيرايي او ژبني تغصب کې مبتلا دي په خورا جرات او متانت سره دقانون منگلو ته وسپارل شي دولت او په راتلونکو پارلماني اود ولسواليو شورا ګانو په ټاکنو کې په پوره پاکولی شفافه توګه ټاکنې ترسره شي چی وطن پرست ملي دموکرات پارلمان ولرو ، دولت په دری واړه ارگانونو کې يوه جدي څېړنه وشي ناپاکه غناصر تصفيه شي د سلا کارانو او مفت خورو کنډک بايد ختم شي دسولی په شورا کې په بی پری او کار پوه عناصر بايد ځای کړی شي.

Comments are closed.