روسيې او افغانستان اړيکې ثبات ته ضرورت لري!

  پرون د 2019 کال د مې 28 د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د روسيې او افغانستان د دپلوماتيکو اړيکو 100 کاليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ونماځل شوه. غونډې ته له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په ذایقه برابر سياسي کسان او له قطر څخه د طالبانو لوړ پوړی پلاوی راغلی و. خو دروسيې له خوا د بهرنيو چارو وزير په شمول له درې- څلورو دپلوماتانو پرته نور څوک تر سترګو نه شول. له بده مرغه د غونډې په ټول جريان کې هيچا د روسيې او افغانستان د اړيکو تاريخ ته يوه جزوي کتنه هم ونه کړه او داهم ونه ويل شول چې ددغو اړيکو د ښه کولو لپاره څه کول په کار دي؟

په افغانستان کې د امريکې او ناټو په لاس د طالبانو له سقوط څخه وروسته له معاصرې روسيې سره د افغان سياستوالو د اړيکو دروازې د يوري کروپنوف په هڅو پرانیستل شوې . هغه وخت چې په روسيه کې د طالبانو په باب خبرې او له هغوی سره اړيکې د هر چا لپاره ممنوع  او له خطره ډک کار و، ښاغلي کروپنوف د روسيې د نفوس پېژندني، مهاجرتونو او سيمه اييزې پرمختيا انستيتوت د رئيس  پتوګه د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره د خبرو اجندا وړاندې کړه. هغه د 2008 کال په اکتوبر کې د ښاغلي محمد بشر بشردوست په ملتيا افغانستان ته سفر وکړ. هلته يې د طالبانو د ځينو پلويانو په شمول د افغانستان له دولتي، سياسي، اکاډميکو مقاماتو او ځانګړو سياسي، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو سره وکتل. د سفر په پای کې يې «په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لار» تحليلي راپور د روسيې سياسي نخبه ګانو ته وړاندې کړ او د افغانستان د حالاتو په باب يې د روسيې د نوي دريځ وړانديز وکړ.  دغه تحليلي راپورپه پښتو او دري هم ژباړل شوی او خپور شوی دی.  د 2009 کال د مې په 14 يې په مسکو کې «د روسيې او افغانستان د اړيکو ګډه جرګه» (فوروم) جوړ کړ چې د روسيې او افغانستان د اړيکو په تاريخ کې بېساری و. هغه وخت د جرګې برخوالو د يو پريکړه ليک په ترڅ کې د روسيې او افغانستان واکمنو کړيو ته د دواړو هيوادونو او ولسونو د ښو اړيکو لپاره هر اړخيز ګټورعملي وړانديزونه تصويب کړل. خو لکه د يخ پر مخ ليکل اوبه او د هر چا له ياده ووتل.

 د روسيې او افغانستان د اړيکو تاريخ اوږد او له لوړو ژورو ډک دی، خو د ښې راتلونکې لپاره ثبات ته ضرورت لري .  ثبات يوازې په تشريفاتي ټکو نه شي تر سره کيدی، عملي ګامونو ته ضرورت لري او د عملي ګامونو لپاره د ښاغلي کروپنوف په شمول د روسي افغانستان پوهانو او افغان روسیه پيژندونکو تحليل او نظريات د قدر وړ دي.

داکتر شيرحسن حسن

 

Comments are closed.