روسيې چاپ «نېزاويسيمايا ګزېت

خبريال : اندرې سېرېنکه

ژباړونکی: شېرحسن حسن

په روسيه کې مېشتو پښتنو- افغانانو، اسلام آباد د تروريزم  په ملاتړ تورن کړ.

د فبروري دوهمه په روسيه او ټوله نړۍ کې د پښتنو – افغانانو د قهر ورځ وه.

پرون د فبروري دوهمه په روسیه کې مېشتو پښتنو- افغانانو په مسکو، سانکت پترزبورک، کراسنادار، رستوف-نا-دانو او د روسيې په نورو ښارونو کې د پراخو غونډو په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پښتون تحفظ مومنټ) «PTM » ملاتړ وکړ ، چې مشران او فعالین یې دپاکستان د پوځې ادارې  تر ظلم او فشار لاندې يا وژل کېږي او یا نیول کیږي.

  د غونډو برخه والو غوښتنه وکړه چې د پاکستان نظامی اداره دې د پښتنو د مشرانو تهديد او تعقيب ودروي او په افغانستان کې دې د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.  په روسيه کې مېشتو پښتنو په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په پاکستان کې د بشري حقونو پراخو او پرله پسې اوږدمهاله سرغړونو ته پاملرنه وکړي.

په مسکو کې د مېشتو پښتنو-افغانانو ټولنې زموږ خبريال ته وويل چې په غونډو کې د افغانانو او د ډيورند د کوزې خوا (د پاکستان تر تسلط لاندې) پښتونخوا پښتنو برخه اخيستې وه. هغوی وايي: «موږ د مشترکې وينې،مشترکې ژبې ،مشترک دين ،مشترک کلتور، مشترک تاريخ  او  په روانو حالاتو کې د مشترک درد او امنيتي ستونزو  په تنابونو کلک تړلی واحد ولس يو،  او د پاکستان واکمنه پوځې اداره  او استخبارات زموږ د ولس په وړاندې د جينوسايډ  (نسلوژني) سياست پرمخ بيايي».

د  پراخو غونډو په ترڅ کې د پي ټي ام د ملاتړ لپاره د فبروري د دوهمې نېټې غوره کول هم څه تصادفي خبره نه ده . يو کال مخکې په همدې ورځ د پي ټي ام د مشرتابه فعال غړی، وتلی پښتون شاعر او ليکوال د پښتو ادبياتو پروفیسر ابراهيم ارمان لوڼي  په بيرحمانه ډول ووژل شو. هغه د بلوچستان په لورلايي ښار کې د پاکستان پوليسو په مرګوني او بېرحمانه وهلو ځای پر ځای وواژه. د پروفیسر لوڼي د بېرحانه وژلو تراژيدۍ او غم د «ډيورند خط» په دواړو خواو اوسېدونکو پښتنو- افغانانو کې د ويښتیا لويه انګازه واچوله».

د روسيې په ښارونو کې د پې ټي ام په ملاتړ پرونۍ غونډې د مسلمانانو د مبارک  کتاب – قرآن شریف د اياتونو په لوستلو ، د ابراهيم ارمان لوڼي روح ته په دعا او درنښت د يوې شېبې په چوپتيا پيل شوې. د فبروري په دوهمه د شاعر او ليکوال پروفيسور لوڼي د شهادت د کليزې په درناوي د اروپايي ټولنې په لويو ښارونو ، سکانديناوي هيوادونو، امريکا متحده ايالاتو، کاناډا، استراليا ، هند، د افغانستان په ګڼ شمير ښارونو او د پاکستان په ښارونو کې  هم غټې غونډې، مظاهرې او لاريونونه وشول او په زرګونو افغانانو او پښتنو ګډون په کې کړی و.

د مسکو د غونډې برخه والو زموږ خبريال ته وويل «موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ څرګند کړ ، چې مشران یې نن د پاکستان د پوځي ادارې او امنیتي ځواکونو لخوا په وحشیانه ډول تر تهديد او تعقيب  لاندې دي. موږ د پاکستان له واکمنې ادارې وغوښتل چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له زندانه آزاد کړي. منظور احمد پښتون د پاکستان امنيتي ځواګونو د جنوري په 27 په پېښور کې بندي کړ.  دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه  چې منظور پښتين  د جنوري په 12 د وزیرستان په بنو ښار کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه او  اراده یې څزګنده کړه چې غواړي د ټولو پښتنو سياسي مشرانو لويه جرګه راوبولي تر څو د پښتنو په راتلونکی برخليک فکر وکړي».

معلومه ده چې د پښتنو مشرانو د لويې جرګې د دعوت لپاره د منظور پښتين نيت، اسلام آباد په جدی اندېښنه کې اچولی دی. د سيمې له حالاتو څخه د باخبره سرچينو په قول «د پښتنو د سياسي مشرانو د لويې جرګې تريبيون کېدای شول د پاکستان د پوځي ادارې او امنيتې ارګانونو د رسوايي ميدان شي»؛ « منظور پښتون څرګنده کړه چې د لويې جرګې برخه وال بايد د پاکستان له ادارې وغواړي چې په افغانستان او همدارنګه د پاکستان په پښتونخوا  ايالت (پښتون مېشتو سيمو ) کې د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي. د منظور پښتين په وينا په افغانستان کې د تروريستي بريدونو، جنګ او بې ثباتۍ «کنترول پينل» او د ادارې مرکز په اسلام آباد کې دی  او په سيمه کې د ترورستانو فعاليت له اسلام آباده اداره کيږي».  د فبرورۍ د 2 نېتې د پراخو  غونډو برخه والو د پاکستان له امنیتي ځواکونو څخه د پي ټي ام د مشرانو له غوښتنو ملاتړ څرګند کړ چې غواړي د پښتنو پر وړاندې د تښتونې او له محکمې پرته ځورولو او زنداني کولو   اعمال ودروي: « منظور پشتین د هغه د نیولو څخه لږ دمخه په ښکاره ډول وویل چې د ورکو شويو پښتنو اوږد لیست نه دی کم شوی ، اسلام آباد  د پي ټي ام د بشري حقونو هیڅ یوه غوښتنه هم نه ده پوره کړې ، د پښتنو د فعالینو قاتلين ازاد ګرځي او نه محاکمه کيږي، او د پښتنو پر وړاندې ترهګري، ترور او استبدا ادامه لري».

د پي ټي ام سرچينې (ن .ګ) ته یادونه کوي چې  د منظور پښتين له نیول کیدو یوه ورځ وروسته، د جنورۍ په 28 ، د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران محسن داوړ او علي وزیر په اسلام آباد کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول. که څه هم هغوی ژر خوشې شول ، خو بیا هم ، پښتني فعالانو د پاکستان د استخباراتو دغه کړنې د ویرې اچونې او رواني تروريزم عمل وګاڼه: «موږ ټول يې په دې پوهه کړو چې که موږ د «ژوند د اساسي حق» په شمول د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه جاري وساتو او انکار ونه کړو ، نو څه به پیښ شي».

د فبوري د دوهمې نېټې غونډو ته په کتو چې نه يوازې د روسيې په ښارونو، بلکې د نړۍ په يو شمير مهو مرکزونو کې تر سره شوې، داسې ښکاري چې د پښتنو د ملي نهضت فعالين نه تسليميدونکي دي.  د پرونيو سیاسي غونډو ، مظاهرو او لاریونونو برخه والو، نه یوازې د پښتون  ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره خپل  پیوستون څرګند کړ ، بلکې  له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې «د پاکستاني چارواکو ریښتیني څېره وپېژني ، د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د تروریستانو د ملاتړ او په دغه هيواد کې د بشري او مدني حقوقو د د پايمال مخه ونيسي».

 

Comments are closed.