رپوټ

 د ملي گوند د اجرايه بيرو غونډهm agha (2)ونډه: دا غونډه نن سهار پر لسو بجو د ملگري خانجان الکوزي په کاري دفتر کې دايره شوه. د غونډې گډونکوملگري هريو ملگري عبدالحی مالک، ملگري عبدالرشيد ارين، محمداقا کوچی، ملگری ماما رسول، ملگری سيد محمد ټينگار، ملگری عبدالصمد عزيزي، ملگری محمداصف جهيش،استاد ملگری مهراب، ملگری موج، ملگری وفادار، ملگری جانان مير خيل،ملگریۍ انجنر خروټی، ملگرۍ سمين څېړی،ملگری خانجان الکوزی،ټول ۱۴ تنه وه. اجندا : د ملي گوند د بهرنيو گوندي سازمانونو د پالټاک په غونډو کې د مالک او ارين صاحبانو گډون اود گوندي يوالي او موجوده ستنوزو د حل په هکله د ملگري شاه سلطان عاکيفي د گوند ددارلانشاغړي اود ملگري داکتر شيرحسن د گوند مرکزي شورا د غړي طرحه اود تدبيرونو پلان چی د ملگري نوروهاب څپاند او نورو لخوا ملگرو وړاند وينه اود مالک او ارين صاحبانو د موافقی له مخی جوړ شوی وو او په پلان کې د ملي گوند د ملگرو د موجوده ستونزو د حل له پاره د مرکزي شورا د غړو پلينوم رابلل وه اودا پوښتنه وړاندی کيدله چی اول د خلکو د گوند سره يوالی کوو په کومو شراېطو ؟ کنه دويم د ملي ترقي وطن گوند سره ناسته دا ځکه چی موږ له دوی سره کنگری در لوده او يوالی مو کړی وو. دريم د ورونو گوندونو سره د يوالي په هکله؟ د غونډې مشرتوب ملگري خانجان الکوزي ته وسپارل شو لومړی رپوټ مالک صاحب ورکړ بيا په نوبت ملگري ټينگار، ملگري عزيزي، ملگری مهراب، محمداقا کوچی ، وفادار، ميرخيل ارين صاحب خبری وکړی، درنو قدر مندو ملگرو ټولو ټينگار داوو چی د ملي گوند په خپلو مينځي ستونزو اود هغی پر حل ټينگار کاوه خود هر يوه فکر ذکرجلا وو . د ملگرو هريو ټينگار، مهراب ، عزيزي او ارين صاحب ويل چی د ملي گوند ټولی غونډې يا ناستی که په هر نوم چی يوازی د ملي گوند د ملگرو ي دا غېری قانوني دي د ټينگار صاحب ارين صاحب ټينگار پر دی را څرخيدو چی که موږ پلينوم رابلو بايد دترقي وطن کسان هم وي دا نورو ۹ تنو استدلال کاوه چی موږ اول خپل مينځي ستونزی حلوو بيا د ترقي وطن سره ناسته کوو ولی ددي ټينگار همدا وو بيا خانجان وړانديز وکړ چی د ملي گوند د ټولو ملگرو بايد نظر وپښتل شي ددی له پاره هم د فاصلی ليروالی ، امنيتي شرایط لازم ونه بلل شوه وويل شو چی د بهرنيو ملگرو او دا خل کې ملگرو په دی اړوند ۹ ځله لوی وړی ناستی سرته رسولي وروستی ناسته چي سپين زر هوټل کې چی شميری تر ۸۰ تنو رسيدو د گوند دارلانشا ،بيرو ، مرکزي شورا او گوندي کادرونو په گډون ناسته او پرېکړليک وه ولی ټينگار او مهراب دا ناسته غېری قانوني بلله سره له دی چی د غونډې ټولو گډون کونکو لاس ليکونه کړي. بل وړانديز وشو چی د مرکزي شورا غونډه چی دوی ټول ټاکل شوی استازي دی ژر راوبلل شي ځکه دا د بهرنيو ملگرو طرحه او پلان هم دی ولی دغو دری تنو مخالفت کاوه او ويلی چی د ملي گوند ناسته دترقي وطن په غېر قانوني نه ده . بل وډړانديز وشو ټينگار اوارين لخوا وشو چی که نه ماده يز وړانديزونه په دوه مياشتو کې ومنل شي د خلکو له گوند سره ځی ؟ ملگرو زيات بحثونه درلودل اکثريتو ويل چی د ترقي وطن خلک د خلکو د گوند سره همغږي او پلو دی موږ بايد يوازی د ملي گوند پلينوم را بلو ولی دری تنو مخالفت کاوه دانورو ټولو موافق وو بله مهمه خبره چی ما درک کړه دا وه چی سم دم دوه نظره وه ۹ تنو د ملي گوند اود خلکو د گوند سره نه تگ تاييد ولو اودری تنه د خلکو دگوند سره ددوام غوښتنه در لوده د بيرو د ملگرو تر مينځ د ملگرتوب د فضا روحیه کمرنگه برېښده غونډه د اوږد بحث وروسته بی پاېلی ختم اعلان شوه .نوری لاری چاری او فشارونه بايد بهرني سازمانونه گړندي کړي کنه ۱۵ کلنه خواري په اوبو لاهو کيږي .

محمداقا کوچی د گوند دبيرو غړی

 2018-05-21

Comments are closed.