زمادسنګر ملګریه !

 

محمد عیان عیان

22489990_719539858245343_3963221919962441269_n

زمادسنګر ملګریه!

********************

 ستاپه سره سنګرباندی به سره کلان کتارشی

واړه سره تیري به دې خپل وطن نه جارشي

لاره چی دې غوره وه له ستونځنې ډکه وه

ډیریې ځورولې، هراشغال، که سوریاشین و

ګرده دوشمنان به دې اخیر دلته سنګ سارشي

*********************

اوزمونږ دسنګر ملګریه!

*********

پام چې وارخطا شې مرګی دژوندپایله ده

ستاغوندې سرتیروبه ګورتل ګل اوګلزارشي

تاوه قربان کړې ښه  ځوانې دولس لارکې

بیشکه چې لانورډیربه قربان په دغه لارشي

کلک لکه پولادوې چی څووارې ویلي شوی بیا کلک شوی

ژونددې بیاهم وقف ؤکه هره ورځ په دارشي

*********************

ویره ترهه نه وه ستا مغروکې له آزل ځنې

ستازړورتوب  به دې ملګروته معیارشي

ته هوښیارمؤرخ ،تکړه شاعر، کیسه لیکونکی وې

ډیرزیات فرهنګیان به دې مصروف په دغه کارشی

ته خوبختوروې خپله خاوره کې دې  کور شو

وایه اوس زمونږه چی مو قبر بل دیار شی

دلیکلونیټه یی : دهالیند په وخت دسهار پنځه بجی  26/7/1396 – 18/10/2017چی همدانن په یې ځناځه په خپل وطن کې خاوروته وسپارل شی

اروادې ښاده وي

Comments are closed.