زما قلم

استاد رضایی

دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحدگوند دمرکزی شورا د اجرائیه بیرو غری او در کابل ښار ګوندی شورا رئیس

DSC03622

قلم می کله ناکله ګلی کوي چی په ما نه لیکی

نوآیا زما دقلم ګیله پرځای ده او که زما صبر اوحوصله ؟

که دقلم ګیلی ته ځیر شم څه ناڅه حق پجانب ښکاری داځګه چی دبیان اولیکلو دآزادی ډنډوره خوحتی د اوسنی دولت دافتخاراتو ورځنی شعار تشکیلوی.

خودی ته ئی پام ندی  چی دلسګونو  لیکوالو، ژورنالیستانو اوخبرنګارانو دوهلو،زورولو او ګواښونو عرایض اودوسی په څارنوالیو اومحاکمو او حقوقی مراجعو کښی دډیری مودی را پدیخوا پرتی دی او نالاینحل ژوند تیروی هان تردی سرحده پوری چی دجمهور رئیس دوم مرستیال به ئی هم نشی حلولای  ځکه چی دلومړی شخص لخوا ورته دنده سپارله شویده

خیر دی زما قلمه – حوصله ولره – پدی تولنه کی دومره بدبختی ګانی وجود لری چی په لیګلولو کی ئی دنورو قلمونه ستړی شول اوپه لستولو کی ئی ډیر خلک ستړی شوی او یا ئي په ویولوئی دیړستړی شوی – خو دکاڼه غوږونو دپاره ویل څه معنی ، او ړندوستړګودپاره ښکاره کول څه معنی اودنالوستو دپاره لیکل څه   معنی ؟

خو ای قلمه – دخلګودردونه ، کړونه ، ناخوالی ، بی عدالتی ،تجاوزونه ،خودسری ، ظلم ، ناروا حرکتونه ، دځمکوغصب ، رشوت ، چور،چپاول ، غلا، ددولت ناسم کادری سیاست ، دغلوسره دبوجی خوله نیول، غلو اوچپاولګرانو ته قدرت ورکول ، دفساد ترویجول دمفسدینو مقررول په دولتی مقاماتو کی ، دکار نه سپارل اهل دکار ته ، دکار نشوالی ، وزګارتیا ، دځوانانو او داستعدادونو تیښته  ،لوږه بی ځایه مهاجرتونه ، دانکشافی بودجی نه مصرفول ، دخلګو مرګ ژوبله ، دامنیتی اودفاعی ارګانونو تلفات او غمیزه ، دقانون دحاکمیت نه مراعت ، ملی ګتوباندی یرغل ، دمخدره موادو کښت ، قاچاق او دافغانانو روږدیدلی،تروریزم ، دفسادنوترویجول ، پاتک سالاری ، قوماندان سالاری ،داسلحو سرسام آوره ترویج ، دبشری حقوقو سرغړونه  ، پرښځو تیری ، دماشومانو شاقه کارونه ، په ټولنه کی بحران ، دفقر زیاتیدل ، په اسلامی ارزښتونو او دعبادت ځاینو تیری ، دپردیواستخباراتو ریښی نیول په دولتی مقاماتو کی ، په دولتی مقاماتو کی دپنځم ستون موجودیت ، پخپله دولت لخوا بی قانونی ، دسرپرستانو ساتل ،په مقاماتو کی ،دقانون خلاف دوه سری  حکومت ، ددولت ویره له ځينو اشخاصو ، میراثی دولتی پوستونه ، دطالب څخه داعش جوړ ول ، دقانون نه تطبیق ، په جهانی سطح کی ددولت د دوهمه درجه دمفسدیت مقام اخیستل ، داجتماعی عدالت نیشتوالی په ټولنه کی ، دژبنی ، مذهبی، سمتی ، قومی تعصباتو ته لمنه وهل، دمعدنونو اوځنګلونوتاراج ، پنځه پنځوس کلنی په نامه تجربه لرونکی ، غښتلی او سابقه دار او کارپوه نظامیانو ته دتقاعد پلان ،دولت  دخلګو اوقانون پر ستنونونه ولاړ .او نور، نور، نور…….

داهغه تر زهروتراخه اوملت ته دنه منلوټکی دی چی نور قلمونه ئی تراوسه لیکلی دی اویابه ئی ولیکی . خیر ته به څه ولیکی ؟

که څه هم تراوسه ځما دصبر کاسه نده ډکه – دومړه حوصله لرم چی نور قلمونه ئی ولیکی او زه ئی ولولم – خوته په څه ولیکی ؟

نو ای قلمه – غوږکی درته وایم چی نورئی وانه وری ، عمرتیریږی، ارمانونه پاته کیږی، – دژمی په تیردو دمخ توروالی سکروته پاتی کیږی .

نوته په زغرد اوپه جرات ولیکه

دتیرونه دعبرت دپاره ولیکه ، دملی یووالی اوپیوستونی دپاره ولیکه ، دملی ګتودساتنی دپاره ولیکه ، دپردیودتجاوز د مخنیوی دپاره ولیکه ، دیوسالم دولت اودولتی سیستم دجورولودپاره ولیکه .

تادځان اودجانان دپاره دیرڅه لیکلی – اوس نو ملی ارمان دپاره ولیکه ، ته داولیکه چی افغانان دتیرو ناوړو ترخو حالاتو څخه عبرت واخلی او دتیرو پسی تش لاسونه نه مروړی بلکه دحل دپاره ملاوی وتړی او دتیرو ترخی تجربی بیا  تکرار نکړی ، ته داولیکه چی ټول افغانان دورورولی لاسونه سره ورکړی او یوبل سره په دښمنی کی سره ورک نشی اوهیواد دپردیودیرغل ښکار نشی .

ته داولیکه  چی ټول افغانان مهربانه سلوک یوبل ته په قناعت ورکولوسره یوموتی شی او دا وران ویجاړ وطن بیا ودان کړی .

ته دخلګو غوښتنی اوارمانونه درک کړه او داولیکه چی دافغانانو قوت دهغوی په یووالی او یوموټیتوب کی ده.

څه ناڅه کسان به وی چی ستا لیکنه به ئي نه خوښیږی اما ته هیځکله دخپلو ارمانی لیکنونه لاس  مه اخله ،

قلمه ته خپله ژبه داسی وخوزوه چی نور قلمونه هم ستالوری ته راکش شی اوستادژبی دملګرتیا اوتائيد دپاره در نیږدی شی اوستاد غوښتنی او ارمانونو لیکنه وکړی .

داچی دژوند حالات او پښی اوترخی تجربی انسانان هوښیاروی او دراتلونکو ارمانونو دلټون دپاره ئي هڅوی – خودقلم خاوندان هم کله دهغوی تراخه او بد تیر شوی حالات اوهم ستا لیکنه هغوی مجبوروی چی ستادلیکلولاړه غوره کړی.

ته دنورو دلیکونوڅخه هم ولوله دخولیکونوڅخه ئي ګته اودبد لیکونوڅخه ئی عبرت واخله – نوهماغه ده چی ته هر څه لیکلای شی – داځکه چی ته دچانه کم نه ئي – نورئي چی ښه لیکلای شی ته ئی هم په ارمانی ډول لیکلای شی – که نور خلک ستاد ارمانونوضد قلم خوځوی ته دمسابقی په دول میدان ته راودانګه داسی چی ستالیکنه دلوستونکودپاره داسی زیری وی چی هغوی خپله تیاره لاره ستادلیکنی په رنا کښی ومومی نوبیابه ګتونکی شی

نوای ځما قلمه : هسی بیځایه رنګ مه تویوه – ځان موغولوه – هسی نه چی ستاد لیکونونه دنصوارو پوړی جوړی شی .

پس دسیالی ډګر مه خوشی کوه – دنورو لیکنوته هم مراجعه وکړه اما کوښښ کوه چی دخپلی لیکنی سوچه والی له لاسه ورنکړی اودفکری یووالی دلتون په لاره هڅه وکړه – ترڅو چی دګڼو کړ کیچنولارو اولیکوپه درشل کی هم خپل ارمانی دریځ تینګ اوهم دنورو دپاره دلاری مشعل وګړځي .

داهم ممکنه نده چی تل به ستا لیکنه ښه ځلیږی بلکه د وخت اوزمانی په بدلون سره به ته هم ځان بدلوی ترڅوچی دزمانی همرنګ شی اودوخت څخه ګته راپورته کړی اوپه هر قدم کی دتیرو لیکنوڅخه دغلطیو دمیندلو په صورت کی پښیمانی  ښکاره کوه اوپه چټکی سره په راتلونکوکی دښه والی پرلارهغه ته بدلون ورکړه.

نوای قلمه : – دائي وخت دی چی دسولی دپاره ولیکی دجنګ اوجنګ غوښتونکو دتقبیح کولودپاره ولیکی ، دوطن دآبادی دپاره  ولیکی ، دتفوق طلبی جنګ سالاری، توپک سالاری ، قوماندان سالاری ،پاتک سالاری ،قومی ،ژبنی ، سمتی ، مذهبی اوسیاسی تعصباتو او قانون ماتونکوپرضد ولیکی ، ته دولږی ،فقر ،بیکاری ،بدامنی ،بدروزګاری اوجهل پرضد ولیکی ،  ته دخلکو دژوند دښه والی او په افغانی تولنی کی یو افغان پت او عزت دبیا ژوندی کیدو دپاره ولیکی – ته ددولت نابودی مه غواړه بلکه یو سالم دولتی سیستم دجوردیدو دپاره څه ولیکی.

  • ته دسرمایی دفرار دمخنیوی دفرهنګی یرغل دمخنیوی دمسلحانه غلاوو ، رهزنی اختطاف انسانی قاچاق دځمکی غصب دمخدره مواد کښت ،قاچاق اودافغانانو روږدیدلو اوسازمان یافته جرمونونه دمخنیوی دپاره ولیکی – ځکه چی قلم دتوری نه هم تیره ده ـ هماغه ده چی تاته باید خلک دوطن دخدمتګار قلم په ستړګو وګوری اوتل به ستادلیکنی په انتظار کی وی اوستاپه لیکنی کی به هم ثواب وی اوهم خرما .

 

قلمه دادی وظیفه شوه  چی لیکنه وکړه

دلوی افغان دسعادت او هو سایی دپاره

Comments are closed.