سوله هرومرو راتلونکې ده

چه  بهرنۍ لښکرې  د افغانستان څخه ووځي، د کلیو بمبارد قطع شي، او د طالبانو انتحارۍ هم بندې شي، مګر ترهغه چه بشپړه او عادلانه سوله  رامینځته نشي،             د خلکو ژوند، فردي امنیت، مال اوناموس به لا هم د ناامنۍ سره مخامخ وي.

ـ د بشپړې سولې  مانا دا ده چه : هیوادوال به په کلیو او کوڅو کې  د مسلح طالبانو او یا داعشیانو،  وسله والو نامسؤله ملیشو اود زورواکوشخصي باډیګاردانو، د نشه اي توکو مافیا او مسلح  نا فرمانه  لنډغرانو  دګواښ او ناتار په فضا کې ژوند نه کوي؛  دولت به دا وسه  ولري  چه د قانون حاکمیت  په زورواکو او ټوپک والو وچلوي او د وسلو زخیرې به وسله والو قوتونو ته ستنې کړي؛  د مذهبي او قومي ډلو او سمتي ټولګیو د مشرانو او د ملیارډرانو باچایي به د اساسي قانون تابع وي، د هیچا  د جرم  په مقابل کې به معافیت نه وي؛ او د یو غښتلی دولتي نظام جوړونه، چه وتوانیږي  هیواد ته د وسلو او رادیکال افراطي ایدیالوژيګانو د ننوتو مخه ونیسي د کاملې سولې اساسی ټکي دي.

ـ دعادلانه سولې په تعریف کې د ولس غصب شوې مځکې او جایدادونو بیرته ورکول، کډوالو او بې خای شویو وطنوالو د راستنیدو او ځای پرځای کولو کې د دولت  اغیزناک مدیریت ، د بیت المال د لوټ شویو پیسو او نیول شوومځکو پوښتنه  ده،  چه د یو قوي  پاک نفس  ملي دولت  په شتون کې  عملي بڼه غوره کولای شي.

  له بده مرغه، هرکله چه د یوغښتلي ملي دولت جوړښت پیل شي، پاکستان ورته مذهبي، افراطي، ورانکارې ډلې د الحاد د فتواوو سره  زمونږ هیواد ته واستوي:

د افغانستان د لمړي جمهور رییس  مرحوم سردار محد داوود په دوران کې ، اول ځل د پاکستان لخوا  سنبال شوي تروریستي ګروپونه د اسلام تر نامه زمونږ وطن ته واستول شول  او دادی د ۴۵ کلو په اوږدوکې د  پاکستان او ایران د خاورې څخه، د دوۍ د استخباراتي سازمانونو په مرسته د نړۍ تر شلو زیات راز راز تروریستي اسلامي ډلې افغانستان ته صادریږي تر څو د جنګ او  ترور ماشین فعال وساتي.  د همدې اسلامي تروریزم سره د مقابلې په پلمه د روس او امریکې لښکرې  افغانستان کې وجنګید لې، ډیرې وسلې يې وآزمایلې او زیاتې مرګ ژوبلې يې وکړې.

پاکستان په ډیر مهارت  د روسانو پر خلاف د مجاهدینو ۹ کلن جنګ کې  او امریکایانو خلاف د طالبانو په اتلس کلنه جګړه کې ، د جنګ مدیریت وکړ.  د کوچنیو اسلامي  افغاني ګروپونو څخه يې لوی ګوندونه او پراخې جنګي جبهې  جوړې کړې. د تارومار شوي طالباني امارت ټوټې يې ، د امریکایانو د ږیرې لاندې ، سره بیا ونښلولې، او آزادي بښونکی (!)، دامریکې  ضد قوت يې ‎ځینې جوړ کړ. د اسلامي منابعو څخه راټولې شوو پریمانه مالي مرستو څخه يې د پنجابي حاکمیت د ټینګښت د پاره ښې استفادې وکړې.

د سرو لښکرو د وتلو او د امریکایانو او ناټو  راتګ  په  مینځ کې  ۹ کلنه ( د ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۱ )، واټن کې پاکستان د ګڼ شمیر جهادي  ګوندونو او ملیشو په لاس کورنۍ جګړه  په افغانستان کې  هدایت کړه  او خپل قاطع  نفوذ او ګټې يې د جهادیانو او بیا طالبانو په حکومتونو کې  خوندي وساتلې.

آی اس آی د افغاني دولت په ضعیف کولو او ړنګولو کې  د روسانو د یرغل د زمانې پخه تجربه لري، هغه وخت هم د ډاکتر نجیب الله دولت  ملحد، ګوډاګی او د دولت کارمندان  ناولي مزدوران!  تبلیغ  کیدل.

 دا ځل بیا د خارجي لښکرو د وتلو سره جوخت  د افغاني دولت د ړنګولو حکم، چه  د طالبانو، او تبلیغیانو لخوا، د داعشیانو، د پاکستان جماعت العلما، او القاعده له طرفه صادر شویدی، د آی اس آی غوڅه ستراتیژي ده، چه په هیواد کې دننه  بډې خواره  او لوټماره اپوزیسیون او د آی اس آی سره په تړاو کې  د حکومت او پارلمان ځيڼې غړو او همدا ډول ، د ځینې افغان روڼ اندو سیاستوالو له طرفه يې پټ او څرګند حمایت کیږي.

ځینې افغان مبارزینوسره د آزاديبښونکو خوځښتونو عنعنوي نستلجې، خاطرې پاته دي،  چه دولت ګوډاګی او د خارجي لښکرو د وتلو سره سم نسکور یدونکی بولي.  خو ددوۍ دا لید لوری ځکه سم ندی چه  هر ځلي داسې جنبش د غرضي ګاونډي پاکستان لخوا داسلامي رادیکال ډلو په وجود کې سنبال شوی دی. پاکستان سره زمونږ د خپلواکۍ او یا خو د اسلام د دین غم نشته، بلکه دوۍ  افغانستان د خپل تاثیر او صلاحیت  ساحه ګڼي، چه نه روس ، نه هند، نه امریکې  او یا کوم افغاني لیډر ته دا اجازه نه ورکوي  چه زمونږ خاوره کې  د دوۍ  نفوذ کم کړي.

  ځینې  لیکوالان په اشتباه کې داسې انګیري، چه هر هغه ګوند چه په افغانستان کې فعالیت کوي او په ډاګه امریکا نه غندي، نظام نه تخریبوي  اويا د دولت د  اقتصادي او مدني پروژو څخه ملاتړ  کوي، نو ګوډاګی او د اشغال په خدمت کې دی.  په داسې حال کې چه  د پنځو لکو  دولتي کارکونکو څخه ، که یو لک يې جاسوس او ګوډاګی، غل اورشوت خور ونیسو، د نورو شاوخوا څلورسوه زره د دولت ملکي او نظامي کارکونکو په  حق کې، چه دا نظام په سرښند نو ساتي، د خطرونو او خوارۍ سره پکښې کار او ژوند کوي،  ظلم او جفا ده چه د ګوډاګي او مزدورخطاب ورته وشي.

  دا سې تحلیلونه د  خلکو خواست نه دی، د افغانستان د دښمنانو د توطؤ د شنډولو فکر نه دی، بلکه یو تنګنظره ایډیولوژیکي برخورد دی او د انقلابي سیالیو په محدوده فضا کې ژوند کول دي، چه د  پاکستان د نظامي استخباراتو د پلانونو سره مطابقت لري.

د آی اس آی  د نفوذ کچه:

د پاکستان دنظامي استخباراتو سازمان،  د افغانستان د  ټولنې په مینځ کې  د جماعت العلما په مټه ژورې ریښې ځغلولې دي، د چا باورنشي یا  څوک په نه پوهیږي، چه په ټولو قشرونو کې  خپل کسان او تړاوونه لري، آن د پارلمان په مینځ کې.

ـ د افغانستان د تبلیغیانو نامرئي څوسوه زریزه منظم سازمان، چه جهاد یوه اسلامی فریضه ګڼي، او  هر یويې مکلف دی په  کال کې څلویښت ورځې، یا درې میاشتې  د پاکستان په مدرسو کې تیرې کړي، په هیواد کې دننه د دوۍ د لویو کلنیو ِغوڼډو اجازه د پاکستان څخه ورکول کیږي!  د واقعیت څخه لرې نده، چه آی اس آی  په دوۍ کې  اوږد لاس لري.

ـ داعش همدا اوس په کابل کې، د لویو تجارانو څخه باج اخلي. که افغاني سوداګر د آی اس آی سره د همکارۍ دعوت رد کړي، د مالونو د انتقال په لاره کې ورته  خنډونه  پیښیږي او د راز راز ګروپونو د باج ګیریو سره به مخامخ وي، خو همدا چه آی اس آی سره لار ونیسي، نور نه په افغانستان او نه په پاکستان کې  ورته هیڅ کومه اداره، کومه مافیايي او یا مذهبي ډله څه نشي ویلی، کټ مټ مافیايي، سیاسي چتر!

ـ په طالبانو او پخوانیو جهادي  قوماندانانو د پاکستان د دولت اغیزې کوم ثبوت ته ضرورت نه لري. په دې حساب أی اس آی په افغانستان کې نامرئي پلویان  لري، چه د دوۍ  سیاست پلی کوي. د خپل ظالمانه سیاست په پیل کې، د بنګلادیش او کوزه پښتونخوا په شان، دلته به هم د سر سړي په مرموز ډول وژني، که ډاکتر وي، که انجینر، که تجار یا سیاستوال. اوس کې  ولسمشر اشرف غني او امرالله صالح په  نښه دي، ترڅوهغه دولتي پروژې شنډې کړي چه د پاکستان او ایران د منافعو خلاف دي.

د خواشنۍ ځای دی چه ایران او زمونږ شمالي ګاونډيان چه د مرکزي دولت نه يې سترګې نه سوزي،  د هزاره او اوزبک جنګسالارانو ننګه کوي او د هغوۍ د مسلحو غیر قانوني ملیشو سره مرسته کوي.

           نتیجه:

د بشپړې او عادلانه سولې د راوستلو په موخه  دافغانستان  د ټولو قشرونو  وطنپال،  ترقي غوښتونکو، روښانو خلکو، ایمانې او وجداني دنده ده چه د یو قوی، مرکزي، ملي دولت په جوړښت کې ، د پوه او پاک نفس مشرتابه سره مل شي، تر څو؛ د دولتي فساد او مسلحو  مافیايې  کړیو مهار کول، پر ټولو وګړو د قانون بی پرې حاکمیت،  د څلویښت کلنې جګړې د زخمونو رغول، د ملي اقتصاد چټکه وده، د بهرنیانو د ناوړو پلانونو غوڅ مخنیوی ممکن شي؛ که د ا پلانونه امریکې له پلوه وي که د روس، که د ایران لخوا وي  او که د پاکستان له طرفه. مننه.  م. صافی.  ۲۶/۸/۱۳۹۸ (۱۷/۱۲/۲۰۱۹)

 

Comments are closed.