سياست اود ځوانانو اندښنې

m agha (2)

سياست تعريف .politik

پاليسي   (پوليټيک» سياسي چارې ، سياست ، په ارپايي ژبو کې داسره ورته نوم له اره د يونان د پاليس (polis »( ښار» نه را جوړه شوې دی په عربي کې د (السياسته»مانا پوهه ده  يانی حکومت کول، اداره کول،تدبير لرل ،اود واکمنی د چارو فن ته وايي او همدا ډول ترخه وينا او مجازات کول ته هم وايي خو په سياست کې دی  اړخ په پام کې نه نيول کيږي.

په سياست کې ددی نمونې پيژند داسی شوی.

۱ په ټوليزه ما نا کې هر ډول لاری چارې او چالچلند ، چی د چارو سمون او ښه والي په مو خه سرته رسيږي (سياست » بلل کيږي. دا چاری که ځاني وي يا ټوليزی  لکه اقتصادي سياست، پوځي سياست، مالي سياست ، دښونۍ روزنی سياست اوداسی نور.

۲ په ځانگړې ما نا کې هر هغه څه چی ددولت ، اداری او دولت د موخو د خوځښت اود بڼو د څرنگوالي د ټاکلو پوری تړاو لري. د سياسي چارو پخی خبری دي له دی امله سياست په ځانگړې ما نا سره هغو چارو ته ويل کيږي چی دولت جوړونه ، په هېواد کې د چارو سمون،د ټولنيزو پاړکو، لار ښونه ،د واک پر سر د گوندونو،او اغېزمنو ډلو ټپلو تر مينځ کشالواوداسی نورو ډليزو چارو پوری تړاو لري همدا ډول د ولسونو او هېوادونو تر مينځ اړيکې د بهرني سياست خبری دي چی د هغو کتنه د سياست پوهنې سکالو جوړوي.

درنو ځوانانو کله کله د يو شمېر له خولی داسی کليمې راوزي چی د سياست سره علاقه نه لرم که ځوانان د خپل هېواد تاريخ ټولنيز جوړښت، د هيواد اقتصادي وروستوالي لاملونه، د جنگ جگړو لاملونه، نالوستيتوب، مختلف تعصوبونه، د بهرني سياست نيمگړتېاوی، د مثبت سياست کول ددموکراسی اصلی رېښو ځغلول، د ولسونو د پوهاوی له پاره اوچت گامونه اخستل او نور و کې سمونه را شی کيدای شي هيواد کې مثبت بدلون او چټک پرمختگ راشي ،

 دافغانانو ځوانانو ځکه له سياست ښه نه راځي  دا په دی ما نا چی په تيرو ۴۱ کلونو کې زموږ هېواد کې ډول ډول سياستونه واکمنې تجربه شوی که هره يوه تر څېړنې لاندی نيسو زيات وخت نيسي يو څو لنډې بېلگو ته اشاره کوم  په ۱۳۵۳ ل کال کې د سردار محمد داودخان له خوا شاهي رژيم ړنگ اود کودتا په کولو يې داودخان واک ته ورساوه هغه هم يکتازي يو گوندي سياست بهرنۍ سياست کې پاته راتلل کور دننه دستونزو نه حلول ددموکراسی تابوت اخستل د پاکستان لاسوهنې د بهرنيو هېواد سره نه جوړښت دده رژيم له مينځه يوړ، د ۱۳۵۷ ل کال د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند د يوه نظامي پاڅون له وجی واکمن کړل دوی يو لړ سمونه او بدلونونه راوستل خو د بهرنيو د ښکاره لاسوهنو له امله په گوند کې خپل مينځې ستونزو دا واکمني ختمه کړه، دروسانود لښکرو راتگ  اود گوند د حاکميت دوام د ببرک  کارمل په مشری، ولی د بهرنيو هيوادونو د لاس وهنې له پاره بهترين چانس پلاس ورغلو هېواد او ولسونو سخت تاوانونه وگالل تر دی وروسته  مذهبي تنظيمونه د پاکستان او ايران  او نورو متحيدينو په مرسته واک ته ورسيدل خودوی تر بل هر چا داسی وران کاری وژنی، چور ،غلا وی وکړی چی تر نن د هيواد په تاريخ کې چا نه دي ليدلي  ، جمهوريت، دموکراسی کډی بار شوی ددی ټولو بدبختيو سره د روغې جوړی سولی پروگرام عملي نه شو په ۲۰۰۲ زکال ټوله عربي نړې دامريکا په مشری هيواد ته راغلل ددوی لښکرو د وژنې بمباردونو او هر ډول وسلی وکارولی  د پيسومرستی وکړی ولی د ولس  ښېرازی او پرمختگ ته  دا مرسته شوی پيسی مصرف نه شوی څوتنو مافيايي ډلو سره غلا کړی .

ځوان نسل  ته ښايي ددی ټولو ستونزو د حل له پاره د مثبت سياست کول  پلوي وکړي تر څو دا هيواد د نور سره سيال شي.

محمداقا کوچی

مالمو سويډن

 

 

 

Comments are closed.